ژوند بڼه کلتور او هنر مخکښان

داوود خان او ملا قلي

لیکنه: ياران

ليکنه: عرفات پردېس

د ۱۳۵۳ کال په اوږدو کې سردار داوود خان د کندز ولايت د شهر روان له پروژې ليدنه کوله. د لیدنې په ترڅ کې يې، يوه ورځ ناوخته زړې محلي جامې پر تن کړې. سره ازبيکي خولۍ پر سر کړه. خپلو امنيتي کسانو ته يې وویل زه نن شپه هغه کلي ته ځم، تاسو مې له لرې څارنه کوئ، خو پام مو وي چې څوک پوه نه شي، چې زه څوک يم او تاسو زما ملګري یاست.

ماښام ناوخته کلي ته ولاړ د ملا قلي دروازه يې وټکوله، د ملاقلي زوی له کوره راووت، سردار داوود لاس وراوږد کړ، ستړي مشي يې ورسره وکړه.

د ملا قلي زوی ترې وپوښتل خيريت دی کاکا؟
سردار داوود وویل مسافر يم وراره آيا د شپې ځای راکولی شئ؟ د ملا قلي زوی وویل په دواړو سترګو میلمه د خدای دوست وي، خدای دې راوله، سردار داوود د ملا قلي له دهقانانو سره شپه تېره کړه. امنيتي کسان يې د ملا قلي له کوره راتاو ول په دې شپه ملا قلي لږ ناوخته کورته راغی.
د سردار داوود سره يې تر نيمو شپو مجلس وکړ د سردار داوود خبرو ډېر خوند ورکړ، ملا قلي سردار داوود ته وویل ډېر وبخښه زه کور ته ناوخته راغلم هلکانو د تاسو سمه پالنه نه ده کړې.
د سهار چای ته زما خاص ميلمه يې، سهار وختي ملا قلي يو پسه حلال کړ څو ډوله غوښه يې پخه کړه څه غوښه يې د سفر په خاطر ورته وساتله، سردار داوود د شپې ملا قلي ته ویلي ول چې زه کابل کې يو غريبانه کور لرم، ورور مې دلته د شهر روان شرکت کې مزدور دی، د هغه ليدلو ته راغلی يم، د چای څښلو وروسته سردار داوود د ملا قلي نه رخصت واخيست خپل يو مخصوص کارت يې ملا قلي ته ورکړ چې هر کله کابل ته راتللې دغه زما د کور پته ده، حتمآ به زما پوښتنه کوې خو پام کوه. چې دغه کاغذ بل چاته ونه ښیې، زه ډېر دښمنان لرم، هسې نه څوک درته ضرر پيښ نه کړي.

سردار داوود څو ډوله کارتونه لرل، چې په مختلفو ژبو ليکل شوي ول، ملا قلي ته يې عمدآ هغه کارت ورکړ چې په انګليسي ليکل شوی و.

ملا قلي کارت وليد په محتوا يې پوه نه شو جيب کې يې واچاوه. سردار داوود يې په يو مست خر کېناوه.

سردار داوود ډېر وويل په خره نه سپرېږم، تر ښاره روانه پیاده ځم، خو ملا قلي ونه منله، سردار داوود وویل بيا به د تاسو خر څوک راولي؟ ملا قلي وويل که ورور دې پيدا کړ، هغه به يې راولي او که پيدا دې نه کړ يو خر دی له تا دې قربان وي.

خدای پاماني يې وکړه، خر حرکت وکړ ډېره لار مخکې لاړ ملا قلي هم خپلې کلا ته ننوت د سردار داوود امنيتي کسان له هرې خوا راووتل.

سردار داوود يې له خره راکوز کړ، داوود د خپل امنيتي ګارډ يو افسر ته وویل چې څو ساعته وروسته يوه جوړه محلي زړې جامي پر تن کړه، د ملا قلي خر وروله، مننه ترې وکړه او دا هم ورته ووايه، چې کابلي میلمه خپل ورور پيدا کړ، خو پام کوه پوه نشي چې زه څوک يم او له تا سره څه اړيکې لرم!

شپږ مياشتې وروسته ملا قلي د خپل تجارت په لړ کې يوه لارۍ شيرين بويه کابل ته روانه کړه چې کله کابل ته ورسيد، شيرين بويه يې سرای شمالي کې له لارۍ نه کښته کړه، ساعت وروسته چا ورته وويل ملا صیب کاشکې دې شيرين بويه تورخم ته وړې وای دلته به دومره ګټه پکښې ونه کړې. ملا قلي هم په خپله تېروتنه پوه شو څه يې ونه ويل.

د شيرين بويه سوداګر پرې رامات شول، ملا قلي له لږ سوچ وروسته سوداګرو ته وويل زه خپل کابلي ملګري سره مشوره کوم، بيا وروسته تصميم نيسم چې څه وکړم.

کارت يې له جيب نه راوويست يوه ټکسي يې ودروله کارت يې وروښود چې زه دغه ادرس ته ځم په څو افغانۍ مې وړې؟

هغه وخت د استخباراتو يو شمیر مامورینو له رسمیت ورووسته، ښار کې ټکسي واني کوله، له نيکه مرغه ملا قلي د همداسې يو ډریور سره مخ کېږي.

ډریور د سردار داوود مخصوص کارت پېژني له موټره راکوزېږي په ډېر احترام د ملا قلي لاسونه نيسي د ټکسي دروازه ورته خلاصه وي.

د ملا قلي نه هيله کوي چې ټکسي ته پورته شي، ملا قلي وايي د کرايې خبره دې خلاصه کړه په تاسو کابليانو اعتبار نه دی پکار بيا به هلته رانه ډېرې پیسې غواړې.

ډريور ورته وويل ته د کابليانو ميلمه يې موږ له ميلمنو کرايه نه غواړو، مهرباني وکړه ټکسي ته پورته شه، ملا قلي تعجب وکړ ټکسي ته پورته شو ډریور ته يې وويل، چې زما ملګری هم د تا په شان هوښيار او مهربانه انسان دی.
کله چې زما ميلمه و ټولو ماشومانو ته يې سل، سل افغانۍ ورکړې وې، د تللو پر وخت مې يو خر ورکړ هغه يې هم بېرته راولېږه، ماهم ورته يو پيپ سره کړې غوښه راوړې.

ډريور غلی ناست وو أه يې له خولې نه خوت، د ملاقلي خبرو ته يې غوږ نيولی وو، د ملا قلي خبرې لا خلاصې نه وې چې ټکسي وان خپله ټکسي د ارګ مخې ته ودروله، ټکسي وان په ډېر ادب د ملا قلي نه کارت واخیست له ټکسي کوز شو کارت يې د قرول نوکریوال ته وروښود چې دغه کس وايي زه د سردار صیب ملګری يم.

نوکریوال د سردار داوود سکرټر ته ټليفون وکړ سکرټر موضوع له داوود خان سره شریکه کړه سردار داوود عاجل وپوښتل چې زه خو به يې نه يم پېژندلی.

سکرټر له نوکریوال نه پوښتنه وکړه چې ملا صيب خو به سردار صیب نه وي پېژندلی، نوکریوال له ټکسي وان نه وپوښتل چې تا خو به ميلمه ته نه وي ويلي چې سردار صیب څوک دی، ټکسي وان وویل نه، نه مې دي ويلي او هغه هم نه پوهېږي چې سردار صيب ولسمشر دی.

نوکریوال سکرتر ته اطمنان ورکړ چې ملا صیب نه پوهېږي، چې سردار صیب څوک دی او څه وظيفه لري، ټکسي وان ورته څه نه دي ويلي سردار داوود د دې خبر په اورېدو ډير خوشحاله شو، سکرټر ته يې وویل د تشريفاتو ريئس ته ووايه چې ملا صيب د يو رئیس جمهور په شان تر قصره بدرګه کړي.

ملا صیب څو دقيقې انتظار شو په ډرېور يې سترګې برګې کړي څه کوي استاده ناوخته شو. ډرېور وويل ملا صيب لږ انتظار نور هم وکړه، دلته څوک په انګليسي نه پوهېږي چې ستا د ملګري دقيقه پته ترې واخلم. يو کس راروان دی څو دقيقې وروسته رارسېږي هغه پوهېږي چې ستا ملګری چېرته اوسي، له لږ ځنډ وروسته د ارګ دروازه خلاصه شوه د سړک دواړو غاړو ته ارکستران ولاړ ول، ډریور ټکسي ته وخوت د ارګ په دروازه ورننوت.

ارکسترانو موزيک مرش کړ، د موزيک تر څنک انجونو په موټر ګلان شيندل ملا قلي حيران و، ډريور ته يې وويل استاده چېرته دې راوستم، دا خلک څوک دي او ولې پر موږ ګلان شيندي، ډريور ويل ملا صيب تشویش مه کوه، زموږ موټر تصادفي پدې لاره برابر شوی اوس به ورسېږو.

څو دقيقې وروسته ټکسي د ګلخانې ماڼۍ مخې ته ودرېده، ډریور راکوز شو د ټکسي دروازه يې پرانيسته. ملا قلي ته يې وويل راورسېدو ملا صیب مهرباني وکړئ راکوز شئ.

ملا قلي چې دقصر ښکلا وليدله حيران شو، ډریور ته يې وویل زما ملګری غریب سړی دی داسې ښکلی کور نه لري، خپله يې راته ويلي ول چې زه کابل کې يوه غريبانه جونګړه لرم، تا خو زه سم جنت ته راوستم، زه له موټر نه نه کوزېږم، راځه چې بېرته ځو، د داوود خان سکرټر راغی ملا قلي ته يې وویل تاسو په سم ادرس راغلي ياست ملا صیب، راځه راکوز شه ملګری دې همدلته دی.

ملا قلي وویل نه وروره اشتباه شوې، موږ وبخښه !
که اجازه راکړئ بېرته لاړ شو مهرباني به مو وي، دوی لا په همدې کش مکش کې ول چې سردار داوود خپل رسمي لباس کې له زينو راکوز شو، کله چې د ملا قلي سترګې پرې ولږېدې، وې پېژنده چې دا خو سردار داوود د افغانستان ولسمشر دی.

عکسونه يې هم پيسو کې چاپ شوي له ډېر هیبت نه خولې پرې راماتې شوې او د ټکسي په سېټ کې بې حاله راپرېوت، له لږ ځنډ وروسته په حال راغی، ګوري سردار داوود سره ازبيکي خولۍ پر سر ايښې، له خندا شين د ده تر څنګ ناست دی.

ملا قلي يې لاسونه ونیول سردار داوود يې ږیره ښکل کړه، په اوږو يې لاس ورواچاوه ورته يې وويل؛ ملا صيب زه ستا هماغه مسافر آشنا يم، پام کوه د ولسمشر په سترګه راته ونه ګوري، زه ستا دیدن پسې خفه شوی يم، ملا قلي څو ورځې د ولسمشر ميلمه وو اوونۍ وروسته خپل ټاټوبي امام صاحب ته راستون شو.

د ښار مرکزي نقطه کې له موټره کوز شو يو کس په مکرر ډول ناري وهلې ملا قلي، ملا قلي، ملا قلي، د غږ پر لور ورغی ګوري يو امريکايي جيپ موټر ولاړ دی او د جيپ موټر کلينډر همدا ناري وهي ملا قلي ترې پوښتنه وکړه څه وايې ځوانه؟!
کلينډر وويل تاته څه نه وايم ملا صیب، خو ښځه د ملا قلي او دولت پر تا ………. يم دوه ورځې کېږي، دولت مجبوره کړي يوو چې هره ورځ د ملا قلي ترکوره يو ځل لاړ شو، او دا ناري په مکرر ډول ووهو، کاشکې سواري وای، يو نفر هم نه پیدا کېږي، تش ځو او راځو، که داسې ونه کړو بيا مو جريمه کوي.

ملا قلي وويل کنځلې مه کوه زه خپله ملا قلي يم، استاد ته دې ووايه راشي ما دربس تر کوره ورسوئ، کرايه به مو درکړم، له هغې ورځې وروسته د ملا قلي کلی د ده په نامه مشهور شو چې نن هم دغه ښکلې سيمه د ملا قلي په نامه يادېږي.
سرچينه: شهيد زين العابدين پردېس.

مرحوم ملا قلي د شهيد پردېس سره ښې اړيکې درلودې دغه خاطرې او رازونه يې خپله ورته ويلي، ممکن شهيد پردېس دغه خاطرې ليکلي وي او د وخت مطبوعاتو نشر کړي هم وي، خو زما سره په دې اړه نور کره معلومات نشته.

ما دغه کيسې او خاطرې په شفاهي ډول له خپلې خدای بخښلي مور نه اورېدلي او نن په دې وتوانيدم چې تاسو عزيزانو ته يې په ليکنې بڼه وړاندې کړم.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران