بریا او پرمختګ زده کړې

خپل ځان مو پېژنئ؟ که نه یې پیژنې دا ۵ ګامونه پورته کړئ او یو غوره شخصیت شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس

(د خپل ځان په اړه پېژندنه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خوښيو هغه پړاو ته دننه شئ چې هېڅکله به مو په اړه ورته فکر هم نه وي کړی)

کله چې خپل ځان نه پېژنو، نو د نورو په تقليد لاس پورې کوو، بد احساس کوو او په خپل نفس به مو اعتماد نه وي. د يو دروغ آمېزه ژوند پر مخ بېول، که ژر وي يا وروسته؛ ټولو ته اخر هم راښکاره کېږي. هرڅومره چې نادانه، غير عادي او د نورو څخه متفاوته واوسئ؛ نو بيا هم په دې نه ارزي چې خپل ژوند مو د دروغو په مرسته پر مخ بوځئ.

که د نورو انسانانو سره متفاوته هم واوسئ، نو په هغه صورت کې به هم زړه راښکونکي ياست. په حقيقت کې تاسو د همدې تفاوتونو په اساس، زړه راښکونکی ياست. اصلي خبره دا ده چې په دې پوه شئ چې څه د دې لامل شوي څو تاسو دې متفاوت واوسئ.

دا چې د څه ډول رنګ سره مينه لرئ او يا هم کومه تحصيلي څانګه مو خوښېږي؛ له دې سره مونږ کار نه لرو. د لويو موضوعاتو په اړه خبرې کوو. د خپل ځان پېژندل، د ددې څيزونو څخه لوړ دي، چې تاسو د کوم رنګ سره مينه لرئ، کومه تحصيلي څانګه مو خوښېږي.

د خپل ځان پېژندل، يانې د قدرتونو او کمزوريو، غوښتنو، وېرو، هيلو او امېدونو پېژندل؛ يانې د خپلو ځانګړنو، وړتياو او محدوديتونو سره اشنا شئ.

څومره مو خپل ځان پېژنئ؟ چمتو ياست چې په دې اړه پوه شئ؟ په دې ليکنه کې به تاسو د دې ۵ ګامونو په لوستلو سره د ځان پېژندنې سره بلد شئ.

۱- خپل شخصيت مو وپېژنئ

د خپل شخصيت پېژندل لومړنی ګام دی. تاسو د خپل ځان په اړه د نورو د نظرياتو ټولګه يا مجموعه لرئ، چې دا د شخصيت يو اړخ دی. همدارنګه خپله هم شخصي اطلاعات يا د هغو مالوماتو يوه ټولګه لرئ چې تاسې د څه ډول شخصيت خاوند ياست، يا هم په يوازيتوب او د خلکو په منځ کې څه ډول شخص ياست.

موضوع دا ده چې خپل شخصيت د دروني او بيروني اړخ نه وپېژنئ، ترڅو په دې پوه شئ چې څه ډول سبک يا بڼه لرئ. په دې بايد پوه شئ چې څه د دې لامل کېږي چې تاسو دې د ژوندانه په يوه ځانګړي موقعیت کې په ځانګړې کړنلارې سره غبرګون وښاياست. له خپل ځان نه وپوښتئ: ( ولې مې دا کړنه ترسره کړه؟ ) او هغه ته ځواب ورکړئ.

څه ځانګړنې يا خصوصيات لرئ؟
د خپلو ملګرو ترمنځ څرنګه ياست؟ د بېګانه او ناپېژندو ترمنځ څه ډول ياست؟
بېرونۍ نړۍ ستاسو له شخصيته څه ډول انځور لري؟
په ښو او بدو ورځو کې څه ډول غبرګون لرئ؟
بيرونۍ نړۍ ته مو څه ډول غبرګون ښیئ؟

۲- خپل اصلي ارزښتونه وپېژنئ
ستاسو اصلي ارزښتونه، هغه قوانين او اخلاقي اصول دي چې تاسو يې خپل زړه ته نږدې ساتئ. ښايي ستاسو ارزښتونه د اته موردو څخه ډېر وي، خو اته ارزښتونه؛ ستاسو په پرېکړو نيولو، اغېزو، د ستونزو حل، اړيکو او ژوند کولو کې رغنده رول لري.

د کار او کور په چاپېريال کې او د ژوند په ټولو اړخونو کې، کوم ارزښتونه نشئ کولی چې له پامه يې وغورځوئ؟ دا ټول ستاسو اصلي ارزښتونه دي.

رښتينولي، رښتيا، امنيت، يا نرموالی؟
نورو ته ژمنتوب، عقلانيت يا زده کړه؟
مالي اسانتيا يا خوش ګذراني؟
آيا وفاداري تاسو ته د ټولو څيزونو په پرتله لومړيتوب لري يا مسوليت منل ؟
نوښت درته مهم دی يا پرمختګ؟

۳- خپل وجود (بدن) مو وپېژنئ
ځواني معمولا د ناپوهۍ سره مله ده. کله مو چې عمر شل کاله وي، نو فکر کوو چې د خپل ځان (وجود) په اړه ښه مالومات لرو، خو په حقيقت کې داسې نه ده.

تاسو څومره خپل وجود پېژنئ؟ د خپل نفس اخېستلو، وړتياوو، د محدوديتونو تعادل او نرمښت په اړه ترکومې اندازې مالومات لرئ؟ آيا تر دې دمه پرته له دې چې امتحان يې کړئ، ويلي مو دي چې: ( زما وجود يا بدن نشي کولی دا کړنه ترسره کړي يا زما بدن د دې کار سره نه دی برابر؟ ).

مخکې له دې چې د شوني او کېدونکو کارونو پر وړاندې دروازه وتړئ، يو ځلې بيا وګورئ او غور وکړئ. صبر وکړئ او پرېږدئ، ترڅو د خپل بدن عجیبې نړۍ سره مو لا صميمي شئ.

۴- خپلې هيلې مو وپېژنئ
ستاسو هيلې او اميدونه ستاسو د راتلونکې لپاره لاره جوړوي. مرسته درسره کوي، ترڅو داسې يو ژوند ولرئ چې په لرلو يې وياړ وکړئ. هيلې مو ډېرې مهمې دي او د څارلو ارزښت لري. په بل هېڅ څه باور مه لرئ.

هڅه وکړئ چې د خپلو هيلو جزئيات او ځانګړنې تحليل کړئ. که علاقه لرئ چې موسيقي پېژندونکی شئ، نو له خپل ځان څخه وپوښتئ: ( کوم ساز سره مينه لرم؟ غواړم کوم مسلکي پړاو ته ورسېږم؟ او داسې نور… ) دومره پکې مخکې لاړ شئ ترڅو د خپلو هيلو د ټولو اړخونو په هکله پوه شئ.

خپلې هيلې او امېدونه د خپل ورځينيو وظايفو يوه برخه وګڼئ. هغه جدي ونيسئ. په هغو کار وکړئ. د دې پرځای چې وشرمېږئ، خجالت وکړئ؛ نو هغه د نورو سره مطرح کړئ.

۵- غوښتنې او هغه څه مو چې نه خوښېږي؛ ويې پېژنئ
څه مو خوښېږي او څه مو نه خوښېږي؟ د دې لپاره چې خپل علايق او هغه څه مو چې نه خوښېږي؛ مشخص يې کړئ، وخت ورکړئ او دا کړنه د نورو د نظرياتو په اساس مه ترسره کوئ. خپله مو پرېکړه وکړئ.

د علايقو او هغه څه مو چې نه خوښېږي؛ تعريفول مېړانه او شجاعت غواړي.
که ستړي کوونکو او سختو کارونو کولو ته دوام ورکړئ او هغه څيزونه چې تاسو ترې خوند اخلئ؛ له پامه وغورځوئ، نو څه چې ياست، يوه برخه به يې، ستاسو له ياده ووځي.

د خپل ځان په اړه پېژندنه له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو د خوښيو هغه پړاو ته دننه شئ چې هېڅکله به مو په اړه ورته فکر هم نه وي کړی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی