افغانستان رسنۍ سیاسي شننې عمومي

خبره ولاړه ډنډوره شوه؛ پر چارتراشو سپور د کنړ والي

دا حکومت خو هسې هم سهامي دی، یوازې د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني ترمنځ لکه د شرکت په ډول نه، بلکې د نورو بلا جوړو او ډلو ټپلو د ګټو پر بنیاد تقسیم او ونډې ونډې شو، اوسنی حکومت لکه د خیرات غوښه، یو وار په کورونو وېشل کېږي، بیا يې د کورنیو غړي شمېري، هر یوه ته یوه یوه ونډه په چنګال ورجلا کوي.

په همداسې یا بې‌ترتیبه او غیرمعیاري وېش کې د کلیمزي او بردارانو د شبکې هم په‌کې ونډه وشوه، یو ورور په پارلمان کې له کابله ناست دی، بل د پیسو په زور او په سیمه کې د وکیلانو ترمنځ د بې‌اتفاقۍ اچولو په زور له ولایتي شورا سنا ته لاړ، بیا یې دلته هم کومه جاخه وکړه هغه ځای ته ورسېد چې لا یې ده خوب هم نه و لیدلی.

کلیمزي او برادران هغه لویه مالي شبکه ده چې ګڼ شرکتونه لري، لوجيسټیک یې کاوه، کله کله به یې د تېلو هم یوه نیمه پېره برابره شوه او خدای ورباندې رحم وکړ، له داسې غربت نه چې بایسکل یې نه درلود، اوس د نیم کابل بلډینګونه د دوی دي، تر مخ او شا یې شل موټر روان وي او د کور تي خوري ماشومان یې هم ضد زرې موټرې لري.

په انتخاباتو کې کلیمزی او برادران یې د خپلو پیسو په مټ د غني له کمپه تاو شول، څو دفترونه یې ورجوړ کړل، څو کورونه یې ورته ونیول، څو موټرونه یې دربست کړل، اګر چې شل رایې یې هم غني ته وا نه خيستې، خو د ځان له‌پاره یې ښه لابي وکړه. هغسې خو هم اوسنی حکومت د تجارانو او تورې مافیا تقسیم دی، خو په دې منځ کې بیا ځینې کسان ډېر لوړ شول.

د کلیمزي او برادران ډلې د غني د انتخاباتي ملاتړ په نتېجه کې کنړ ولایت تصاحب کړ، هلته یې خپل مشر ورور ورولېږه چې تر شپږمه یې مکتب لوستی و. ښايي اوس یې د ماسټرۍ اسناد هم جوړ کړي وي، دا خو افغانستان دی، د استثناتو هېواد، هر څه په‌کې ممکن دي.

کلیمزي ځکه پر کنړ لاس کېښود چې هلته یې د لویو لویو سړکونو د رغولو پروژې پلې کړې وې، شرکتونو یې هلته ښې پیسې جمع کړې وې. دوی ښه ډېر امکانات له همدې کنړه وشپېلول. هلته به خلکو د شرکت په وخت وحیدالله کلیمزي ته د سرکاریګر اصطلاح کاروله، پر سړک به ولاړ و، دوړې به یې په خوله پرتې وې، خو د دې حاجت یې نه لید چې د یو سرکاریګر مزد بل څوک یوسي.

هغه سړکونه نو اوس په خپله وګورئ چې څنګه دي‌، جوړ دي، که کنډوکپر، خو پر کنړ باندې هم دټېکه‌دارۍ له وخته کلیمزي زړه بایللی و. بالاخره ولسمشر هم دا ولایت دوی ته وربخشش کړ او کلیمزی له تورې لونګۍ سره ورغی.

په اوسني ماموریت کې کلیمزي څه ښه نقش درلود، ځکه چې له خلکو سره یې روش ښه دی، په مړي ژوندي کې ګډون کوي، په پسته ژبه غږېږي، مردمي څېره لري، سوړ سړی دی، غوسه کېږي نه، خو دا یو خاموشانه تاکتیک دی، که دی توند وای، په کنړ کې به تر اوسه واکمن نه وای، اوس به د وخته په کور ناست وای.
خو اوس د دې خاموشۍ نتېجه څه بل ډول راووته. د کنړ امنیه قوماندان په شمشاد ټلوېزیون کې له خولې لاس واخیست، داسې خبرې یې وکړې چې فکر نه کېده، د کلیمزي په شان کې دې داسې جاخې هم وي، خو سړی څه ووايي، سیسټم فاسد دی او خلک ارواوږي.

اوسنۍ لانجه د چارتراشو پر سر راولاړه شوې ده، تور لګوي چې والي بند کړي چارتراشي ازاد کړي، نر غوندې موټر ډکېږي، دا تور هم لګول شوی چې والي ‌خپله د چارتراشو سوداګرۍ ته اړولي دي.

والي پټه خوله دی، په دې اړه څه نه وايي، ښايي د والي‌ له کنړ سره علاقه په همدې زیاته وه چې هلته یوه ګونګه شوړه ده. د کنړ چارتراش د ختیز د ډېرو مافیايي شتمنو د هستۍ اصلي امتعه ده، هر چا چې دا چارتراش، حتا یو موټر بار کړي، سبا خان دی، هستمن دی، کروړپتي دی، حتا په کنړ کې داسې مشهور خبریالان شته چې د کنړ د چارتراشو په پټ تجارت او رشوت یې زندګي د یوه خبریال له حيثيت څخه د یو ارباب حیثیت ته لوړه شوې ده، ګنې خبریالان خو تاسې پیژنئ چې د بېګا ډوډۍ هم په خوارۍ مومي.

اوس د کلیمزي او څو نورو چارواکيو کش مکش کنړ ته بد پیغام لري، داسې هم نه ده چې امنیه قوماندان دې سپین باز وي او دا نور ملامت، اما دلته څه پخه کیسه شته، ناسپړلې کیسه.

دوی په ګټو سره وران دي او په ګټو یې چې شخړه راشي، نو سیاسي ‌ګټې مخالفت دومره نه ژوروي.

دولت دې دلته یو پلاوی ولېږي، دا د چارتراشو کیسه دې مالومه کړي، هلته قاچاق دی او قاچاق لویه توره هستي ده، باید ولایت له دې تازه دمې مافیا وژغورل شي او چې ګناهکار یې مالوم شي، باید په قبر یې همدا چارتراش بام شي.

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

ستاسو کومینټ پرې څه دی؟

/* ]]> */