زده کړې

دا ۳ لارې تعقیب کړئ او هره ژبه زده کړئ!

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: لنډسي ویلیمز
ژباړه: غازي عابد

لنډسي ویلیمز یوه ژب ښوونکې ده یا د ژبې د زده کړې استاده ده. هغه، زده کوونکو ته د ژبې د زده کولو لارې چارې او طریقې تدریسوي. دلته درته څو لارې چارې او مشورې درکوي، چې څنګه باید یوه ژبه زده کړئ:

۱- د زده کړې په پيل کې له وړو پوړونو پيل وکړئ.
هیڅ اړتیا نشته چې له یو چا سره د هغه په مورنۍ ژبه په ساعتونو وغږیږئ، بلکې غوره ده چې په پيل کې لږې خبرې او لیکل پرې وکړئ شئ او ځان ورسره اشنا کړئ. که چیرته همدغو لږو خبرو پرمهال مو د هوساینې او ارامۍ احساس وکړ، نو نور هم ادامه ورکړئ او لا ډیرې خبرې پرې وکړئ. په همدې کوچنیو ګامونو لا نور هم پورته تللی شئ. که له اول نه لوړو پوړونو ته وخیژئ، یعنې په ځان ډیر فشار راوړئ، ښايي زړه مو ترې تور شي، چې بیا یې زده کول سخت وي.

۲- په ساعتیرۍ او د خوښې په لوبو کې ژبه زده کړئ.
له هغو شیانو سره زده کړه وکړئ چې ستاسې لپاره ساعت تیرونکي وي. لومړی په دې فکر وکړئ چې کوم ډول ساعتیري یا لوبه مو خوښيږي، بیا د هماغه ساعتیرۍ په اړه له ځانه سره په هماغه ژبه جملې او کلیمې ولیکئ. مثلاً کله چې کرکټ، فوټبال او نورې د خوښې لوبې کوئ، دغه مهال په هماغه ژبه وغږیږئ، ځکه دلته خبره شوق ته اوړي او د ذوق کار په ښه ډول کیږي.

۳- له هغه چا زده کړه وکړئ، چې ستاسې خوښ وي.
کله چې کومه ژبه زده کوئ، نو د یادولو یوه مهمه لاره یې دا ده چې لومړی یو ښه کس غوره کړئ. یعنې له داسې یو کس زده کړه وکړئ چې ستاسې طبعیت ورسره لګیږي، ځکه که په طبعه مو برابر نه وي، بیا ناممکنه ده چې ښه او ژر زده کړه ترې وشي.
خو؛ یو بل ټکي ته مو پام وي چې باید تاسې یوازې استاد ته په تمه نه شئ، بلکې له خپل ځانه هم زده کړه وکړئ. هغه داسې چې له ځانه سره پر بیلابیلو موضوعاتو خبرې وکړئ. او کله چې له ځانه سره غږیږئ، په لوړ اواز وغږیږئ، ځکه په دې سره مو تلفظ ښه کیږي او ذهن کې مو کیښني.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد