سپورټ نړیوال کرکټ

جنوبي افریقا د ټیسټ سیالیو غچ اخیستو ته ملا تړلې ده 

په سریلنکا کې د کوربه سریلنکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ لوبو د بایلوو وروسته میلمه د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سریلنکا څخه د ټیسټ لوبو د غچ اخیستلو ته ملا تړلې ده.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ټیسټ سیالیو په لړۍ کې کوربه سریلنکا د کرکټ ملي لوبډلې جنوبې افریقا ته په ستر توپیر تاریخي ماتې ورکړې، خو د ۵۰ اوریزه سیالیو په سیریز یا د پرلپسې لوبو په لړۍ کې د جنوبې افریقا سترګې په سریلنکا سرې دي.

 د ۵ یو ورځینیو سیالیو څخه په لمړنیوو دوه ۵۰ اوریزه لوبو کې بیرته د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې سریلنکا ته په خپل کور کې ماتې ورکړې او په روان سیریز کې یې ۲ د ۰ مقابل کې مخکې والی خپل کړ.

د سریلنکا لپاره په توپ وهنه کې انجلای میتوس د ۷۹ ناسوځیدلو منډو پرمټ د لوبې هدف ۲۴۵ منډو ته پورته کړ، خو د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې لخوا په ځوابي توپ وهنه کې د کوینټن ډیکوک ۸۷ منډو افریقا لوبډله د سریلنکا خلاف دویمې بریا ته ورسوله.

له دې وړاندې د تیرې جولایي میاشتې په ۲۹ مه نیټه هم سریلنکا په لمړۍ سیالۍ کې د جنوبي افریقا لوبډلې خلاف ماتې خوړلې وه.

د سریلنکا لپاره په روان سیریز کې جنوبي افریقا څخه دویمه، خو په وروستیو ۱۰ سیالیو کې مسلسل ۱۰ مه ماتې وشمیرل شوه.

د ۵ یو ورځینیو سیالیو د سیریز وروسته د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه سیالي هم پلان شوې ده، چې د روانې اګسټ میاشتې په ۱۴ مه نیټه به ترسره شي او ورسره به جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله د سریلنکا روان سفر هم پای ته ورسوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی