داعش په کابل د نني برید مسولیت پر غاړه واخیست

داعش وسلواله ډله وايي په کابل کې د ازادۍ مطبعې مخې ته پر عمومي سړک ځانمرګی برید دوی ترسره کړی دی.

د کابل د درییمو مکرویانو په سیمه کې دا برید سهار د اوه نیمو بجو شا او خوا کې شوی کوم وخت چې دغلته د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وي.

افغان چارواکي وايي، دا برید چې د خلکو د ګڼې ګوڼې پر یو سړک شوی اته تنه ملکیان یې وژلي او او تر ۲۵ تنو زیات نور یې ټپیان کړي دي.

د داعش وسلوالې ډلې پر خپل ټیلګرام یو تصویر خپور کړی چې ددې ډلې په وینا د برید ګر تصویر دی. دې ډلې په دې برید کې د اتو امریکايي سرتیرو د وژلو ادعا کړې خو عیني شاهدان او چارواکي وايي په پېښه کې ټول وژل شوي عادي افغانان دي چې د برید پر مهال خپلو کارونو ته روان وو.

له ارګ څخه په یوې خپرې شوې خبر پاڼې کې دا برید غندل شوی او د ولسمشر اشرف غني له خولې ویل شوي:

” ترورېستانو په دې وروستيو کې د جګړې په ډګر کې د هېواد د زړورو امنيتي او دفاعي ځواکونو له لوري، درندې ضربې ليدلي او غواړي چې د دغه ډول جنایتونو په ترسره کولو سره خپلې پرلپسې ماتې پټې کړي.“

دا په کابل کې د سردار محمد داود خان پر روغتون له برید وروسته دویم خونړی برید چې داعش وسلواله ډله یې پړه پر غاړه اخلي.

داعش په داسې حال کې په افغانستان کې ددې خونړی برید مسولیت پر غاړه اخلي چې په دې وروستیو کې په اچین کې ددې وسلوالې ډلې پر سمڅو امریکا خپل تر ټولو دروند بم وغورځاوه چې د افغان چارواکو په وینا شا او خوا سل تنه وسلوال یې په کې وژل شوي. خو د داعش وسلواله ډله ادعا کوي چې په دې برید کې دوی ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */