بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

دا ۴ ګامونه واخلئ او هر هدف مو ترلاسه کړئ.

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: نیوریجیم ډله
ژباړه: غازي عابد

۱- خپل د (هدف لاسته راوړنې) خیال ولرئ.
هغه څه چې غواړې په ژوند کې یې ترلاسه یې کړې، یو بشپړ او رښتینی خیال او تصور یې باید له ځانه سره ولرې. تر څنګ یې مخکې مو چې څه ترلاسه کړي، وګورئ چې هغه مو څرنګه ترلاسه کړي او ایا اوس یې هم کولی شئ.
ځانه سره یې په ذهن کې تکرار کړئ چې کله هدف ترلاسه کړئ، ژوند به مو څه ډول وي. څه وینئ، اورئ، بوي کوئ، احساسوئ او څه ډول خوند به ترې اخلئ؟ یعنې په ټوله کې د شخصي لاسته راوړنې داخلي او بهرنۍ پایله، عکس العملونه او اړخونه درک کړئ.
دا ستاسې د (هدف لاسته راوړنې) ویژن یعنې خیال و تصور دی، کله مو چې دا کارونه وکړل، بیا کولی شئ چې یوه ښه ستراتیژي جوړه کړئ.

۲- ستراتیژي جوړه کړئ.
ستراتیژي درته څرګندوي چې مشخصاً څه باید وکړئ، څو هدف ترلاسه کړئ. ستاسې ستراتیژي په ټوله کې اساسً د ګیم یا لوبې پلان دی. له ځانه وپوښتئ چې «څنګه خپل اهداف ترلاسه کړم؟» ددې پوښتنې اړوند ځوابونه باید پیدا کړې.

۳- له تکتیکونو کار واخلئ.
تکتیک د ستراتیژۍ د پلي کولو لپاره معلومې لارې چارې مشخصوي. د تکتیکونو په پياوړتیا سره ستراتیژي ځکه ښه عملي کیږي چې ستراتیژي په کوچنیو برخو او وړو ټوټو ویشي، څو اسانه ترلاسه شي. باید یاد مو وي چې کله هره وړه موخه ترلاسه کوئ، نو هر قدم مو په جنترۍ او منظم ډول سره پورته کړئ.

۴- ټایم لاین او د کارونو د اجراتو وختونه معلومول.
د خپلو اهدافو د بشپړولو لپاره مو یو ټایملان جوړ کړئ، چې دومره وخت کې به دا هدف ترلاسه کوم. مثلاً د وخت په تقسیم کې ولیکه چې په ۲۰۱۷ کال کې به دا هدف ترلاسه کړم یا دا کارونه وکړم.
غوره ده چې هر څه طبقه بندی کړئ، یعنې د ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره د خپلو تکتیکونو مهم ټکي ولیکئ او سکیجول یا مهالویشت باید ورته منظم کړئ.

د هر قدم لپاره ځانګړی وخت مشخص کړئ. ځکه د مهالویش په لرلو سره به وکولی شې چې موخې ژر، منظمې او ښې ترلاسه کړې.
په ټوله کې د ښې انګیزې، پلان او وخت په منظموالي سره هر هدف ته رسیدای شئ. لومړی باید همدا کارونه وکړئ، تر څو مو اهداف ترلاسه او منظم مخکې تګ ولرلی شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد