اقتصاد ژوند او ژواک

د بریالي، خوښ او مسلکي ژوند ۱۰ پټ رازونه

 

لیکنه: عابده جبین
ژباړه: غازي عابد

هر څوک هڅه کوي داسې لارې ومومي چې ژوند پرې ښه تیر کړي. کیدای شي ډیر په دې هڅو کې بریالي شوي وي او ژوند یې ښه شوی وي. نو دلته هم داسې لارې درښيو چې که ترې استفاده وشي، ممکن ژوند مو ښکلی او بریالی شي.
هغه دا دي:

۱- کار مو په خپل وخت وکړئ.

دا ستاسې په ځانګړتیاوو پورې اړه لري، چې تر کومه حده دا مشخصات لرۍ چې خپل وخت ښه اداره کړئ او بانظمه اوسئ. که چیرته مو دا ځانګړتیاوې خپلې کړې، نو بې له شکه چې بریالي به یاست.

۲- کم خبرې وکړئ.

که چیرته کمې خبرې وکړئ، نو په ژوند کې به ډیر څه زده کړئ او د ډیرو ناندریو، بدو ویناو، خفګان، لانجو، جګړو، بد ردو او شخړو به مو ځان ساتلی وي.

۳- کار په ځیرکتیا ترسره کړئ.

سخت کار کول ښه وي، خو چې خپل کار په ځیرکتیا، تخنیک او هوښيارانه ډول سره وکړئ، که مو داسې وکړل تر هسکو او بریاوو به مو ورسوي. هر کله چې کار په ښه ډول سره مخته بوځئ ژوند به مو هم ورسره ښه وي.

۴- خپله وړتیا او قابلیتونه مو منظم کړئ

ځکه څرنګه وړتیا چې تاسې یې په خپل وجود لرۍ او کار ترې واخلئ، بل به هیڅوک ستاسې په شانې کار ونه شي کړی.

۵- تل مو خپل قوي ټکي او ځانګړتیاوې یادې کړئ.

که چیرته تاسې خپلې کمزوریانې نورو ته وايۍ؛ نو هغوی به تل ستاسې منفي نقاط یادوي او دا به بیا سخته وي چې ستاسې مثبتو نقاطو ته هم نظر واچوي، خپلې نیمګړتیاوې نورو ته له اړتیا او مشورې پرته مه وایاست.

۶- خپله شخصي ستونزه مو په کار ځای کې مه شریکوئ.

کله چې تاسې خپل شخصي مسایل کارځای کې ووایاست، دا بیا هغوی ته یو ډول خوند و بد پيغام ورکوي او تاسې ورته کمزوري او نامنظم ښکارئ. یعنې ناویلې کیدونکې شخصي ستونزې کارځای کې مه وایاست.

۷- له مشر یا رییس او همکارانو سره تل ښې اړیکې وساتئ.

ستاسې کاري اړیکې باید ډیرې خوږې او نیږدې وي. که ښې اړیکې ولرو اداره یا کار ځای کې ستونزې هم نه جوړیږي او تل کولی شو له یو بل سره ښه همکاري ولري. همداراز ښو اړیکو سره مو کاريٍ چاپیریال هم داسې ښکلی کیږي لکه کور او ملګري.

۸- له دې ځان وساتئ چې «دا زما مسوولیت نه دی»

که مو وس کیده کارونه ترسره کړئ، خو کله چې له تاسې مشر د یوه کار په اړه پوښتنه کوي، دا ورته رډ مه وایاست چې دا زما مسوولیت نه دی، بلکې هڅه وکړئ، په قراره یې پوه کړئ چې دا کار باید څنګه شوی وي او د چا اړوند دی. له نورو سره همکاري وکړئ، ځکه دا د خلکو تر منځ تر ټولو ښه وخت وي چې کله په رضاکارانه ډول سره یو کار ترسره کړي او مرسته سره وکړي.

۹- په خپل وخت د لږ کار ترسره کول، له بې وخته بشپړ کار ښه دی.
د یو کار د پایلې ناوخته ترلاسه کولو نه، په خپل وخت سره د کم محصول او پایلې ترلاسه کول ښه دي. که چیرته وخت تیر وي او کار وشي، نو هیڅ ګټه به ونه لري، ښه دی چې کار په خپل وخت یعنې اړتیا پرمهال ترسره کړو.

۱۰- هیڅکله څوک په دې مه پوهوئ چې تاسې نورې لارې نه لرئ.

کله چې تاسې په سخت وخت کې یاست او له تاسې پایله غوښتل کیږي، نو هڅه وکړئ چې بیلابیلې لارې ولټوئ، خو خلک په دې مه پوهوئ چې تاسې د ستونزې حل لپاره نورې لارې چارې نه لرۍ، نو غوره ده چې د هر کار ترسره کولو لپاره باید له وړاندې څو حل لارې ذهن کې ولرۍ، که یوه کې بریالي نه شوۍ، نو بله هغه انتخاب کړئ او مخته ولاړ شئ.

په دې هیله چې له ژونده خوند واخلئ او بریالیتوب ترلاسه کړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */