اقتصاد

که دا درې نښې دې لرلې یوه ورځ میلونر کیدای شې

 

پیسې هسې چې موږ وایوو د لاس خیری نه دی. رحمان بابا وايي:

د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې ذهیر یم

موږ ډیر کله ځان او خپل شا او خوا خلک له محتاجۍ او ځینو ستونزو خلاصولی شو، خو که په اقتصاد لحاظ پیاوړي واسو. خو پیسې څنګه تر لاسه کیږي؟

دا پوښتنه له کلونو راهیسې ټوله دنیا کوي او اقتصادي پوهانو ورته بیلابیل ځوابونه ورکړي.

د موثرو  معلوماتو خپرونکی او هڅونکی لیکوال ټیم هن په دې اړه درې نښې یادوي چې په وینا یې د بیلابیلو بریالیو کسانو په ژوندلیکونو کې یې موندلي.

ټیم هن وايي، که دا نښې مو درلودې نو یو وخت به بډای او د نورو د مرستې جوګه  شئ. خو که دا نښې نه لرئ نو کولی شئ په تمرین یې خپلې کړئ. هغه دا نښې داسې بیانوي:

1- د نویو انګیزو او معلوماتو چټک عملي کول

بریالي کسان چې کله نوې معلومات او انګیزې تر لاسه کوي، نو په عملي کولو کې یې داسې چټک اقدامات کوي لکه سبا چې نه راځي. د ګڼو بریالیو کسانو په اړه دا خبره ډیره درک شوې نه ده. خو دوی چې کله یو کتاب لولي، او پوهیږي چې ګټور او کره معلومات یې ترلاسه کړي نو سمدستي یې پر خپل ژوند عملي کوي.

د ګڼو خلکو یوه ستونزه داده چې ډيرې ښې د کار او ژوند انګیزې ، نظریې او سوژې ورته راځي، خو هیڅکله یې د عملي کولو لپاره اقدام نه کوي. په دې توګه د وخت په تیریدو معلومات هېر شي او انګیزې له منځه ولاړې شي.

2- دا وړتیا لرل چې د بې باورۍ سربیره لاس په کار شې!

زړه نازړه کیدل د بې باورۍ یوه نښه ده. ډیره کله موږ د زړه نازړه کیدو له کبله ښه فرصتونه بایلو. خو کامیاب خلک داسې نه کوي. هغوی دا وړتیا لري چې د بې باورۍ پر مهال هم اقدامات وکړي او لاس په کار شي. دوی له ماتې نه ویریږي او ماتې د زده کړې یو چانس بولي. همدا وي چې دوی کله هم پر یو نوې کار د لاس پورې کولو پر مهال زړه نازړه نه وي. بلکې مخکې له مخکې یې په بریا باور ټینګوي او توکل کوي.

3- خپل وخت ته څومره ارزښت ورکوې؟

که چیرې ته د خپل خوب په حقیقت د بدلولو لپاره هره ثانیه او هره دقیقه شماري، او خپلې موخې ته د رسیدو په لاره کې هیڅ شېبه له لاسه نه ورکوې، نو باوري اوسه چې یوه ورځ به د بریالیتوب لوړو ته ورسیږې او نه یوازې خپله به له مالي پلوه پیاوړی شئ بلکې له نورو سره به هم د مرستې جوګه اوسې.

ټیم هن وايي، ما ګڼ بریالي کسان لیدلي چې دوی خپل وخت ډير دقیق تیروي. دوی په سوشل میډیا کې ځان ساعتونه، ساعتونه بوخت نه ساتي، دوی په ساعتونو ساعتونو فلمونه نه ګوري، بلکې د هر کار لپاره دقیق مهال ویش لري او د خپل وخت په اړه ډیر جدي وي، چې هیڅ ډول جوړجاړی پرې نه کوي.

ټیم هان وايي، که دا نښې څوک ولري نو ښه خبره ده. خو که څوک دا نښې نه لري خو هیله لري چې بریا ته ورسیږي نو په تمرین کولی شي دا نښې د خپل شناخت او تشخص برخه وګرځوي او په ځان کې یې وروزي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */