ټولنیز ژوند زده کړې کورنی ژوند

خطرناک ودونه او د مخنیوي لارې چارې یې !

د ځوانانو یو لوی مشکل د واده په اړه فکر دی. دوی له یوې خوا د مینې په دام کې ګېر وي او له بلې خوا وېریږي، چې مینې یې سترګې ړندې کړې نه وي او په خطرناکو ودونو یې وانه ړوي.

دلته به هغه لارې چارې در وښيوو، چې د خطرناکو ودونو سبب کیږي:

ښایست او سینګار معیار نه دی !
ښایست د هرچا خوښیږي، خو یوازې د ښایست لپاره څوک د ژوند ملګری/ ملګرې مه ټاکئ.

دلیل یې دا دی، چې دا معیار ثابت نه دی. که مو دا معیار کړ فرض کړئ د ژوند ملګری/ ملګرې مو د یوې طبیعي حادثې، ناروغۍ یا بل له کبله ښایست بایلي، بدلیږي، بیا به څه کوئ؟

سینګار هم سره له دې، چې یوه ضروري برخه ده، خو د عمر په هره برخه کې په ځانګړي ډول زموږ په ټولنه کې مناسب نه وي.

د ژوند ملګري په انتخاب کې یوازې ښایست مه معیارکوئ!

د ژوند ملګري/ملګرې ته د ډالرو په سترګه مه ګورئ!
مالي مسایل په ګډ ژوند کې ضرور دي، پاملرنه ورته اړینه ده، خو یوازینی معیار یې مه ګرځوئ.

په دې مانا، چې یوازې د دې لپاره چا سره واده مه کوئ، چې مالداره دی، یا مالداره ده.

بې ثباته خلکو نه لیرې ګرځئ!
ځينې خلک ثابت دریځ نه لري، نه یې اخلاق او کرکټر ثابت وي، نه یې ژمنې او نه نور خاصیتونه.

داسې خلک که په اول وخت کې د ډېرې مینې درکولو هرڅومره تمثیل وکړي، خو باوري اوسئ چې په اوږده مهاله ډول درته په سرخوږي بدلیږي.

د داسې خلکو د پېژندلو لویه نښه دا ده، چې توند خویه، متشدد او بې نزاکته وي.

د دوی بله ځانګړنه دا ده، چې نیشه یي توکي کاروي. کوښښ وکړئ، چې له واده مخکې د ژوند د ملګري/ملګرې په اړه له دې اړخه ډاډه شئ.

غوره ده، چې له واده مخکې د ژوند د ملګري/ ملګرې په رواني وضعیت مطمین شئ.

په دې هم ډاډه شئ، چې مقابل لوری خو تاسو نه مخکې چا سره په اړیکه کې نه وو، که وي نو ستونزمنه ده چې بله اړیکه زر له یاده وباسي او تاسو ته پوره وخت درکړي.

د ګډ ژوند معیارونه مو وټاکئ!
مخکې له دې، چې د ګډ ژوند پر لور لاړشئ دا محاسبه وکړئ، چې ګډ ژوند مو پر کومو اصولو ولاړ غواړئ.

د معلومو معیارونو لرونکي کسان د ښه ګډ ژوند خاوندان کیدای شي.

په معیارونو کې یوازې د ژوند ملګری/ ملګرې په پام کې مه نیسئ، د هغه د شخصیت ترڅنګ د هغه کورنۍ، وړتیاوې، د قوت او کمزورۍ ټکي او نور ټول وار د مخه باید وپېژنئ او فکر وکړئ، چې تعامل ورسره کیدای شي کنه؟

په دې هم ډاډه شئ، چې تاسې او مقابل لوری د جسمي بلوغ او رواني پلوه ګډ ژوند ته چمتو یئ کنه؟ هغه ګډ ژوند، چې د جنسي، رواني، کورنیو، فرهنګي او نورو عامو دلایلو له مخې وي، د ښو پایلو تمه ترې سخته ده.

د معیارونو د ټاکلو پر وخت لکه څنګه، چې د ګډ ژوند د مقابل لوري ټولې خواوې په پام کې نیسئ، همداسې پر دې فکر وکړئ چې تاسې څومره د مقابل لوري پر معیارونو برابریاست.

د خپلې کورنۍ او مقابل لوري د کورنیو فکر، لیدلوری، اقتصاد، توازن، تعامل او نور هر څه هم په معیارونو کې وشمېرئ او ورته په کتو سره د ګډ ژوند په اړه پریکړه وکړئ.

که له دې اصولو سرغړونه وکړئ، د کورنۍ په خوښه یا د مینې د احساساتو له مخې کوم چاسره په بېړه او بې سنجشۍ سره د ګډ ژوند پریکړه وکړئ مطمین اوسئ، چې په راتلونکي کې به درته ګڼې ستونزې سترګه په لاره وي.

حتا کیدای شي، چې د ګډ ژوند له پيله مخکې سره جلا او خوابدي شئ.

په دې دلیل دې مسایلو ته جدي توجه وکړئ!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات