ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

جلال اباد کې د بنګړو تود بازار

لیکنه: الما افغان

اختر ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، نو میرمنې هڅه کوي چې جامې او په خاصه توګه د سینګار توکې نوي واخلي، د سینګار د ډولونو یو يې چې له پیدایښته تر زړښته د میرمنو ډیر خوښیږي، بنګړي دي.

ننګرهار میشتې میرمنې لکه د هندوستان د میرمنو په شان د بنګړو سره ځانګړې مینه لري او دوی يې د خوښيو ورځو کې په بنګړیوالانو، په خپلو لاسونو کې اچوي.

پوښتنه ده چې ولې میرمنې له بنګړیوالانو بنګړي اخلي او اچوي، حال دا چې دوی کولای شې له نږدیو دکانونو يې هم ترلاسه کړي؟
ځواب يې د جلال اباد ښار استوګنه ماریه چې ښار ته د بنګړو اچولو لپاره راغلې داسې راکوي:

«میرمنې د میرمنو په راز ډیرې ښې پوهیږي، موږ ته د بنګړیوالانو لخوا ډیرې آسانتیاوې دي، لکه په ډاډه زړه ورنه د خپل ذوق مطابق بنګړي غوښتی شو او تر ټولو ښه خبره دا چې دوی يې راته په لاسونو کې اچوي، نه ترې ماتیږي او نه ناسمه اندازه بنګړي اچوي.»

له نوې پیدا شویو انجونو نیولې تر پوخمنګو میرمنو ټولې يې د بنګړو سره مینه لري او په لاسونو کې یې اچوي، دا چې راز يې څه دی؟
ځواب يې عمر خوړلې میرمن بس بې بې راکوي:

«نویو پیدا شويو ماشومانو ته ساده تور بنګړي ددې لپاره اچوو چې، له نظره نشې، ځوانانې ددې لپاره بنګړي په لاس کوي چې یا کوژده شوي وي، یا يی نوی واده کړی وي او یا د خپلې خوښې او زینت پخاطر د جامو همرنګه بنګړي خوښوي او استعمالوي، خو زړې میرمنې بیا ساده، ساده رنګونه خوښوي.»

خو راځئ له هغوی هم وپوښتو چې بنګړي خرڅوي، چې ایا له خپل کاره راضي دي؟ ملکه چې په بنګړو پلورلو کې کوچنۍ زړه شوې، وايي:

«دا کسب راته له موره میراثې پاتې، زه هم خوشحاله یم، ځکه بل چاته سوال نه کوم، د خپل لاس ګټه وټه مې ده، له خپل کاره ډیره راضې یم، او دا رضایت یوازې تر اختره محدود ندی، ځکه انجونې د آزادۍ پر ورځ درې رنګه بنګړي له موږ وړي او د خوښیوو په نورو ورځو کې لکه اختر، واده، کوژده، او دې ته ورته بیلابیلو ښادیوو ورځو کې انجونې او میرمنې بنګړي اچوي
همدا زموږ خوښې ده چ، د بنګړو په بدل کې هغوی خوښوو او موږ څو روپۍ ګټو.»

د بنګړو شور، بیلابیل رنګونه، ښکلا او ارزانه پلور به خود د میرمنو د زړه تخڼیدو سبب ګرځې، څو يې وپیري.

باید وویل شي چې د بنګړو پلور یوازې په ښار پورې نه ده محدود، بلکې ښځینه بنګړي خرڅوونکي یې په کلیو او کورونو هم ګرځوي او خرڅوي یې، چې په دې ډول ځان او کورنۍ ته نفقه پیدا کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده