ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

جعلي خبر به څنګه پیژنو ؟

دا یوازې افغانستان نه دی چې د سینا وردګ په نوم یو جعلي شخصیت او په اړه یې جعلي خبرونو د ډیرو یادو لیکوالو، مدني فعالانو او ژورنالیستان ټولنیز باور زیانمن کړ، بلکې په نوره نړۍ کې هم د ټولنیزو رسنیو په پراختیا په دې ټولنیزو شبکو کې د خبرونو کره کول او د هغوی سرچینې موندل په یو ستونزمن کار بدل شوی او له همدې کبله د جعلي خبرونو خپراوي زور اخیستی.

په ځانګړې توګه د معلوماتو عام مصرفونکي یا کارونکي چې خپل ټول معلومات له همدې ټولنیزو رسنیو څخه تر لاسه کوي او د مسلو په اړه د ژور لټون او پلټنې لیوالتیا، وړتیا او یا وخت نه لري، د جعلي خبرونو لوی هدف دي.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

د ۲۰۱۶ م په نومبر میاشت کې د سټنډفورډ پوهنتون څیړونکو یو حیرانونکی کشف وکړ. دوی وموندله چې په امریکا کې ډیر محصلان د یو کره خبري لیکنې، د یوې قانع کونکې شخصي نظر او تبصرې او د یوې تبلیغاتي لیکنې ترمنځ توپیر نه شي کولی.

د رسنیز د سواد دې کمي، په ځانګړې توګه ځوانان او فعالان د جعلي خبرونو په وړاندې ډیر اسیب پذیره ګرځولي چې د دوی او ټولنې لپاره جدي او ناوړه عواقب لري.

که غواړئ د ریښتني او جعلي خبرونو ترمنځ په اسانۍ توپیر وکړئ شي او رسنیز مهارتونه مو زیات کړئ، نو چې له هر خبر سره مخ کیږئ ، په اړه یې له ځانه دا اوه پوښتنې وکړئ؟

چا لیکلي؟

ریښتیني خبرونه، د معلومو ژورنالیستانو په نومونو خپریږي، داسې ژورنالیستان چې ټولنه کې یې خلک پیژني او د اصولو له مخې د خپلو معلوماتو ريښتینولی ته ژمن او مسؤل دي.

جعلي خبرونو، تبلیغاتي لیکنو، او سپانسر شویو خبرونو سره عموما معلوم لیکوال یا ژورنالیست نه وي. بلکې په ټولنیزو رسنیو کې په بیلابیلو نومونو او له بې باوره لینکونو شریک شوی وي. کیدای شي ځینې معلومو اشخاصو هم همدا جعلي خبر له خپل اکاونټ نه شریک کړی وي، خو د یو معلوم او باوري ژورنالیست له خوا د یو خبر شریکول هم تر هغې د باور وړ نه دی څو چې هغه خپله نه وي لیکلی. د هر خپاره شوې خبر او لیکنې سره د معلوم لیکوال او ژورنالیست نوم له تاسو سره تر یوه حده مرسته کوي چې ريښتینی خبر له جعلې خبر بېل کړئ.

که تبصره یا د یو څه په اړه نظر وي، نو باید معلومه او ډاډمنه کړئ چې د هماغې برخې د متخصص یا کارپوه له خوا لیکل شوی او د هغه نوم او د باوري خپرونکي ادارې نوم ورسره وي.

چیرې خپور شوی؟

ريښتيني او باوري خبرونه د باوري رسنیزو ادارو له خوا خپریږي. داسې ادارې چې په ټولنه کې له اوږدې مودې راهېسې کار کوي او خلک پرې اعتماد ولري. همدارنګه هغه رسنیزې ادارې چې د پېښو او خبرونو په اړه د شتو حقایقو په بیا بیا چک کولو او تاییدولو کې ښه ریکارډ لري. لکه د بي بي سي انګریزي ټلویزون او ویب پاڼه، نیویارک ټایمز ورځپاڼه او ویب پاڼه، رویټرز خبري اژانس او نور.

په کورنیو رسنیو کې هم ګڼې رسنۍ شته چې د خپلو خبرو د دقیقولو لپاره ځانګړې ایډیټوریل پروسه لري، بي بي سي، ازادي راډیو، امریکا غږ او ځینې کورني تلویزوني شبکې د خبرونو د دقیقولو لپاره ځانګړي ایډیټوریل مراحل لري او د جعلي خبرونو د خپریدو احتمال ترې ډیر کم دی. البته په خبرونو کې یې د توزان موجودیت یا نه موجودیت جلا رسنیزه ستونزه او جلا بحث دی، خو لږ تر لږه جعلي خبرونه نه خپروې.

که یوه ویب پاڼه یا رسنۍ نه پیژنئ، نو د هغوی ( زموږ په اړه ) پاڼې ته ورشئ، او همدارنګه یې نور خپاره کړي مطالب او کار وګورئ) دا هم مرسته کوي چې پوه شئ پر رسنئ څومره باور کولی شئ.

که په ټولنیزو رسنیو کې خبرونه تر لاسه کوئ، نو څو مو چې یو خبر په باوري او معتبرو سرچینو کې نه وي تایید کړی، تر هغې یې مه شریکوئ. په ټولنیزو رسنیو کې د یو چا له خوا هره خپره شوې ادعا مه منئ. اوریدلې به مو وي چې اوس چارواکي او ناچارواکي ټول په ټولنیزو رسنیو کې د دوی په ګټه د معلوماتو د خپرولو لپاره ځانګړې ستراتیژۍ او کاري ډلې لري ، نو د جعلي او ناسمو خبرونو د خپراوي احتمال تر بل هر وخت ډیر زیات دی.

په فیسبوک او ټویټر کې ضروري ده چې د معتبرو رسنیو د پاڼو او اکاونټونو سره او همدارنګه د ځینو ژورنالیستانو له اکاونټونو سره د تایید ابي نښه وګورئ څو باوري شي چې خبر د یوې باوري سرچینې له جعلي اکاونټ نه دی خپور شوی.

په خبر یا لیکنه کې څه ادعا شوې؟

په خبر یا لیکنه کې څه ادعا شوې؟ دا هم د جعلي او ريښتیني خبر د معلومولو لپاره ډیره مهمه پوښتنه ده. په ريښتینو خبرونو او راپورونو کې په ريښتینو سرچینو په جزییاتو حوالې ورکړل شوي وي. د معتبرو رسنیو د لیکنو او راپورونه لینکونه په کې ورکړل شوي وي ، په ځانګړې توګه کله چې پر یوې لانجمنې ادعا او جنجالي موضوع بحث کوي نو هره خبره او هره ادعا د دقیقې سرچینې په یادولو کوي.

خو جعلي خبرونه عموما د سرچینو له یادولو پرته لویې ادعاوې کوي، یا جعلې سرچینې او جعلي لینکونه ورکوي او یا داسې فکټونه او واقیعتونه یادوي چې که لږ لټون پسې وکړې، بل ځای یې تایید نه شې موندلی.

کله خپور شوی؟

خبر کله خپور شوی؟ د خبر د خپریدو نیټه هم د ريښتیني خبر د معلومولو لپاره ډیره ضرور ده. په ځانګړې توګه که بریکنیک نیوز یا ( عاجل خبر ) وي نو باید لا ډير محتاط و اوسې. او د همدې لیکنې ټول لارښود پرې عملي کړه څو باوري کړې چې ورکړل شوی عاجل خبر ريښتینی دی او که جعلي؟

خبر تاسو ته څه احساس درکوي؟

جعلي خبرونه عموما د تبلیغاتو په هدف وي او هڅه کوي چې تاسو کې قوي احساسات راوپاروي. نو که یو خبر لولئ او تاسو سخت په قهر کړي، نو صبر وکړئ نور یې مه لولئ، همدا خبر لږ تر لږه په درې نورو باوري رسنیو کې چک کړئ او معلومه کړئ چې هغوی ددې موضوع په اړه څه وايي؟ له دې وروسته پریکړه کولی شئ چې خبر ريښتینی دی او که درواغ.

ستاسو عامه حس(Common Sense) یا عقل سلیم څه وايي؟

ښايي په تاسو کې ځینې داسې وي چې د ارګ او حکومت خلاف هر خبر ته به خوشالیږي. خو که چیرې چا یو عکس خپور کړ چې په کې افغان ولسمشر، د کابینې او چارواکو سره یوځای په ارګ کې د موسیقۍ او نڅا یو محفل ته ناست دی او په دې اړه خبر هم ورسره وی. نو عامه حس او سلیم عقل وکاروئ؟ ایا دا ممکنه ده؟ عامه حس دا شی نه مني. ځکه افغان ولسمشر که وغواړي هم د خپل درنښت او واک د ساتلو لپاره داسې یو کار نه شي کولی. همدلته ده چې پر دې خبر یا عکس شک وکړئ او نوره پلټنه وکړئ، څو ومومئ چې مسله جعلي ده او که ريښتیني؟

زما له مدني فعالیت خو استفاده نه کیږي؟

که تاسو مدني ، حقوقي او یا سیاسي فعال یئ، نو ښايي تر ډيره د جعلي خبرونو خپرونکي هڅه وکړي تاسو، ستاسو د فعالیت په ساحه کې له جعلي خبرونو سره مخ کړي. او ستاسو له مدني یا سیاسي فعالیت د ځان لپاره ګټه واخلي. نو غوره داده چې ډیر پام وکړئ.

د بیلګې په توګه: یو مهال یو عکس خپور شو چې د ننګرهار د یوې سېمې خلکو له بمبارۍ یو ژغورل شوې نجلۍ په غیږو کې پورته کړې او شا او خوا ګڼ خلک د هغې د مرستې لپاره راټول شوي. ځینې د جعلي خبرونو خپرونکو دا عکس خپور کړ او ورسره یې ولیکل دا نجلۍ د ننګرهار په یوه سیمه کې د خرڅلاو لپاره وړاندې شوې ده. له دې سره خدای د ښځو د حقونو فعالانو ته ورکړه، ان هغوی چې په دې پوهیدل چې داسې په څرګنده د پښتنو په سیمه کې د یوې نجلۍ خرڅلاو امکان نه لري هم ددې جعلي خبر تر اغیز لاندې راغلل او د خلکو د مرستې او یو ویر عکس یې د یوې نجلۍ د خرڅلاو په نوم بیا بیا خپور کړ.

په دې کې د بي بي سي پښتو یو یاد او ښاد ژورنالیست هم و چې د جعلي خبر تر اغیز لاندې راغلی او ددې نجلۍ پر خرڅلاو یې د ننګرهار خلک سخته ملامته کړي وو.

زه دا نه وایم چې د ښځو د حقونو او په نورو برخو کې مدني فعالیت او مبارزه مه کوئ. خو که مدني فعالیت کوئ، ډاډمنه کړئ چې فعالیت مو د باوري او کره معلوماتو پر بنسټ دی او د حمدالله ارباب په څیر د مدني فعالیت په نوم د هرې نالیدلې څیرې انځورونه مه باسئ.

وروستۍ ټکی دا چې

پر هر څه چې د معلوماتو په دې توفاني عصر کې یې لولئ باور مه کوئ. هرې لیکنې ته په ځانګړې توګه هغو لیکنو ته چې لانجمنې ادعاوې کوي، یو څه په انتقادي او تر دې هم ډیر په څیړنیز نظر وګورئ. په اړه یې څیړنه وکړئ، لټون وکړئ او خپله معلومه کړئ چې لیکوال ريښتیا وايي او که نه؟

که چیرې مو د ټولنیزو رسنیو په دې عصر کې د خبرونو د لوست پر مهال له ځان څخه د پورته اوو پوښتنو کول عادت وګرځوه، نو ستاسو د رسنیز سواد مهارتونه زیاتیږي.

که څه هم دا ډیر لومړني مهارتونه دي خو تر ډیره مرسته کوي.

که غواړئ، د رسنیو څخه د ريښتینو معلوماتو د ترلاسه کولو مهارت مو پراخ شي لپاره یې باید ژوره څیړنه او مطالعه وکړئ، څو معلومه کړئ چې نړۍ کې د معلوماتو شریکول او لورې د کومو بدلونونو او اهدافو لپاره کارول کیږي؟

څنګه او له کومې سرچینې کولی شئ د روانو حالاتو په اړه بې پرې او باورې معلومات تر لاسه کړئ، او یا څنګه تر لاسه کړي معلومات خپل ځان سره تحلیل کړئ.

تبصرې
Loading...