افغانستان عمومي

حزب اسلامي: کابل ته په راتګ کې نه له کوم هیواد ویزه غواړو او نه يې موافقې ته انتظار کوو

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب په یوې اعلامیې کې ویلي،که دولت او چارواکي ئې؛ په ځانګړي توګه جمهور رئیس؛ د حزب اسلامی او دولت ترمنځ معاهدې ته درناوی او التزام ولري او تطبیق ته يې ژمن وي نو د حزب اسلامی مشر چمتو دی له ځنډ پرته کابل ته راشي.

په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې دوی نه د تعذیراتو عدم الغاء کوم مهم خنډ ګڼي او نه د چا له تور لیست د حزب اسلامی د غړو د نومونو حذفولو ته انتظار کوي، حزب یواځې دا غواړي چې د مشر تر راتګ وړاندې باید د حزب زندانیان آزاد او مهاجرینو د اسکان لړۍ عملاً پیل شي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې روسیه د بندیزونو او تورلیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو په اړه ملا حظات لري او دا پروسه یې ځنډولې.

د اسلامي حزب په خبرپاڼه کې هغو هیوادونو ته چې په دې اړه ملاحظات لري په خطاب کې ویل شوي:
”افغانستان یواځې او فقط د افغانانو دی، او سوله په دوی پورې اړه لري، هیڅ بهرنی هیواد دا حق نه لري چې د افغانانو د خپل منځي توافق مخالفت وکړي او د سولې په وړاند خنډونه لا ولاړ کړي. یواځې هغه څوک به مخالفت کوي چې د افغانستان په اړه بد نیت او جنګی عزائم لري. دوی په دې مخالفت سره خپل بد عزائم افشاء کوي.“

خپرپاڼه زیاتوي:
”دې ته په پام سره چې په دې وروستیو کې د فرانسې او روسيې په اړه په رسنیو کې دا تبلیغات خپاره شول چې دوی د تعذیراتو او تورلیست د الغاء په ارتباط ملاحظات لري، که څه هم دواړو هیوادونو لا تر اوسه خپل رسمي موقف نه دی څرګند کړی، هیله ده داسې نه وي، د سولې له بهیر سره مخالفت و نه کړي، پرېنږدي افغانان د دوی نومونه د داسې هیوادونو په فهرست کې ثبت کړي چې د جنګ دوام ته يې پر روغې جوړې ترجیح ورکړ.“

د حزب اسلامې په دې خبرپاڼه کې په افغانستان کې سوله د ټولو ښکیلو لورو او نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا، اروپايي هیوادونو او روسیې په ګټه بلل شوی او پرې دې هیوادونو غږ شوی چې د سولې په لار کې د خنډونه نه جوړوي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */