روغه سټه

دحامله توب پر وخت د اسيتامينوفين( پاراستامول) استعمال

 

د حامله توب(بلاربښت) په وخت کښي د تبې، غاښ درد، سر درد ، او نورو دردونو لپاره مناسب مسکن اسيتامينوفين (Acetaminophen ) دي چی پاراسيتامول(paracetamol ) هم ورته وايي.

که څه هم د درد د ارامولو لپاره ګڼې نورې دواګانې هم شته خو د حامله دراۍ پر مهال یې کارول خوندي نه دي او دا امکان ورسره شته چې یا ماشوم او یا حامله میرمنې ته زیان ورسوي.

اسيتامينوفين یا پاراستامول ماشوم ته ضرر نه رسوي، د حمل په وخت اعتمادي دوا ده په وجود کي تر ډيره حده دالقلي او تيزاب توازن نه خرابوي د ويني نري کيدو خاصيت هم نه لري او پر پښتورګونو هم زهري اغیزې نه کوي.

یوازې باید ډیره زیاته ونه کارول شي ځکه که په زیات مقدار پارسټامول وکارول شي نو بیا هم ماشوم او هم حامله میرمنې ته زیان رسولی شي.

د اسيتامينوفين( پارسټامولو ) لوړ مقدار په ورځ کي 4 ګرامه ټاکل شوی دی. که په ورځ کي تر څلو ګرامه په لوړ مقدار استعمال شي پر ينه(جگر)زهري خاصيت (hepatotoxic ) ښکاره کولی شي.

داستيامينوفين ( پارسټامولو ) وړ مقدارته ډير وخت هيڅ ضرورت نه پيداکيږي په کښته مقدار هم دردونه او تبه دمنځه وړي شي.

که چيرې د ينې(ځگر) او پښتورگو شديده ناروغي ولرئ نو ډاکتران اسيتامينوفيل نه استعمال سپارښتنه کوي . مننه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */