روغه سټه

دحمل ( باردارۍ ) د مخنيوي طريقي او لاري چاري

لیکنه: ډاکتر عبدالصمد نظري

 

ځينې وختونه انسان مجبوريږي چه د حمل مخنيوي وکړي او د يو څه وخت لپاره د ماشوم ونه زیږوې. دا مختلف سببونه لري مثلا ډيرې ناروغۍ شته چه د هغه ناروغي په شتون کي حامله پاته کيدل دښځي ژوند ته خطر وي.

ځيني اقتصادي مشکلات وي چې د اولاد ښه روزنه او پالنه ورته ستونزمنه وي نو په ډیر شمیر اولادونه نه زیږوي. ځيني خلک بيا وايي لږ اولادونه زیږوم خو ښه پالنه او روزنه یې کوم چې هم کورنۍ او هم یې ټولنې ته ښیګڼه ورسیږي.

د ایران او پاکستان په شمول په یو شمیر هیوادونو کې د کورنیو لپاره د منظم پلان جوړونې په موخه بیلابیلو سیمو کې روغتیايي مرکزونه شته چې له خلکو سره د اولادونو د شمیر په کمیدو او ټاکنه کې مرسته کوي. په پاکستان کې دا پروګرام د عامې روغتیا د وزارت په چوکاټ کې د” خانداني منصوبه بندۍ “ تر سرلیک لاندې او دې شعار سره دی چې ”دوه بچي ښه دي. “

دلته چې د حمل یا باردارۍ د مخنیوي په کومو لارو چارو خبرې کوو په دې کې د جنین وژنه هیڅ نه شته، بلکې د نارینه د سپرم او د ښځې د هګیو د القاح مخنیوی کوي او ترمنځ یې دیوال جوړوي. داسې چې دنارينه مني د ديوال يوي خواته پاته کيږي د ښځينه هگۍ د ديوال بلي خواته پاته کيږي او ګرد سره القاح نه رمنځ ته کیږي.

دحمل دمخنيوي طريقي هره يوه یې په جلا، جلا توګه د ښو او بدو اړخونو سره په لاندې توګه تشریح کوم.

پیچکاري (ستنه) :
دا طریقه د حمل یا بارادرۍ په مخنیوي کې ډیره مؤثره ده. د ښځو لپاره د يو مياشتني او دري مياشتني مودې لپاره ستني شته چه دمياشتنۍ ناروغي په اولو پنځه ورځو کي عملي کیږي. ذکر شوي ستنې هم گټه لري او هم تاوان لري.

– گټه يي داده چې:

– د اوږده وخت لپاره دي
– داعتماد او د باور وړ دي
– دحمل دمخنيوي وړتيا يي لوړه ده
– دنورو دواګانو سره يي يو ځای استعمال خاص تاوان نلري
– په پرېښودلو سره انسان بیرته طبیعي حالت ته راګرځي.
– د رحم او تخمدان د سرطان مخنیوي کې مرسته کوي
– د پاخه عمر لرونکو ميرمنو ، دويني فشار لرونکو او دشکري دناروغي لرونکو میرمنو دپاره استعمالیدی شي.
تاوان يي دادی چې:

– د میاشتنۍ ناروغۍ د بې نظمه کولو خطر ورسره شته

– د میاشتنۍ قاعده ګۍ د ځنډیدو احتمال او همدارنګه په بې نظمه توګه د رحم د وینې کیدو احتمال ورسره ملګری دی.

– پر دې سربیره د وزن د زیاتیدو، د ژورخپګان، د سینې د حساسیت او د هډوکو د کمزورۍ احتمال هم ورسره ملګری دی.

تابلیتونه :

د حمل یا بارادرۍ په مخنیوي کې ډیرې موثرې دي. د حمل د مخنیوي وړتیا یې لوړه ده. دا تابلیتونه مختلف ډولونه لري. عموما د ورځې یو دانه د میاشتې یو ویشت ورځې خوړل کیږي په منځ کې اوه ورځې فاصله ورکول کیږي.

ګټې یې دادي چې:

ـ د حمل د مخنیوي کې په لوړه درجه اغیز لري.
– کله چې د دوا خوراک ودروئ سمدستي انسان طبیعي حالت ته راګرځي.
– په هر عمر کې یې کارولی شئ.
– ټولې منفې اغیزې یې څیړل شوې دي.
– د ښځو قاعدګي یا میاشتنۍ دوره منظموي، لنډوي او اسانوي یې.
– درد لرونکې قاعدګۍ سره هم مرسته کوي.
– پر جنسي ژوند او جنسي اړیکو هم منفي اغیز نه لري.
– د سینې او رحم د سرطانونو مخنیوي کې هم ښه اغیز لري.
تاوانونه يي دادي چې:

– د نورو دواگانو سره يې استعمال منفي تاثير ښکاره کوي
– هره ورځ خوړل کيږي
– د ويني دلوړ فشار احتمال ورسره سته
– دزړه دناروغيو احتمال ورسره سته
– د صفرا دکڅوړي د تيږي (تيگه) احتمال ورسره سته ،
– د ديپريشن او ژور خفگان احتمال ورسره سته.

د تابلیتو د استعمال په وخت کي کيداي شي دغه تاثيرات هم ښکاره کړي لکه سرګرځیدل ، استفراق ، سر دردي ، دسيني حساسيت ، دمياشتني ناروغي نه ليدل ، پر پوستکي ټکۍ او داني.

تابلیتونه باید هغه ښځې چې عمر یې له ۳۵ کلونو لوړ وي او سیګرټ څکوي ونه کاروي.

همدارنګه په لاندې وضیعتونو کې هم باید میرمنې د حمل د مخنیوي تابلیتونه ونه کاروي:

– که وزن یې ډیر زیات وي
– د رحم خونریزې ولرې چې تشخیص یې نه وي شوی
– نیم سری او سر درد ولري
– هغوی چې د وینې لوړ کلسترول ولري
– هغه ښځې چې ماشوم ته طی ورکوي په اولو شپږو میاشتو کې دې نه کاروي.
– هغه ښځې چې د سینې په سرطان ناروغۍ اخته تشخیص شوي وي.
په عمومي ډول تابیلت او د حمل د مخنیوي ګولۍ د هغو ښځو لپاره چې ځوانې دي مناسب مخنیوی دی. همدارنګه هغوی ته هم ښې دي چې :

– دمياشتني ناروغي وينه يي زياته وي
– نامنظمه میاشتنۍ ناروغي ولري.
– د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال دردونه ولري.
– په سینو او تمخمدان کې ( سیستونه ) ولري.
په بازو کې تر پوستکي لاندې دامپلانت ايښودل

د حمل د مخنیوي لپاره په دې طریقه کې د بازو په لاندني برخه کي تر پوستکي لاندي يوه آله ايښودل کيږي چې ددې الې په منځ کې هرمون شتون لري دضرورت په اندازه يي وجود ته ورکوي. دا اله مختلف ډولونه لري دمياشتو او کلونو لپاره داستفادي وړ دي د حمل په مخنيوي کي کامياب دي دآلي په ايستلو سره وجود بیرته خپل پخواني حالت ته راگرځي.

منفي ټکی په کې دادی چې د ښځو د میاشتنۍ قاعده ګۍ د بې نظمۍ احتمال ورسره دی.
د رحم داخلي اله

دا يوه ډيره کوچني اله ده چې د حمل د مخنیوي لپاره درحم په داخل کي ځاي پرځاي کيږي. دحمل په مخنيوي کي ډيره مؤثره ده، او ډیرې میرمنې یې استعمالوي. مختلف ډولونه لري، له پنځو کلونو څخه تر لس کلونو پورې د استفادې وړ ده. ددې الې په ایستلو سره ښځه بیرته حامله کیدای شي.
گټې یې دادي:

– ارزانه ده
– اسانه ده
– د اوږده وخت لپاره داستفادي وړ ده
– د نړۍ ډیرې ښځې یې کاروي.
– له رحم څخه د الي په ایستلو وجود زر بیرته خپل پخواني حالت راګرځي
– هورمونیکې الې یې د میاشتنۍ قاعده ګۍ دردونه کمولی شي.
تاوانونه يي دادي:

– د الې ايښودل مسلکي ډاکتر اړتیا لري.
– د میاشتنۍ قاعده ګۍ پر مهال خونریزي د زیاتیدو احتمال ورسره شته
– د میکروبي کیدو احتمال ورسره شته
دا آله په عمومي ډول دهغو ښځو لپاره مناسبه ده چې:

– د اوږده وخت لپاره حامله کيدل نه غواړي
– ماشوم ته تي ورکونکي ښځې
– هغه ښځي چه د دوا استعمال نه غواړي
– هغه ښځي چې په ۱۲ مياشتو په اوږدو کې یې رحم پوري مربوط ميکروبي ناروغي نه وي تیره کړې.
– هغه ښځې چې ډیر ماشومان یې زیږولي وي
– هغه ښځې چې میاشتني قاعده ګي یې به نظمه وي.
د رحم داخلي اله بايد د هغو ښځو لپاره ونه کارول شي چې:

– که په رحم پورې اړوند میکروبي ناروغي ولري او یا یې د یو کال په موده کې تیره کړې وي.
– که د وینې سرطان ولري.
– که ایډز ولري.
– که د وجو دفاعي سیستم یې خراب وي.
– که له مسو سره الرژي ( حساسیت ) ولري.
– د ویلسن ناروغي ولري.
– د رحم بې تشخیصه خونریزي ولري.
– رحم تر نورمال حد ډیر وړ یا لوی وي.
– که د زړه د والونو ناروغي ولري.

د رحم داخلي رينگ( حلقه) :

دا يو نرم ارتجاعي جوړښت لري حلقه يي دهرمون څخه تشکيل شوې دحمل په مخنيوي کي مؤثره ده . د 3 هفتو لپاره ايښودل کيږي په نهه ويشتمه ورځ ايستل کيږي او پر ځای یې بل رینګ اېښودل کیږي. په ايستلو سره خپل پخواني حالت ته راگرځي دحمل په مخنيوي کي کامياب دي .

د نارينه کانډم:

هم د حمل مخنيوي کوي او هم د جنسي اړيکو د لاري دساري ناروغيو مخه نيسي. ساري ناروغۍ لکه ايډز ايچ اي وي تور ژيړي …

دهري جنسي اړيکي لپاره بايد نوي کانډم استفاده شي ، تر هري جنسي اړيکي وروسته بايد کانډم کنترول شي چه سوري شوي يا څيرل شوي خو نه دی. که چيري سوري شوي وي د 72 ساعته داخل کي دصحت مرکز ته مراجعه کولای شي ، کانډم استعمال اسانه دي ، ارزانه دي ، گټه لري ، خاص تاوان نلري. .

ښځينه کانډم :

ښځينه کانډم نرم جوړښت لري تر جنسي اړيکي مخکي درحم په واجن (درحم په مخکني برخه ) کي ځاي پر ځاي کيږي هم دحمل مخه نيسي او هم دجنسي اړيکو دلاري د ساري ناروغيو مخه نيسي لکه ايډز ، ايچ اي وي ، تور ژيړي …

د نارينه دکانالو بندول :

دنارينه دکانالو بندول سل فيصده د حمل مخنيوي کوي د کانالو تر تړل کيدو وروسته دنارينه شخص څخه دعمر تر پايه دحمل د اخیستو امکان نه شته. د کانالونو تړل پر جنسي ژوند او جنسي اړیکو منفي اغیز نه لري. دا طریقه ډیره کم او یوازې هغه خلک کاروي چې په کافي اندازه اولادونه ولري او یا یې د میرمن ژوند د حامله کیدو په صورت کې له جدي خطر سره مخ وي.
دښځينه د کانالو تړل :

سل فيصده د حمل مخه نيسي. يو ځل چې کانالونه وتړل شول بيا دعمر تر پايه دحامله پاته کيدو چانس يي ډير کم دي.

دا طريقه هغه ميرمني کوي په کافي اندازه اولادونه ولري او حامله کيدل يي ژوند ته خطر پېښوي. دا طريقه پر مياشتني ناروغي او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نه لري .

  • بیاځلي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */