ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

حامد کرزی: په افغانستان کې د داعش د پياوړي کولو تر شا پټ لاسونه کار کوي

کرزي تور پورې کړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم داعش وسله وال په افغانستان کې د دې لپاره پلمه وګرځول چې خپل لوی بم و ازمايي

د هېواد مخکېني ولسشمر حامد کرزي يو ځل بيا د امريکا پر متحدو ايالتونو په افغانستان کې د داعش وسله والو د ملاتړ تور پوری کړی او ويلي يې دي چې امريکا داعشيانو ته په افغانستان کې د پياوړتيا فرصت برابر کړ. کرزي دغه راز په افغانستان کې د شويو جنګي جرمونو او جنايتونو د څېړلو لپاره د عدالت نړيوالې محکمې د يوې څارنوالې له غوښتنې هم هرکلی کړی دی.
کرزي له الجزيرې ټلوېزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي، چې داعشيانو د امريکا تر سياسي او نظامي څار لاندې په افغانستان کې خلک ووژل خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ کار و نه شو.
نوموړي زياته کړې:
« زما په نظر داعش ترهګره ډله تر يو نظامي، سياسي او اطلاعاتي څار لاند‌ې را وټوکېده. افغانانو دوه کاله له هغه ظلم او زياتي څخه چې له دوی سره وشو، سر وټکاوه خو هېڅ اقدام و نه شو.»
کرزي تور پورې کړی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم داعش وسله وال په افغانستان کې د دې لپاره پلمه وګرځول چې خپل لوی بم و ازمايي:
«د ډونالډ ټرمپ دولت، داعش پلمه کړل او په افغانستان کې يې خپل لوی بم وغورځاوه. خو يوه ورځ وروسته مو وليدل چې داعشيانو پر بلې سيمې ولکه ټينګه کړه. دا هر څه موږ ته ثابتوي چې د پردې تر شا کوم لاس شته، هغه لاس چې له امريکا پرته د بل هېچا نه شي کېدای.»
د مخکېني ولسمشر اشاره، د روان مېلادي کال لومړيو کې د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو له لوري د نړۍ تر ټولو لوی غير اټومي بم غورځول کېدو ته وه، چې هماغه مهال يې هم ګڼ غبرګونونه را پارولي وو.
ويل کيږي چې په دغه بريد کې د داعش وسله والو اړوند د تونلونو يوه شبکه په بشپړ ډول وېجاړه شوه، خو وسله والو ته پکې د پام وړ تلفات وا نه وښتل.
حامد کرزي، د امريکا دغه اقدام غير انساني عمل او د خپلو نويو او خطرناکو وسلو د ازمويلو لپاره د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه اخيستنه بللې وه.
مخکېني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنو لپاره د عدالت د نړيوالې محکمې د غوښتنو هرکلی هم کړی او ويلي يې دي، چمتو دی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د ټولو شويو جنګي جرمونو په څېړلو کې مرسته وکړي.
کرزي په ټينګار سره ويلي، د حکومت پر مهال يې د جنګي جرمونو ډېرې پېښې شوې چې په وينا يې بايد وڅېړل شي.
ده ويلي:
«قطعاً په افغانستان کې د بشر حقونه د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو، امريکا او نورو کسانو له لوري تر پښو لاندې شوي دي.»
کرزي له الجزيرې سره په مرکه کې ژمنه کړې چې د عدالت نړيوالې محکمې له څېړنو سره به هر اړخيزه مرسته کوي ان که دغه پلټنې له دې امله هم وي چې دی په شويو جرمونو کې د بالقوه ملاتړي په توګه وپېژندل شي.
کرزي زياته کړې:
«ما دا هيله درلوده چې هغوی افغانستان ته راشي او دلته د شويو پېښو په اړه څېړنې وکړي.»
د کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د عدالت نړيوالې محکمې يوې څارنوالې فاتو بېنسوډا څه موده مخکې د دې محکمې له قاضيانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه د پلټنو اجازه ورکړي.
که څه هم په افغانستان کې د جنګي جرمونو د کېدو په اړه ټول شکونه په واقعيتونو بدل شوي، خو د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف ځواکونه او هغه هېوادونه چې په يو ډول نه يو ډول د افغانستان په مسايلو کې ښکېل دي په دې اړه پلټنو ته اجازه نه ورکوي.
د دغو هېوادونو چارواکي استدلال کوي چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه پلټنې به يې د ناټو د پرېکنده ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې فعاليتونه اغېزمن کړي.

تبصرې
Loading...