کلتور او هنر

“خدای زه د سلمان خان له برکته وژغورلم”

لیکنه: شریف شاهین

د هندي سینما د نوییمو کلونو ښکلې اداکاره پوجا ډاډوال وايي، خدای يې د ژوندي پاتې کیدو لپاره سلمان خان وسیله کړ.

پوجا ډاډوال له سلمان خان سره په ۱۹۹۵ کال کې د (ویرګټي) په نوم فلم کې ګډه لوبېدلې وه.

پوجا تازه د ممبيي له توبرکلوز روغتون څخه خارج شوه. نوموړې هلته میاشتې میاشتې د “نري رنځ” په بستر تیرې کړې. د سینما دا ستورې، چې یوه وخت ښکلې وه، نري رنځ يې هډوکي وشپييل. وزن يې ۲۳ کیلو ته راغی.

پوجا ډاډوال وايي:
“د نري رنځ یو جانبي عوارض دادی، چې د ټولنې خلک به دې نه قبلوي. اما زه له سلمان خان نه منندویه یم، چې ماته يې د مرستې لاس راکړ. له جامو تر ډوډۍ، او له صابونه تر دوا، ټول يې راته واخیستل. خدای زه د هغه له برکته وژغورلم.”

سلمان خان د بېنګ هیومن یا انسان په توګه فونډیشن لري او د همدې فونډیشن له لارې د خپلې پخوانۍ همکارۍ پوجا ډاډوال درملنه وکړه.

پوجا د تیر مارچ په دوهمه په روغتون کې بستر شوه. هغه وخت يې يواځې ۲۳ کیلو وزن درلود. سپور هډوکي يې وه. اوس يې ډاکتران د صحت ډاډ ورکوي. وزن يې ۴۳ کیلو ته رسیدلی. ډاکترانو له روغتون څخه خارج کړې، خو وايي، چې یوه میاشت نور به هم دوا نه قضا کوي.

پوجا له خپلې کورنۍ او دوستانو خوابدې ده. وايي، چې په سختو شیبو کې یې یواځې پریښوده.
“کورنۍ او ملګرو مې په سپین میدان پریښودم. ډاکترانو راته وویل، چې سږې دې بیخي خراب شوي. هیلې مې په اوبو لاهو شوې. دومداره ټوخي او ساه بندۍ مې وجود ضعیف کړ. ډیر مې ولیدل، چې ځان په څیر په تنهايۍ کې مړه کیدل.”

 

وايي، کله چې ددې د توبرکلوز ناروغي تشخیص شوه، کورنۍ او دوستانو يې ترې لاس واخیست. پوجا زیاتوي، چې له د اخبار سره په مرکه کې مې د سلمان خان څخه د مرستې غوښتنه وکړه. دې ټولې چارې شپږمیاشتې وخت ونیوه، چې ناروغۍ يې هډوکي ور وشپييل.

په هندي سینما کې پوجا یواځې نه ده. لوی مشهور سینمايي ستوري نور هم دي، چې له بیلابیلو وژنکو ناروغیو سره مقابله کوي.
تازه د سونالي بیندري خبر ورکړل شوې، چې په سرطان اخته ده. نوموړې په یوه مرکه کې ویلي، “که تاسې هر څومره له ژونده خپل توقعات کم کړئ، بیا هم ژوند کله نا کله په مخ ظالم ګوزار درکوي. زه تازه د سرطان په تر ټولو سخت تکلیف اخته شوې یم. له کورنۍ او خپلوانو مننه کوم، چې زما تر څنګ دي.” نوموړې اوس په نیویارک تر درملنې لاندې ده.

څه موده وړاندې د هندي سینما بل نوموتي ستوري عرفان خان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي وه، چې د مغزو تیمور لري. دا د مغزي سرطان یو ډول وژونکې ناروغي ده. نوموړی اوس په لندن کې تر درملنې لاندې دی.

عرفان خان اوس په لندن کې تر درملنې لاندې دی

سونم کپور د شکرې ناروغي لري. سلمان خان یو ډول ذهني رواني ناروغي لري، چې ان د ځان وژنې لامل کیدای شي. امیتاب بچن د تور زیړ ناروغي درلوده. هرتیک روشن د سر عملیات کړي. اضافي غوښه يې د مغز له پاسه شنه شوې وه. ظاهره وسیم، ایلینا ډي کروز، ډیپیکا پاډوکون، انوشکا شرما، او کرن جوهر د ډیپریشن له امله کړیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین