سفر

جرمني د نړۍ تر ټولو قوي او افغانستان تر ټولو کمزوری پاسپورټ

د نړۍ د بیلابېلو هیوادونو د پاسپورټونو قوت له دې ټاکل کیږي چې څومره هېوادونو ته پرې له ویزې پرته یا له ویزې سره سفر کولی شي.

د سفر په نوې تازه شوي لیست کې جرمني پاسپورټ د مځکې د سر تر ټولو پیاوړی پاسپورټ بلل شوی چې لرونکی یې د نړۍ ۱۵۷ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي او یا د رسیدو پر مهال ویزه ورکول کیږي.

په جرمني پسې د سویډن او سینګاپور پاسپورټونه نژدې کتار کې دي چې درلودنکي یې ډيرو هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.

بریتانیا، ډنمارک، فنلنډ، فرانسه، هسپانیا، سویس، ناروي او د امریکا متحده ایالات په دریمه ګټګورۍ کې دي.

دا لیست چې تیره اونۍ تازه شوی دی، سینګاپور د جنوبي کوریا پر ځای د اسیا د پیاوړي پاسپورټ ځای نیولی.

د لیست په پای کې افغانستان ځای لري، د منځنۍ اسیا ددې جنګ زپلي هیواد وګړي یوازې درې هیوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي. په دې کې هایتي، مایکرونیشیا او سنت وینسنټ اوگرنادینها دي.

البته شل نور هېوادونه هم شته چې افغان اتباعو ته دې هیوادونو ته په ورسیدو ویزه ورکوي. چې له دې سره د هغو هېوادونو شمیر چې افغانان له ویزې پرته ورتلی شي ۲۳ ته رسیږي.

د پاکستاني، عراقي او سوریايي پاسپورټونو لرونکي هم په ورته اندازه هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.

په دې لیست کې چې د ملګرو ملتونو د ۱۹۳ غړیو هیوادنو او شپږ نیمه خپلواکو سیمو پاسپورټونه مقایسه شوي، هانګ کانګ، تایوان، ماکوا، کوسوو، او فلسطین د نړۍ ښه هرکلي ویونکي هېوادونه بلل شوي، چې د نورو هېوادونو اتباع په اسانۍ ورتلی شي.

۱۳ هیوادونه د ښه هرکلي ویونکو د لیست په سر کې دي، چې د نړۍ د هیڅ هیواد له تبعه نه غواړي چې د ویزې لپاره دې تر سفر مخکې ځان راجستر کړي.

په دې هیوادونو کې د هر هیواد وګړو ته د رسیدو سره سمه ویزه ورکوي دا هیوادونه شامل دي: کمبودیا، کوماروس، ګیونیا بیساو، ماداګاسکار، موریتانیا، مایکرونیزیا، موزبیق، ساموا، سیچلیس، تیمور لیست، توګو، توالو او یوګاندا.

په هغه هېوادونو کې هم افغانستان په سر کې دی چې د نورو هیوادونو د وګړو لپاره کم هرکلي ویونکې ګڼل شوي، او د نړۍ د هر هیواد له وګړو غواړي چې د ویزې لپاره دې تر سفر مخکې غوښتنه وکړي. افغانستان، سومالیا او ترکمنستان ددې هیوادونو له ډلې څخه دي چې د هر هیواد څخه ورتلونکی باید مخکې له مخکې د سفر ویزه ولري.

ان شمالي کوریا هم تر دوی ډیره هرکلی ویونکې بلل شوې، ځکه د سویس، سنګاپور او مالیزیا وګړي له ویزې پرته شمالي کوریا ته سفر کولی شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */