سیاست

حق یې دی کنه؟ ګوندونه پخپله ګټه ټاکنې غواړي!

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

په کابل کې د نیږدې دېرشو مطرحو سیاسي ګوندونو استازو د یوه ګډ ایتلاف په رامنځته کولو سره د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ګوند محوره کیدو غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه په مشخص ډول دا ده، چې د خپلواکو نوماندانو له لرلو څخه ټاکنې داسې سیستم ته واوړي څو ګوندي نوماندان د دغو ټاکنو د ګټلو له ډېر چانس څخه برخمن او راتلونکی پارلمان تر ډېره د ګوندونو په لاس کې وي.

دغو ګوندونو خبرداری ورکړی، چې که غوښتنه یې ونه منل شي دوی به د حکومت او د ټاکنو د خپلواک کمېسون پر وړاندې مدني اعتراضونه ترسره کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د دغه خبرداري په غبرګون کې پر خپلې فیسبوک پاڼې لیکلي، چې د ټاکنو له ګوندي کیدو څخه د ګوندي مشرانو غوښتنه یوازې راتلونکي پارلمان ته د خپلو اولادونو ننویستل دي.

د ګوندونو او پارلمان د اړیکې مخینه
په افغانستان کې له پارلمان سره د ګوندونو د اړیکې مخینه د دیموکراسۍ لسیزې(۱۳۴۰) ته ورګرځي. هغه مهال یو شمېر کیڼ اړخي او ملي ګوندونه توانیدلي وو، چې پارلمان ته خپل مشران او د سر کسان ننباسي او پارلمان په یوه متنوع سیاسي او قانون جوړونکي مرجع بدل کړي.

د دیموکراسۍ د لسیزې مطالعه څرګندوي، چې د دغې لسیزې څو پارلماني دورې سره له دې، چې د دیموکراسۍ لومړنۍ تجربې وې، خو د سیاسي تنوع او پخته ګۍ لپاره یې مهمې پایلې لرلې.

په هغو پارلمانونو کې د مشروطه شاهي نظام نظام ترڅنګ ملت پالو، کیڼ اړخو او ښي اړخو ګوندونو ټولو نسبي نفوذ درلود.

یوازې د افغانستان پارلمان داسې نه و، د نړۍ په ګڼو هغو هېوادونو کې چې دیموکراسي په واقعي مانا موجوده ده، پارلمانونه یې ورته بڼه لري. یانې متنوع جوړښت، ایډیالوژیک ټکرونه او ثابت سیاسي دریځونه هغه څه دي، چې د واقعي دیموکراسۍ له پياوړتیا سره مرسته کوي. دغه کار له بل هرځای څخه یقیني ده، چې په پارلمانونو کې ډېر ښه کیدای شي.

اوس خو هغه زمانه نه ده !
اوس ریښتیا هم د ډېرو شیانو په شان د افغانستان سیاسي فضا او د یوې برخې په توګه یې پارلماني وضعیت خورا بدل شوی. د طالب واکمنۍ له نسکوریدو څخه وروسته د دیموکراسۍ د پياوړتیا لپاره یوه مهمه او ممکنه اړتیا دا وه څو پياوړي سیاسي ګوندونه رامنځته، پراخ او د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې بنسټیزنقش ولري.

خو برعکس کار وشو، ځينې نسبي پياوړي ګوندونه هم سره وپاشل شول، د نویو سراسري او دیموکراتو ګوندونو رامنځته کیدل وننګول شول او د سیاسي فضا له خړولو او بې باوره کولو سره له په نوم ګوند څخه په عام ډول د خلکو زړونه تور کړای شول.

هو! ګوندونه بدنامه او ښه ډېر له پامه وغورځول شول، سیاسي فضا په لوی لاس هغو ته پرېښودل شو، چې نه یې ثابت سیاسي دریځ او تعهد درلود، نه یې چا ته ځواب ویونکي ګڼل او نه یې نورو سیاسي ارزښتونو او اخلاقو ته چندان غاړه ایښوده.

دا هر څه د سیاسي فضا د ټولو اړخونو؛ په ځانګړي ډول د پارلمان په تمسخر، بې اعتباره کیدو او په سل و زرو بدو نومونو د مشهوریدو سبب شو.

پارلمان ژغورل غواړي خو !
له دغسې وضعیت څخه پارلمان واقعاً ژغورل غواړي، خو ممکنه نه ده، چې زموږ شته سیاسي ګوندونه به د دې ژغورنې وړتیا ولري. دا وړتیا ځکه نه لري، چې تر ډېره همدا ګوندونه د اوسني سیاسي بحران او پارلمان په بدیو کې د پام وړ ونډه لري.

دغه ګوندونه لکه د ولسمشر د ویاند مرستیال چې ویلي د ټاکنیز نظام له ګوندي کیدو څخه یوازې دا غواړي، چې د خپلو رهبرانو اولادونه پارلمان ته ننباسي.

لومړني معلومات څرګندوي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پارلمان ته د خپل یوه زوی او وراره، د جنبش ملي اسلامي مشر جنرال دوستم د خپل یوه زوی او لور، د حزب مردم اسلامي مشر حاجي محقق د خپلو څو زامنو او په ورته ډول نور ګڼ ګوندي مشران د خپلو اولادونو د وکیل کیدو غم پسې اخیستي دي.
چې داسې ده دغه ګوندونه نه شي کولای له بدنامه شوي پارلمان څخه ملت وژغوري او تر دې د ښه پارلمان رامنځته کیدو سبب شي.

له دې کبله د دوی دا غوښتنه هغه هم په ډېر ناوخته کې، چې د ټاکنیز نظام بڼه دې ګوندي شي، نه ممکنه، نه منطقي او نه هم له اوسنیو نا منلیو او تش په نامه ګوندونو سره د وطن په خیر دی !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران