ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه طبیعت

خپل ځان مو داسې له سختې ګرمۍ او لمر نه بچ ساتلی شئ

لیکنه: غازي عابد

د ویکي هوو ویب پاڼې لېکنه
ژباړه: غازي عابد

په ګرمه هوا کې ځان یخ ساتل څو اړخیزه چیلینج دی. ځکه په ډیره زیاته توده هوا کې د بدن د اوبو د کموالي ویرې په شمول، د ګرمۍ اړوندو ګڼو ستونزو رامنځته کیدو ویره شته.
لکه: د تودوخې فشار، د حرارت له امله د هډوکو درد، د ګرمۍ څخه ستړیا او حتا د ګرمۍ په وسیله په انسان یو ډول حمله او ضربان راځي.

که چېرته ځان یخ وساتئ، نو طبعیت او وضعیت به مو ارام وي، له فشار، اندیښنو او نورو ستونزو به هم خلاص یاست، نو دلته په همدې اړه ځینې ساده او ګټورې لارو چارې لرو، چې کولی شئ، په وسیله یې ځان له ګرمۍ وساتئ:

۱- اوبه لرونکی اوسه
په ګرمه هوا کې اوبه بهتره دي چې یخ مو وساتي. ځکه اوبه مو بدن یخ ساتي، نو په همدې اساس که تنده نه وي هم باید اوبه وڅښل شي. خوږې اوبه ډیرې مه څښئ، ځکه دا د بدن هغه وړتیا چې باید اوبه وساتي، کموي، خو تل له اوبو خپل وجود خالي مه پریږدئ، باید تل د اوبو له اړخه کامل اوسئ.

۲- اوبو څښلو کې تندې ته انتظار مه کوه
داسې مه وایه چې تږی شوم بیا به یې راپيدا کړم، بلکې هر وخت له ځان سره اوبه ګرځوه.

مخکې له دې نه چې په کوم کار مصروف شې، لومړی ښه ډیرې اوبه وڅښه. که چیرته اوبه نه څښې او ډیر ځنډ په کې کوئ، ممکن دردونه او څړیکې درته پیدا شي، چې دا څړیکې یا د نس خوږوالی د ګرمۍ اړوند ناروغیو یوه نښه ده.

نو ددې لپاره چې پریمانه اوبه وڅښئ، باید له ځانه سره د اوبو بوتل یا کوم د اوبو پاکټ وګرځوئ او کله چې تش شي بیا یې له پاکو اوبو ډک او ويې څښئ.

همدا راز د اوبو څښل په یاد لرۍ چې په ورځ کې مو څومره اوبه وڅښلې، ایا هغه اته ګیلاسه اوبه چې اړتیا ده هغه مو پوره کړي کنه.

۳- یخوونکي خواړه وخورئ
که چېرته مناسب یخوونکي یا هغه خواړه چې ستاسې بدن یخوي وخورئ، نو د ګرمې له بدو پایلو به خلاص اوسئ. ددې لپاره بیا سلاته/سلاد، تازه خام خواړه، سبزیجات او او میوې لکه بادرنګ، ځکه بادرنګ سل سلنه اوبه لري، نو کولی شي چې یخ مو وساتي او د بدن د تودوخې درجه مو ښکته کړي.

غوښه او پروټین لرونکي خواړه د ګرمۍ پرمهال د ورځې په جریان کې ونه خورئ، کیدای شي په دې سره د تودخه لرونکی میتابولیک تولید ډیر شي او دا مو بیا په وجود کې د اوبو د کموالي سبب کیږي.

۴- هغه خواړه وخورئ چې په تنور او بخارۍ نه پخیږي
هغه خواړه وکاروئ کوم چې ضرورت نه وي چې پاخه شي یا ګرم شي، یعنې هغه خواړه وخورئ چې هغه یخ خوړل کیږي او یخ ساتل کیږي، مثلاً ماسته او شړومبې یې ښه بیلګې دي. یا هغه خواړه چې پرته له ګرمیدو یا پخیدو هم خوړل کیږي، لکه کاوو او داسې نور…

۵- سیوري ته کیښنه او ناسته پاسته وکړه، لکه د شنو ونو سیوري ته. خو که کله اړتیا وه د ویټامین ډي ترلاسه کولو لپاره لمر ته کیښنئ، لکه ژمي کې.

۶- کله چې لمر ډیر تود وي یا سخت ګرم وي، ځان ترې وساتئ او خوندې ترې کیښنئ، لکه په اوړي کې.

۷- په ځان اوبه وپاشئ یعنې اوبه وشیندئ، هدف ترې لامبل هم دي، خو هره وخت نه بلکې، کله کله چې سخته ګرمي وي، سیوري ته او له لمره پټ په اوبو کې غوټه ووهئ.

۸- خپل سر مو پټ وساتئ، کله چې ګرمي وي یا ګرمۍ کې روان وۍ، خپل څادر یا لونګ مو په سر واچوئ، چې له لمره بچ شئ.

۹- لمر ضدی لباس واغوندئ، هغه لباس چې لمر کمزوری کولی شي یا لمر ډیر نه کشوي، واغوندئ، لکه سپينې جامې او هغه جامې چې لمر ډیر کشوي او جذبوي لکه تورې جامې مه اغوندئ.

۱۰- که ممکنه وي له ایرکنډینش، پکي، کولر پکي او نورو الو نه استفاده وکړئ، څو مو وجود یخ وساتئ.

او داسې نورې لارې چارې هم شته، ممکن تاسې ته هم ځینې درمعلومي وي، کولی شئ چې د نورو ستونزو د نه رامنځته په کیدو په صورت کې ترې استفاده وکړئ.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد