افغانستان عمومي

خوست: د حقاني شبکې سره تړلي ۳۱ مخالف وسله وال نیول شوي

امنیتي چارواکي وايي، چې د افغانستان سویلي ولایت خوست کې د حقاني شبکې سره تړلي ۳۱ دولت ضد وسله وال يې نیولي دي.

د ملي امنیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا شمیر وسله وال يې د دوه جلا عملیاتو په ترڅ کې نیولي.

د خبرپاڼۍ په حواله نیول شو وسله والو په خوست کې په ګڼو تروریستي بریدونو کې برخه درلوده.

د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته دوه موټرسایکلې، ۵۰ مقناطیسي بمونه، ۶ لاسي ګرنیټونه، ۱۸ ار ي جي راکټونه او ګڼې مرمۍ هم په لاس ورغلي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */