افغانستان سیاست نړۍ

جرمني ۲۰۱۷ کال کې په ګڼ شمیر رد شوي کډوال وباسي

جرمني تیرکال په بې سابقه توګه هغه اتیا زره کډوال چې په دې هیواد کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه ، له خپل هیواد څخه وایستل.

اوس جرمني رسنۍ وايي، په داسې حال کې چې انګیلا میرکل غواړي د راتلونکې سیپټمبر د میاشتې انتخاباتو کې بیا د محافظه کارانو رایې وګټي، په ۲۰۱۷ م کال کې نوموړې له جرمني څخه تر دې هم ګڼ شمیر هغه کډوال چې په دې هیواد کې یې د پنا غوښتنه رد شوې وباسي.

د انګیلا میرکل د دفتر ریس پیټر الټمایر د ( بیلډ ام سونتګ) په نوم جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي د هغو اوه سوه زرو ( ۷۰۰۰۰۰) کډوالو څخه چې په ۲۰۱۶ م کال کې یې په دې هیواد کې د پناه غوښتنه کړې نژدې د نیمو د پناه غوښتنه رد شوې ده. د نوموړي په وینا دا به ددې سبب شي چې روان کال به هم له جرمني په بې سابقه توګه کډوال و ایستل شي.

جرمني په تیرو اتلس میاشتو کې تر یو میلون زیات کډوال اخیستي. دوی کې ګڼ هغه کډوال شامل دی چې په سوریه، عراق او افغانستان کې له روانو جګړو تښتیدلي دي.

هغوی چې په جرمني کې د پناه غوښتنه کوي باید ثابته کړي چې خپل هیواد کې یې ژوند له خطر سره مخ دی.

د ډیرو کسانو د پناه غوښتنه چې رد شوې، په جرمني کې د موقتې استوګنې اجازه هم نه ده ورکړل شوې، هغه څه چې پخوا به د جرمني حکومت کول.

د جرمني د لومړۍ وزیرې د دفتر ریس الټمایر جرمنۍ ورځپاڼې ته ویلي:

” موږ تیره کال اتیازره کسان بیرته خپلو هیوادونو ته واستول، دا هغه کسان وو چې جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه. دا شمیر به بیا پورته شي. ځکه په ۲۰۱۶ م کال کې اوه سوه زره کسانو جرمني کې د پنا غوښتنه کړې او د درې سوو زرو د پناه غوښتنه رد شوې “

نوموړې ویلي، موږ به دا خلک بیرته خپلو کورونو ته استوو. د الټمایر په وینا کې جرمني حکومت داسې ونه کړي نو خپل اعتبار به یې د قانون د حاکمیت په وړاندې له لاسه ورکړی وي.

د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل د ډیرې مودې راهیسې ټینګار کوي چې جرمني دې د کډوالو لپاره دروازې پرانیستي پریږدي خو د نوموړې اتحادي ګوند ( کریسشن سوشل یونین ) ټینګار کوي چې د کال د دوه سوه زرو کډوالو د منلو حد دې وټاکل شي.

د بیلډ ام سونټګ ورځپاڼې سروې ښيي چې راتلونکو انتخاباتو کې د جرمني مرکزي کین اړخي سوشل ډیموکراټان د ۲۰۰۶ م کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په خلکو کې د ملاتړ له پلوه مخکښ دي چې دا د میرکل لپاره چندان ښه خبر نه دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */