اقتصاد بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

دا ۵ کارونه وکړئ او د مثبت فکر خاوندان شئ

لیکنه: الما افغان
اعلان

۱- منفي بافي له منځه یوسئ
هغوی چې تل په منفي شیانو او نیوکو تاکید کوي، نابریالي او هیڅکله به د مثبت فکر خاوندان نشي.
په یاد مو اوسه!
زه دا هم نه وایم چې تاسو تل نیوکه له نظره وغورځوئ، بلکې هڅه وکړئ نیوکو ته هغه وخت لږ څه پام وکړئ چې تاسو ته يي ګټه هم بیرته مثبته وي او که پوهیږئ چې منفي مسایلو کې پاتې کیدل مو ذهن هم کوچنی کوي، نو د منفي بافۍ تیر شئ او فکر مو مثبت اړخ ته واړوئ، څو منفي خواوې خپله شاته پاتي شي.

۲- مطالعه پراخه کړئ
که تاسو یوازې د ښوونځي او یا هم د پوهنتون په زده کړو ټینګار کوئ، دا نو داسې معنا لري، لکه تاسو په یوې داسې لارې ځئ، چې تګ يې پرې تاسو لپاره جبري وي، مګر د پراخې مطالعې ګټه بیا داسې ده لکه ته چې د یو ښار، د یو هیواد او حتا د ټولې نړۍ د لارو پر تګ بلد يې او هیڅ راز ستونزې نلرې.

پراخه مطالعه مو په ښو او بدو پوه کوي، د نورو په رسمونو رواجونو او ګڼو نورو ځانګړتیاوو باندې مو پوهوي او درسره مرسته کیږي چې تاسو له دې لارې د یو مثبت فکر خاوندان شئ.

۳- ښه او بد سره پرتله کړئ
تل د هرې مهمې موضوع ښه او بد پرتله کول او د هغې پر ګټو او زیانونو ځان پوهول مو فکر بدلوي او دې ته مو متوجه کوي چې که مثال؛ زه دا کار کومه مثبت اړخ يي ډیر دی که منفي؟ نو ته به خامخا مثبت اړخ ته ډیره پاملرنه کوي او دلته ستا همدا کړنه تاته لاره هواروي چې تاسو دې د یو مثبت فکر خاوند او د منفي فکر دوښمن شئ.

۴- پردي خلک خپل شخصي ژوند کې مه دخیلوئ
یوه ډیره مهمه موضوع دا هم ده چې پردي خلک مو دومره په شخصي ژوند کې مه دخیلوئ چې تاسو په خپل واک کې بې واکه شئ، ځکه پردي خلک که ستاسو په خیر هم وي، نو بیا هم دومره وړتیا نلري چې ستاسو په ژوند کې يې هره پریکړه مثبته وي.

تاسو په خپلو ګټو نسبت نورو ته ډیر ښه پوهیږۍ او که پردي خلک ستاسو په شخصي چارو کې مداخله وکړي، نو پوه شئ چې تر ډیره به يې له تاسو څخه د مثبتو افکارو واک هم اخیستی وي، مشوره له خلکو سره وکړئ، خو صلاحیتونه مو نورو ته مه ورکوئ.

۵- ملګري مو واورئ
د هر راز خلکو سره ملګرتیا وکړئ، خو تر ډیره د هر چا په پل قدم مه ږدئ، داسې هم نده چې ټول لوستي خلک مثبت فکره دي، باور ولرئ ډیر نالوستي انسانان شته چې آزاد او پراخ فکر لري، هڅه وکړئ د مثبت فکره ملګرو تګلاره پرمخ یوسئ او د منفي فکره اشخاصو د فکر منفي اړخونه وڅیړئ، نه یواځې دا چې پر پل يې پل مه ږدئ بلکې هڅه وکړئ هغوی هم د مثبت فکر په ګټو خبر کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده