کلتور او هنر

ولې باید ”جګړه او سوله“ ولولئ؟

لېکوال: برینډان پیلسو
ژباړه: بهرام خیل پاڅون

د ژباړونکي یادښت:

جګړه او سوله “ په روسي ژبه د ۱۹ مې پیړۍ د نامتو لیکوال لیو تولستوی لیکلی ناول دی. دا پنډ کتاب ۱۵ جلده او ۳۶۵ فصلونه لري. دا ناول پر نورو اړخونو سربېره پر روسیې د فرانسوي ناپیلیون یرغل او د مسکو د لرغونې ښار سوزول بیانوي.

د نړۍ په ګڼو ژوندیو ژبو ” جګړه او سوله “ لا کلونه د مخه ژباړل شوې. پښتو ژبې ته د نړۍ دې شهکار پیړۍ وروسته لاره ومونده. په ۲۰۱۲ م کال کې افغان لیکوال او شاعر ډاکتر لطیف بهاند د نړۍ دغه شاهکار پښتو کړ.
”جګړه او سوله“ یو پنډ او پړسیدلی کتاب، داسې یو کتاب چې باید په بستره کې یې ونه لولئ، ځکه که ویده شئ نو خوب به مو ګډوډ وي، ایا همداسې ده؟ تر یوه حده.

”جګړه او سوله“ اوږد کتاب دی. دې کې شک نه شته. خو دا تاریخ ته یو حیرانونکې کتنه ده، داسې یوه کېسه چې د یو شمیر ژورو او ډیرو ریالیستیکو کرکټرونو سره ېې تاسو هر چیرې موندلی شئ. که ددې کتاب اوږدوالی تاسو له لوستولو وویروي، نو تصور وکړئ چې تولستوی به یې د لیکلو پر مهال څومره کړاو ګاللی وي.

په ۱۸۶۳ م کال تولستوی د یو هغه سیاسي مخالف په اړه د لنډ ناول د لیکلو پریکړه وکړه چې په سایبریا کې له تبعید ستنیده.

خو پنځه کاله وروسته نوموړې ۱۲۰۰ پاڼې حماسه لیکلې وه. په دې کې د مینې کیسې، د جګړې میدانونه، دیوالي کیدل، اعدامونکي سرتیري، دیني لیدلوري، په اور د مسکو سوزیدل او ګڼ نور شیان ځای شوي و، خو د تبعید او سیاسي مخالف څرک په کې نه و. په دې توګه د لیو تولستوی ” جګړه او سوله “ ناول رامنځ ته شو.

تولستوی په ۱۸۲۸ م کال کې له اورشیندونکې اروا سره په یو اشرافي او مشهورې کورنۍ کې وزیږید. نوموړې په دیرش کلنۍ د کازان له پوهنتون څخه ووت او د خپلې کورنۍ په نیکمرغۍ قمار وواهه. له پوځ سره یو ځای شو. خاطرې یې ولیکلي، او اروپا ته یې سفر رد کړ .

نوموړې وروسته له نیکونو په ورپاتې ودانۍ سنایا پولاینا کې واړول، څو د ډیسمبریانو د راستنیدو په اړه لیکل وکړي. ډیسمبریان د روسیې د ۱۸۲۵ م کال د مشهورو انقلابیانو هغه ډله وه چې په ۱۸۵۶ م کال کې ورته په تبعید کې د دیرشو کلونو له تیرولو وروسته بښنه وشوه.

خو تولستوی فکر وکړ، څنګه کولی شي چې له تبعید څخه د ډیسمبریانو د راستنیدو کیسه وکړې پرته له دې چې د ۱۸۲۵ م کال کیسه وکړي، هغه کیسه چې په کې ډیسمبریانو د مخافظه کاره تزار واکمن نیکولاس- دویم پر ضد بغاوت وکړ؟

او دا کیسه څنګه کولی شي، چې ترې مخکې د ۱۸۱۲ م کال کیسه ونه کړې چې پر روسي د فرانسوي ناپیلون ورانونکي یرغل په دې هیواد کې هغه استبداد ته لاره هواره کړه چې ډیسمبریانو یې پر ضد بغاوت وکړ؟

او څنګه کولی شي چې د ۱۸۱۲ م کال کیسه وکړي پرته له دې چې د ۱۸۰۵ م کال په اړه خبرې وکړي کله چې روسان د استرالیځ په جګړه کې له ماتې وروسته د لومړي ځل لپاره د ناپیلیون له خوا پر ورپېښ ګواښ پوه شول؟

نو تولستوی لیکل پیل کړل. دا لیکل هم د تاریخ پر لویو پېښو وو او هم د هغو عادي خلکو په ژوند وو چې په دې پېښو کې اوسیدل. نوموړې پر اشرافو تمرکز وکړ، د خلکو هغه طبقه چې ده ډیره ښه پیژنده. په کتاب کې کله ناکله د روسیې د نورو اکثریت عامو وګړو ژوند سره هم تماس نیول شوی، هغوی چې مځکو څښتنان، کروندګر او هغه دهقانان وو چې د مځکو د څښتنانو لپاره یې کار کوه.

”جګړه او سوله “ د فرانسې او روسیې ترمنځ د جګړې له درشله پیلیږي. اشراف د شرابو په یو محفل د زیاتیدونکې تاوتریخوالي په اړه وارخطايي ښيي. خو وروسته موضوع بیرته هغو شیانو ته بدلیږي چې اشراف ورته تل پام کوي؛ پیسې، سکس او مرګ.

دا لومړۍ صحنه ددې څرګندوی ده چې کتاب د سیاسي او شخصي مسلو پر یو پراخیدونکي تصویر راڅرخي.

په ”جګړه او سوله“ کې مرکزي کرکټرونه نه شته، پر ځای لوستونکي د اړیکو او پوښتنو یوې پراخې او سره تړلې شبکې ته داخلیږي.

کله چې د یو نجیب زاده نامشروع او بې چاره زوی له یوې ښکلې شهزادګۍ سره واده کوي. دده یوازینی دوست به په اتریش کې د جګړې له ډګرونو ژوندی راستون شي؟ ژوندی به پاتې شي؟ او د هغې ښکلې ځوانې نجلۍ به څه کیږي چې پر دې دواړو سړیو پر یو وخت مینیږي؟

په ناول کې واقعي تاریخي کرکټرونه له دې ټولو خیالي کرکټرونو سره ګډ او اغږل شوي. ناپیلیون د ” جګړه او سولې “ په ناول کې څو ځله راڅرګندیږي. ان خپله د تولستوی یو نیکه هم د کیسې په بګراونډ کې رول لوبوي.

خو کله چې کرکټرونه او د دوی رواني جوړښت سره تړل کیږي، تولستوی له دې ویره نه کوي چې د دوی روایت کې لاس وهنه وکړه څو د تاریخ په اړه پوښتنې راپورته کړي.

ولې جګړه پیل شوه؟ د جګړې د ډګر ښه تکتیکونه کوم دي؟ ایا د ملتونو عروج او زوال د ناپیلون په څیر چې لوی شخصیتونه بلل کیږي په کړنو پورې تړلی او کنه نور کلتوري او اقتصادي ځواکونه هم په کې رول لري؟ په دې اړه پراخیدونکې څنګزنې خبرې هغه برخې جوړوي چې د ” جګړه او سولې “ لمن پراخوي.

خو د ۱۹ پیړۍ د ځینو نقادانو لپاره دا هغه څه دي له مخې یې ورته ” جګړه او سوله “ په مجموع کې ډیره کم ناول ښکاري. د هنري جیمز په ژبه دا ” یوه لویه، پړسیدلې بلا ده “

په حقیقت کې تولستوی له دې سره موافق و، د نوموړې لپاره ناولونه لویدیځ اروپايي فورم و. روسي لیکوال باید د لیکلو مختلفه بڼه ولري ځکه د روسان مختلف ژوند لري.

نوموړې پوښتنه وکړه ” جګړه او سوله “ څه شی دی؟

دا ناول نه دی، له حماسي شعر نه هم کم دی او تر یوې تاریخي کرونولوژي هم کم دی.

” جګړه او سوله “ هغه څه دي چې لیکوال یې غوښتل او توانیدلی چې بیان یې کړي، په هماغه فورم کې چې نوموړې یې بیانول غوښتل.“

په بله ژبه ” دا د تولستوی د تخیلي او تصویري قوو مجموعه ده او تر دې کم نه دي.“

کله چې ” جګړه او سوله “ پای ته رسیږي، تولستوی خپل کرکټرونه ۱۸۲۰ م کال ته رارسولي. دا ۳۶ کاله تر هغې مخکې موده چې په اصل کې یې نوموړې په اړه لیکل غوښتل.

نوموړی په دې هڅه کې چې پر خپل عصر پوه شي، په هغو کلونو کې ډوب شو چې دده د عصر تر شا پاتې وو. نتیجه یې په تاریخ، کلتور، فلسفې، روانشناسۍ، او د جګړې په وړاندې په بشري غبرګون په یوې سترې څیړنې تمامه شوه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */