کلتور او هنر

جیګي شروف د خپل ځوی په بریا خوښي څرګنده کړه

د هندي سینما مشهور او پخوانی ادا کار جیګي شروف چې له ډېره وخته په فلمونو کې کار کوي او په دغه ډګر کې د ډېرو په زړونو بادشاهي کوي، د خپل زوی په کامیابۍ خوښي څرګنده کړې ده.

په وینا یې خوشحاله دی چې زوی یې په فلمي نړۍ کې د ډېرو پام ځانته اړولی او کامیاب فلمي سفر لري.
د جیګي شرف زوی ټایګر شروف دی، چې په فلمي نړۍ کې ډېر وخت نه کیږي، خو ډېر مشهور او ښه فلمي ستوري یې خپل استعداد ته ګوته په غاښ کړل او تر شاه یې پرېښودل.

ټایګر شروف ته هغه وخت د فلمي نړۍ د څارونکو، فلمي ستورو او مینوالو مخ واوښته کله یې چې (باغي۲) فلم بازار له طمعې زیات ښه و او ډېر ښه فلمونو یې په ګټه وټه کې تر شاه پرېښودل.

دغه ځوان اداکار اوس وخت د شهرت په وروستي حد کې دی او اکشي کمار،اجي دیوګن، هریتهک روشن په شان نوموتو ستورو په منځ کې د خلکو پام ځانته واړوه او هغوی یې تر ځان وروسته کړل.

هغه سفرونه چې نورو فلمي ستورو په څو کلونو کې وهلي ټایګر په ډېر کم وخت کې وهلي.

هندۍ رسنۍ وایي، د ټایګر شروف پلار جیګي شرف د خپل زوی په کامیابۍ ډېره زیاته خوښي څرګنده کړې او ویلي دي چې د ټولو هغه خلکو منندوی دی چې د ټایګر په کامیابۍ کې رول لوبولی.

دده په خبره چې دا د خلکو د میني او اخلاص نتیجه ده چې زوی یې په اوس وخت کې فلمي نړۍ کې د شهرت او کامیابۍ اوج ته رسېدلی دی.

د جیګي شروف په وینا، د ده لپاره د خوښۍ ځای دا دی چې کله له کوره بهر ووځي او خلک یې د ټایګر شرف د پلار په نوم یاد کړي.
دی وایې چې دا د ځان لپاره د عزت خبره ګڼي.

جیګي شروف زیاتوي چې د فلم (فلائینګ جیټ او منا مائیکل) څخه وروسته چې کله دواړه له ناکامۍ سره مخ شول، نو ټایګر شروف زړه ماتی شوی وو، هماغه و چې د (باغي۲) فلم د ریلیز کولو وړاندې یې زیاتې اندېښنې کولې، خو په خبره یې چې کله یې فلم د توقع خلاف ډېر کامیاب شو، نو ویل به یې چې اوس یې د سکون احسان وکړ.

جیګي شروف یو ځل بیا له ټولو مینوالو یې مننه وکړه چې د ده زوي یې کامیاب کړی.

د ټایګر شروف وروستی فلم (باغي۲) د طمعي خلاف زیاته ګټه وکړه او ډېر فلمونو تر شاه پرېښودل.

دغه فلم تر اوسه پورې یوازې په هندوستان کې ۱۵۵.۶۵ کروړه پیسې ګټلي دي.

دا هغه فلم دی چې د نندارې په لومړۍ اونۍ کې ۱۱۲ کروړه، په دوهمه اونۍ کې ۳۵ کروړو څخه زیات او درېمه اونۍ کې بیا د ۷ کروړو څخه زیات تجارت کړی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی