روغه سټه

درې هغه ساده تمرینونه چې ذهني سکون درکوي

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس

کله چې ډار او وېره تاسو کې زياتېږي، متوجه کېږئ چې ستاسو ذهن ډول ډول مسائل مغشوش کوي، د زړه ضربان مو لوړېږي او لنډ لنډه ساه اخلئ. په داسې شرايطو کې د يو څو ساده تمرينونو په پلي کولو سره خپل ذهن ارامه کړئ.

ښايي دا ونشئ شمېرلی چې خپل ژوندانه کې چې څو ځلې د تشويش او اسټرس سره مخامخ شوي ياست. معمولا همدا تشويش، وېره او ډار دی چې ډېری خلک د ناکاميو سره مخامخ کوي. واقعیت به په بل ډول وي يا داسې به نه وي چې مونږ يې په اړه فکر کوو، خو همدا تشويش دی چې مونږ ته زيان رسوي.
يوه مشهوره وينا ده چې وايي: ٪۹۰ پېښې هغسې نه وي، چې مونږ يې په اړه فکر کوو.

نو تشويش، ډار او وېره د څه لپاره؟
د ډار، تشويش او وېرې د له منځه وړلو لپاره تر دې دمه ډېر شمېر کتابونه، مقالې او نور اړین مواد د دې برخېد متحصصينو له لوږي برابر شوي دي، خو دلته به تاسو ته د دې ستونزې د حل لپاره درې لنډ وړانديزونه وړاندې کړو، چې په پلي کولو به يې مثبته ګټه ترلاسه کړئ.

ژوره ساه واخلئ
کله چې تشويش او فشار په تاسو غلبه کوي، نو متوجه کېږئ چې ټول وجود مو د يو ډول کش او ګير سره مخامخ شوی دی او لنډه لنډه ساه اخلئ. په دې بڼه ساه اخېستل، ستاسو وجود ارامښت او سکون ته نه پرېږدي. هڅه وکړئ چې د سوږمې (پوزې ) له لارې خپل بدن ته تازه هواه دننه کړئ او د خولې له لارې يې بهر کړئ. څومره چې کولی شئ په همدې بڼه تمرين وکړئ ترڅو دا کړنلاره درته ښه اسانه شي. ژوره ساه اخېستل ستاسو وجود ته د ارامښت او سکون سېګنال ورکوي او ذهن مو ارامه کوي. د بابونې د بوټي مصرف هم د تشويش او ستړيا د له منځه وړلو لپاره ګټور او مناسب دي.
بابونه (Chamomile): يو ډول خوشبويه بوټی دی چې ګل يې ترخې اوبه لري او په درملو کې ترې ګټه اخېستل کېږي.

يو ارامه ځای ځان ته وټاکئ
په تړلو سترګو سره د دوو او درې دقيقو لپاره په يو ارامه ځای کې کښېنئ او هڅه وکړئ چئ ټوله پاملرنه مو خپلو ساه اخېستلو ته وي. دا تمرين ستاسو د ارامښت لامل ګرځي او په څو ثانيو کې به د غښتلې انرژۍ او قدرت احساس وکړئ. د سترګو په پټولو او په ژورې ساه اخېستلو تمرکز، به مو د ذهني ګډوډۍ او ختلال څخه وژغوري. د دې کړنې ترسره کول د دې لامل کېږي چې خپله بايللې انرژي بياځلې ومومئ.

د بهراماري پرانايام چې یو ډول تمرین دی، ترسره یې کړئ.
د چټک ارامښت ترلاسه کولو لپاره د دې تمرين ترسره کول ډېر ګټور تمامېږي. تاسو کولی شئ چې دا ساده او اسانه تمرين په خپلو کورونو او کار ځايونو کې ترسره کړئ.
سيده او په سمه بڼه کښېنئ او ژوره ساه واخلئ، د خپلو لاسونو د اشارو ګوتې مو د غوږونو په غضروفي شکله برخو کېږدئ او ژوره ساه واخلئ. کله مو چې ساه واخېسته، په ارامۍ سره مو د غوږونو همغو برخو ته فشار ورکړئ او هڅه وکړئ داسې کېکاږئ چې د غومبسو د بنګس پشان اواز وکړي. کله چې د داسې غږ د اورېدو څخه ډاډه شوئ، نو خوله مو بايد تړلې وي. بيا ځلې ژوره ساه واخلئ او دا کړنه اوه، اته ځلې ترسره کړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی