ژوند او ژواک

ختیځ زون: ۲۰ تنه پولیس د مخابرې او کمپیوټر له زده کړو فارغ شول

د ختيځ زون اړوند شل تنه پوليس د مخابرې او کمپيوټر څلور مياشتني کورس څخه فارغ او سندونه پرې ووېشل شول .

د کورنيو چارو وزارت د مخابرې او کمپيوټر رياست په لار ښوونه او د د ننګرهارامنيه قوماندانۍ د مخابرې او کمپيوتر مديريت په نوښت د ننګرهار، لغمان او کنړ ولايتونو د ګډو پوليسو شل تنه د مخابرې او کمپيوټر د څلور مياشتنيو مسلکي زده کړو وروسته فارغ او سندونه پرې ووېشل شول.

دامنيه قوماندانۍ د خابرې او کمپيوټر مدير سمونوال غلام جان نيازي وويل تر دې وړاندې هم په نهه بېلابېلو دورو کې يو سلو شپېته تنو پوليسو په ورته برخو کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړي او خپلو قطعاتو ته د دندې په موخه ستانه شوي دي .

نوموړي امنيه قوماندان ته ډاډ ورکړ، چې د مخابرې او کمپيوټر په برخه کې به د پوليسو د ظرفيت لوړولو په موخه لا ډېرې هڅې وکړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */