اقتصاد بریا او پرمختګ خواړه روغه سټه

خپلې روغتیا لپاره مو ۳ کارونه وکړئ

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: مریم محمدي

صحت یو ارزښتمند نعمت دی چې نه یوازې د انسان، بلکې د ټولو ژونديو موجوداتو لپاره مهم دی. د دې لپاره چې ښه روغتیا ولرو، ډیرې ستونزمنې لارې چارې به مو امتحان کړي وي، خو مګر هغه نتیجه چې تاسو ورته په تمه وۍ، هغه به مو نه وي ترلاسه کړي، خیر د اندیښنې وړ خبره نه موږ دلته درته درې ساده لارې چارې ښیوو چې کولای شئ په مرسته یې د ښې روغتیا لرونکي شئ:

– مناسبه تغذیه
– ورزش
– خوب

که چیرې دغه درې لارې چارې په خپل ژوند کې عملي کړئ، لرې به نه وي چې د یوې ښې روغتیا لرونکي شئ:

۱- مناسبه تغذیه یا خواړه
مناسبه تغذیه په دې معنا نه ده چې موږ کوم خواړه وخورو او یا کوم خواړه باید ونه خورو.
مناسبه تغذیه په دې معنا ده چې خواړه باید بدن ته مناسب او ګټه رسونکي اوسي، له غوړو او سره شویو خواړو نه باید ځان لرې وساتئ او یا هم ترې لږه استفاده وکړئ.

یو شمیر خلک داسې عادت لري چې کوښښ کوي له کور نه بهر خواړه خوري یعنې د بازار خواړه ورته خوند ورکوي، چې دا کار ډیر تاوان لري، موږ دا نه وايو چې له کور نه بهر خواړه مه خورئ موږ دا وایو، چې کم یې وخورئ، په تیره بیا غوښه او برګر دا ډیر ضرر لري.

۲- ورزش وکړئ
کچیرې هره ورځ لږتر لږه نیم ساعت ورزش وکړئ، بدن به مو سالم وي، ورځني کارونه به مو سم مخته یوسئ. ورزش د بدن وازګې له منځه وړي، له بدن نه مضر یا بې کاره مواد اوباسي، همدارنګه د ګټورو موادو په جذب کې له بدن سره مرسته کوي، چې د روغتیا لپاره ډیره ګټه لري.

ورزش کول مخصوصاً چاغو کسانو لپاره ډیر ګټور دی، ځکه ورزش له دوی سره د بدن د وازګو په اوبه کولو کې ډیره مرسته کوي.

تجربو ثابته کړې ده چې ورزش د ښه صحت تر څنګ د عمر په ډیریدو کې رول لري. کارپوهان وایي هغه کسان چې لږ تر لږه د ورځې ۳۰ دقیقې ورزش کوي په اوسط ډول یې عمر ۳ کاله ډیریږي. ورزش کول د نورو بې شمیره ګټو سره سره له زر زړښت نه مخنیوی کوي او مخ ښکلا هم ډیره وي.

۱- خپل خوب ته پاملرنه وکړئ
په کافي اندازه خوب نه کول د انسان روغتیا ته زیان رسوي. په انسانانو کې د خوب اندازه توپیر لري. ښه خوب د دې سبب ګرځي چې انسان ټوله ورځ جست او فعالیت ته تیار اوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران