ژوند او ژواک سیاست

د اروپا کومو ښارونو کې خلک له ژوند او شتو سهولتونو ډیر خوښ دي؟

 

د سیپټمبر ۱۳ نیټه په نړۍ کې د مثبت فکر د ورځې په توګه ولمانځل شوه. پوهان په دې باور دي چې مثبت فکر ستاسو په ژوند کې مثبت بدلونونه راوړلي شي او ستاسو د ژوند ګڼ منفي اړخونو له مثبت فکر سره په مثبت فکر بدلیږي.

په دې موږ پوهیږو چې په داسې حال کې چې شا او خوا دې ټوله منفي پېښو، منفي فکرونو او ستونزو نیولې وي، مثبت فکر کول اسانه کار نه دی. خو که پرلپسې هڅه او تمرین وشي، د ژوند په ډیرو ستونزمنو شرایطو کې سړی مثبت فکر کولی شي او خپل راتلونکې تر اوس هغه ښه انځورولی شي.

اروپايي کمیسون د مثبت فکر د ورځې په مناسبت د اروپايي هیوادونو په بیلابیلو ښارونو کې د ښارونو په اړه د خلکو فکر اروزلی. دوی د اروپايي هیوادونو په بیلابیلو پلازمینو کې له خلکو سره مرکې کړي، او څو پوښتنو ته یې د عامو خلکو ځوابونه غوښتي.

 

د خپل هیواد د پلازمینې په اړه دې نظر څه دی؟

اروپايي کمیسون وايي په دې ښارونو کې خلک تر نورو ډير په اوسیدو راضي وو:

1- ویلنیوس د لیتوانیا پلازمینه ( ۹۸ سلنه ) کې له استوګې خوښ دي.
2- کوپینهاګن د ډنمارک پلازمینه(۹۷ سلنه ) کې له استوګې خوښ دي.
3- ستاکهولم د سویډن پلازمینه( ۹۷ سلنه)کې له استوګې خوښ دي.
4- لوکزمبورګ د لوګزمبورګ پلازمینه (۹۶ سلنه)کې له استوګې خوښ دي.
5- ویانا د اتریش پلازمینه (۹۶ سلنه) کې له استوګې خوښ دي.

د اروپا په نورو پلازمینو کې هم خلک له استوګنې خوښ دي، خو فیصدي یې له دې کمه ده.

د اروپا هغه ښارونه چې خلک په کې د نورو ښارونو په مقایسه زیات له ښاري نظافت راضي دي:

1- لوکزمبورګ کې په سلو کې ۹۵ کسان د ښار له پاکوالي خوښ دي.

2- ویانا کې په سلو کې ۹۰ کسان د ښار له پاکوالي خوښ دي.

3- د سلوینیا په پایتخت لیوبلیانا کې په سلو کې ۸۸ کسان له ښاري پاکوالي راضي دي.

د اروپا په نورو پلازمینو کې په دې اړه د راضي خلکو فیصدي راکمه ده.

د اروپا هغه ښارونه چې تر ټولو ډير خلک په کې د روغتونونو او ډاکترانو له خدماتو خوښ دي:

1- د هالینډ پایتخت امسټرډام د هغو ښارونو په سر کې دی چېرې چې خلک له روغتیايي خدمتونو ډير خوشاله دي. دغلته په سلو کې ۹۱ کسانو ویلي چې د روغتونونو او ډاکترانو له خدمتونو خوشاله دي.

2- د بیلجیم پایتخت بروکسل په اروپايي ښارونو کې دویم داسې ښار دی چې له روغتیايي خدمتونو په کې ډير خلک خوشاله دي. په دې ښار کې په سلو کې ۸۹ کسانو ویلي چې د ډاکترانو او روغتونو له خدماتو راضي دي.

3- ویانا کې په سلو کې ۸۸ کسانو له روغتیايي خدماتو رضایت ښودلي او په دې توګه ددې لیست په دریم ځای کې راغلي.

د اروپا هغه ښارونه چې خلک په کې له ښوونځیو ډیر راضي دي:

1- له ښونځیو څخه د رضایت په برخه کې د ایرلینډ پلازمېنه ډوبلین په سر کې دی. دغلته په سلو کې ۸۳ کسانو ویلي چې د ماشومانو د پوهنې له سیستم او ښوونځیو خوشاله دي.

2- د قبرص په لیفکوزیا، د سلوینیا په پایتخت لیوبلیانا کې او د فنلینډ په پلازمینه هیلسینکي کې په سلو کې ۷۹ کسانو له ښوونځیو رضایت ښودلې چې په دې توګه دې لیست کې دویم ځای لري.

3- لوکزمبورګ کې له ښوونځیو په سلو کې ۷۸ کسان خوښ دي او په دې لیست کې دریم راغلی دی.

د اروپا هغه ښارونه چې خلک په کې له عامه پارکونو، مارکیټونو، پیاده لارو، او څلور لارو راضي دي:

1- لوکزمبورګ او ویانا کې په سلو کې ۸۸ کسانو له دې درکه رضایت ښودلی او په دې توګه دا دوه ښارونه د لیست سر کې دي.

2- د سویډن مرکز ستاکهولم کې په سلو کې ۸۷ کسانو له دې درکه رضایت ښودلی او دې لیست کې یې دویم ځای نیولی.

3- د د سلوینیا په پایتخت لیوبلیانا په سلو کې ۸۶ کسانو د خپل ښار له عامه پارکونو، واټونو، پلي لارو او نورو عامه ځایونو رضایت څرګند کړی او په دې لیست کې یې درییم ځای نیولی.

ښه … نو دا خو د اروپا د ښارونو په اړه د شویو سروي ګانو نتایج وو، راځئ اوس په دې فکر وکړو چې موږ په هغو ښارونو کې چې اوسو له اوسیدو او شتو اسانتیاوو څومره راضي یوو؟ لومړی لږ مثبت فکر وکړئ او بیا مو خپل ځواب په کمینټ کې ولیکئ.

سرچینه … د اروپايي کمیسون ویب پاڼه په دې لینک موندلی شئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */