سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

حضرت ځاځي په ۲ پنځوسیزو نړیواله درجه بندۍ کې ګڼ توپ وهونکي وروسته کړل 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په وروستیو کې یو ځای شوي چپ لاسي توپ وهونکي د ایرلینډ خلاف په دوه ۲۰ اوریزه سیالیو کې د مسلسل پنځوسیزو په جوړولو سره د کرکټ نړیوالې شوره په درجه بندۍ کې شامل شو. 

نوموړي د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لمړۍ سیالۍ کې ۷۴ او دویمه سیالۍ کې ۸۲ چټکې برید کوونکې منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستر رول ولوباوه. 

د کرکټ نړیوالې شورا د رسمي پاڼې د معلوماتو له مخې، د افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي دوه مسلسل پنځوسیزو د نړیوال کرکټ زیات شمیر توپ وهوونکي وروسته پریښودل او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې یې ۳۹ مقام خپل کړ. 

د ایرلینډ په کوربه توب د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو سیریز په همدې اګسټ میاشت کې پلان شوی و، چې په لمړیو دوه سیالیو کې یې افغان لوبډلې بریاوې خپلې کړې او وروستۍ دریمه ۲۰ اوریزه لوبه د خرابې باراني هوا له کبله لغوه اعلان شوه. 

وروسته له هغې، چې د افغان کرکټ ملي لوبډلې چپ لاسي اوپنر حضرت الله ځاځي په لمړي ځل د ایرلینډ خلاف په دوه ۲۰ اوریزه سیالیو کې بهترینه لوبې ترسره کړې، د افغان کرکټ بورډ د خبر له مخې د ملي لوبډلې د مشر روزونکي ویسټ انډیزي فیلیپ سیمونز او لوبډلمشر اضغر ستانکزي په غوښتنه د کرکټ بورډ عمومي مشر عاطف مشعل سره په ګډې مشورې یې دغه لوبغاړی د ایرلینډ خلاف د درې ۵۰ اوریزه سیالیو په نوملړ کې هم شامل کړ، په داسې حال کې چې نوموړی په لمړیو کې یواځې د ۲۰ اوریزه سیالیو د لوبډلې غړی و. 

د افغانستان او ایرلینډ د د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې ۵۰ اوریزه لوبو سیریز د راتلونکې دوشنبې په ورځ په ایرلینډ کې پیلیږي، چې اوس په توپ وهنه کې ډیرې تمې د شهزاد محمدي ترڅنګ حضرت الله ځاځي ته دي.

که چپ لاسی اوپنر حضرت الله ځاځي د ایرلینډ خلاف په درې ۵۰ اوریزه سیالیو کې هم ښې لوبې ترسره کړي، نو ښايي د راتلونکې سیپټمبر میاشت د کرکټ اسیا جام سیالیو په نوملړ کې یې هم مخکې څوک خنډ ونشي ګرځیدی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی