ژوند او ژواک کلتور او هنر

” دعا کوم چې خدای دې زما زوی زما په څېر نه کوي“ سنجي دت

 

د بالیوډ وتلي اکټر سنجي دت چې په خپل ژوند کې یې په نشه يي موادو د اعتیاد او همدارنګه د یو لړ نورو قانوني ستونزو له کبله اوږد کړاو ګاللی ، وايي، نه غواړي چې زوی یې دده په څیر و اوسي.

د هند د سینما د دوو وتلو اکټرانو سنیل دیت او نرګس زوی سنجي دت د خپل عمر په اوږدو کې په نشه يي موادو له اعتیاد سره اوږده مبارزه وکړه او سر یې د معتادانو د درملنې تر مرکز ورسید. نوموړې همدارنګه زندان ته ولاړ او ښايسته ډيره موده بندي شو.

پر نوموړې تور و چې په ۱۹۹۹۳ م کال کې په ممبيي کې د یو لړ پرلپسې چاودونو پر مهال یې کور کې وسلي ساتلې وې. او په همدې جرم نژدې دوه لسیزې وروسته زندان ته واستول شو.

نوموړې د شنبې په ورځ په ممبيي کې د ځوانانو په یوه غونډه کې د خپل لوړو ژور ډک ژوند په اړه خبرې وکړې. له سنجي دت چې د درې بچیو پلار دی ، وپوښتل شول چې له خپل پلار سره خپل ځان د یو پلار په توګه څنګه پرتله کوي؟
نوموړې وویل:

” زما پلار موږ د عادي ماشومانو په توګه رالوی کړو. زه خصوصي ښوونځي ته واستول شوم. زه خپلو بچیو سره هماسې چلن کوم چې ماسره مور پلار کړی. هڅه کوم چې هغوی ته د ژوند ارزښتونه وښیم. د مشرانو درناوی وروښیم او ورته وایم که ستاسو مزدوران هم تر تاسو مشران وي درناوی یې وکړئ. خو یوازې دعا کوم چې خدای دې زما زوی زما په څیر نه کوي.ځکه هغه څه چې زما په خاطر زما پلار وګالل زه نه غواړم هغه وګالم.“

سنجي دت له خپلې میرمنې او دوو ماشومانو سره

سنجي دت او پلار یې سونیل دت د وروستي ځل لپاره په ( مونا بهايي ایم .بي . بي ایس ) فلم کې سره شریک راڅرګند شوي وو.

سنجي دت ځوانانو ته وویل: یو وخت چې زندان کې وم نو پر دې مې فکر کاوه چې د سونیل دت د زوی په توګه دا ولې زندان کې دی. ځکه دده پلار تل ده ته سمه لاره ښودلې وه. خو وايي مور یې کله هم دده کوم کار ته ناسم نه وو ویلي:
” ټولې میندې سره ورته دي، دوی په خپل زوی کړنو کې ناسم څه نه ویني. او زما مور هم همداسې وه“

سنجي دت د ښوونځیو د ځوانانو دې غونډې ته وویل” تل له زړه پریکړه مه کوئ، سر او ماغزه هم وکاروئ. هغوی سره ملګرتیا مه کوئ چې ناوړه کړنو ته مو بیایي او د خپلو میندو پلرونو خبرې واورئ دا تل ستاسو په ګټه وي. “

سنجي دت او پلار یې سونیل دت د وروستي ځل لپاره په ( مونا بهايي ایم .بي . بي ایس ) فلم کې سره شریک راڅرګند شوي وو.

سنجي دت په دې خبرو کې د خپل زندان ته تګ او همدارنګه په نشه يي موادو د خپل اعتیاد په اړه هم خبرې وکړې، او په دې برخه کې ګاللې لوړې ژورې یې ځوانانو سره شریکې کړې.

له زندان وروسته د سنجي دت د بیرته راستنیدو لومړی فلم ( بهومي) دی چې په کې یې د یوې لور د پلار رول ترسره کړی چې د خپلې لور لپاره مبارزه کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */