ټولنیز ژوند روغه سټه

خبر یاست چې ټولنیزې اړیکې مو د روغتیا او پياوړتیا سبب کیږي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس

انسانان په ټولنه کې دې نړۍ ته سترګې غړوي او خپل ټول ژوند د ټولنې په يوه برخه کې تېروي او همدا دليل دی چې يو شخص پرته د ټولنې څخه ژوند نه شي کولی. انسان پيدا دی د ټولنيز ژوند لپاره، انسان يوازې د ځان لپاره ژوند نشي کولی او که ويې کړي نو دوام به يې ډېر کم وي.

ايا تر دې دمه مو په دې هکله فکر کړی چې ټولنيزې اړيکې څنګه د انسان پر روغتيا اغېز لري؟
انسان زده کړه کوي، پرمختګ کوي، کار کوي او هغه ټولنه کې چې زېږېدلی دی، د هغې ټولنې ټول کړه وړه، رسمونه او عنعنات خپلوي، که ټولنه متمدنه او د علم په ګاڼه سينګار وي نو پر ده هم خپل مثبت اغېز لري. همداسې په برعکس ډول هم.

ډېری خلک په ټولنيزو اړيکو کې د ارامښت احساس کوي او د مشترکو تجربو څخه خوند اخلي، همدارنګه ّځيني کسان د يوی ملګري انګېزه او تشويق د خپلو سالمو فعاليتونو د ترسره کولو لپاره پلمه ګڼي، يانې له دې خوند اخلي چې ملګري او دوستان يې وهڅوي او انګېزه ورکړي.

څېړنې ښيي چې د خلکو ترمنځ ټولنيزې اړيکې د انسان عصبي سيستم دې ته هڅوي چې دوی دې د ستونزو، فشار او تشويش پروړاندې چمتووالی ولري او ژور اغېز دې پرې ونه کړي. د يو بل بيان په پايله کې دا هم ویلی شو، کله چې د دوو کسانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي، نو په اسانۍ سره کولی شي چې د فشار پر وړاندې برلاسي شي.

د يوې بلې څېړنې پايلې وايي: هغه کسان چې د ټولنيز ملاتړ درلودوونکي دي يانې د خلکو سره يې اړيکې ښې وي؛ نو د رواني او جسمي اړخ نه غښتلي دي.

 ټولنيزې اړيکې د مغز د غښتلتيا لامل کېږي.

 ټولنيزې اړيکې د حافظې د پياوړتيا او د عصبي ناروغيو د مخنيوي لامل ګرځي.

 د ټولنيزو اړيکو ساتل او پالل، د ژوندانه په وروستيو شېبو ( بوډاتوب ) کې د ذهني زوال مخه نيسي.

 په هالند کې وروستيو څېړنو دا ثابته کړې، هغه کسان چې په ټولنيز لحاط فعال دي؛ د مبهموالي او بد حالت پر وړاندې مقاومت کولی شي، يانې اغېز پرې نه کوي.

 د مديکال نيوز ټوډې، د راپور په اساس وروستۍ څېړنې ښيي، هغه کسان چې په ټوليز يا جمعي ډول ورزش کوي؛ د هغو کسانو په پرتله چې په يوازې ډول ورزش کوي، دېر کم تر فشار لاندې راځي او د ښه صحت خاوندان دي.

 داسې هم نه چې د ټولنيزو روابطو کې دومره ډوب شو چې خپل کورنی ژوند او خپل ځان هېر کړو، تعادل اړين دی.

 ټولنيزې اړيکې د انسان هراړخيز مالومات ډېروي.

 د ټولنيزو اړيکو درلودوونکی شخص تل با جرئته وي.

 د ټولنيزو اړيکو درلودوونکی شخص د ستونزو پر وړاندې نه تسليمېږي.

 د ټولنيزو اړيکو درلدووکی هېڅکله دروغ نه وايي، ځکه يو کوچنی دروغ کولی شي د دوی پراخې اړيکې زيانمنې کړي او د خلکو ترمنځ يې اعتماد له منځه يوسي.

 د ټولنيزو اړيکو درلودونکی پياوړې او پراخې اړيکې لري او په ټولنيزو ملي مسايلو کې کافي مالومات لري.

ماخذ: Salamat.News

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

var adUnits = [{ code: 'div-gpt-ad-1', sizes: [[300, 250]], bids: [{ bidder: 'audienceNetwork', params: { placementId: '607950352901785_607968806233273', testmode: false, format: 'native' } }] }];

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی