ټولنیز ژوند زده کړې طبیعت

جرائت او تهاجم؛ د جرائت لرلو څرنګوالی

ژباړه: نور احمد فضلي

د جرات او ځان څرګندونې دقیق تعریف همېشه آسان نه دئ ځکه د جرات او تهاجم ترمنځ خورا حساس سرحد شتون لري. شوني دي ددې دواړو تعریف د یادو دواړو تشخیص آسان تر کړي:
د جرات اساس تعادل دئ- کله چې رښتینې او پر حق اړتیا شتون ولري، فرد له ځانه جرات ښکاره کوي او آزادانه خپله غوښتنه کوي، خو دا په دې معنا نه دي چې غوښتونکي هرڅه به دوی حتمي ترلاسه کوي.

د تجاوز اساس بریالی کېدل دي- فرد د تجازو په حالت کې د شرایطو او ملاحظاتو او نورو حقوقو په نظر کې نیولو پرته د ځان له پاره د ډيري ګټي غوښتونکی دئ او په هره بیه ئې ترلاسه کوي.
کله لیدل کیږي چې ځینې کسان په دماغونو کې یوڅه لري؛ خو نه شي کولای مقابل اړخ ته ئې ولېږدوي او د خجالت او شرمندګۍ احساس کوي. دوی ددې کار له پاره جرات ته اړتیا لري.
جرات درلودل د باورونو او غوښتونو بیانولو توانايي ده چې د مطلوبو او ښو اړیکو ټینګولو په جریان کې یو له مهمو عاملیونو شمېرل کیږي او د ځونانو له پاره خورا ډېر اهمیت لري.

آيا کله دداسې حالاتو سره هم مخامخ سوي یاست چې ووینئ نور تاسې اړباسي چې د دوی په رقم فکر وکړئ او د دوی همنظره اوسئ؟ آیا په آزادانه او صادقانه توګه د خپلو منفي او مثبتو احساساتو څرګندول درته ستونزمن ایسي؟ آیا خپل کنټرول بایلی او د نورو په وړاندې چې تر ډېره پړه هم نه دي، په غسه کېږئ؟ که له یادو سوالونو څخه هر یوه ته مو ځواب مثبت وي ستاسې د جرات پر نشتون او کمی دلالت کوي…

– تاسې حق لرئ
جرات او جسارت، د ځان څرګندونې وړتیا او د نورو پر حقوقو د تېري پرته د ځان حقوقو څرګندولو وړتیا او توانايي ده. تاسې د خپلو غوښتنو او غوښتونو تر آزادانه څرګندونې وړاندې باید باور ولرئ چې ددې غوښتونو درلودلو له مشروع حق درلودونکي یاست. ځکه نو لاندې حقوق همېشه په پام کې وساتئ:

– تاسې حق لرئ چې د ژوند د لارښوونې د څرنګوالي
په اړه تصمیم ونیسئ. په دې حق کې ستاسې د شخصي موخو او ارزوګانو تعقیب او ستاسې د ځانګړیو اولیتونو تعیین شاملیږي. تاسې ددې حق لرئ چې خپل خاص ارزښتونه، باورونه؛ عقاید او عواطف ولرئ او حق لرئ چې د یادو ارزښتونو، باورونو، عقایدو او عواطفو په اړه خپل ځان ته درنښت وکړئ. مهمه نه ده چې نور کوم باور نه لري. تاسې حق لرئ چې نورو ته د خپلو احساساتو او کړنو په اړه تشرېح او توضېح ور نه کړئ، اړتیا نسته چې خپل احساسات او کړني توجیه کړئ. تاسې حق لرئ چې نورو ته ووایاست چې تاسې غواړئ چې څنګه رفتار درسره وسي. تاسې حق لرئ چې خپل ځان څرګند کړئ او حق لرئ چې نه ووایاست؛ زه نه پوهېږم؛ زه نه پوهېږم یا تر دې چې زه ارزښت نه ورکوم. تاسې حق لرئ چې د خپلو افکارو تنظیمولو ته د دوی تر څرګندولو وړاندې وخت ځانګړی کړئ.

– تاسې حق لرئ چې له نورو څخه د مالوماتو یا کمک
غوښتنه وکړئ پرته له دې چې د خپلو اړتیاوو له لحاظه د منفي احساساتو ښکار شئ. تاسې حق لرئ چې خپل افکار تغییر کړئ. تېروتنه وکړئ او کله غیرمنطقي کار وکړئ او اغېزې ئې په بشپړه توګه ومنئ. تاسې حق لرئ چې د ځان سره مینه ولرئ؛ سره له دې چې پوهېږئ بشپړ نه یاست او کله کارونه د خپلي بشپړي وړتیا تر حد ټیټ ترسره کوئ. تاسې حق لرئ چې مثبتي او قانع کوونکي اړیکې وساتئ. داسي اړیکي چې تاسې پکښي د سکون او ارامښت احساس کوئ او آزاد یاست چې په آزادنه توګه خپل ځان څرګند کړئ او حق لرئ خپلي اړیکې که چیري ستاسې غوښتني او اړتیاوي نه شي پوره کولای؛ تغییر یا ختمي کړئ.

– تاسې حق لرئ چې ژوند مو په هر ډول چې تاسو ئې
غواړئ؛ هماغسې واړوئ. کله چې تاسې باور نه لرئ چې ددې حقوقو درلودونکي یاست، شوني دي د شرایطو په قایمېدو او د ژوند پيښو کې په مبهم شکل غبرګون وښیاست. کله چې د ځان په پرتله د نورو اړتیاوو؛ باورونو او قضاوتونو ته اهمیت ورکوئ، احتمالاً د زیان؛ اندېښنې او تر دې چې د قهر او خښم احساس کوئ. دغه مبهم او له جراته خلاص چلند تر ډېره غیرمستقیم او د احساساتي اړخه غیرصادقانه او ځان وروسته کوونکی دئ.

زیات کسان اوس هم خپلو مشروع اړتیاوو ته پاملرنه او د خپلو حقوقو څرګندونه؛ ځانغوښتنه او خودخواهی تعبیروي. په داسې حال کې چې ځانغوښتنه او خودخواهي؛ د نورو حقوقو ته له پاملرنې پرته خپلو حقوقو ته د پاملرنې په معنا ده.

– تمرین؛ تمرین؛ تمرین
یوازې د یوې رسالې په لوستلو سره نه شئ کولای چې باجراته کېدل زده کړئ. تاسې کولای شئ چې د خپلو دوستانو او کورنۍ د غړیو سره په اړیکو ساتلو کې یاد مهارت تمرین کړئ، خو ترهرڅه وړاندې دوی ته ووایاست چې په څه کار اخته دي! په پیل کې کوښښ مه کوئ چې په ستونزمنو او فشار راوړونکو ځایونو کې خپل چلند تغییر کړئ. په پیل کې په هغو ځایونو او موقعیتونو کې چې د خطر احتمال پکښي لږ دئ؛ تمرین وکړئ. د امکان تر بریده باید د هغه څه په اړه چې غواړئ ئې؛ هغه څه چې فکر ئې کوئ او هغه څه چې احساسوی ئې- څرګند او واضح وږغېږئ. د: زه غواړم؛ زه نه غواړم؛ زما هغه وخت خوښيږي؛ زه بېل نظر لرم؛ زه فکر کوم… په شان څرګند اوسئ. خپل پیغام هغه چاته چې ستاسې د خبرو اصلي اورېدونکی دئ واوروئ. پیغام په تاسې پوري اړه لري. تاسې کولای شئ چې خپل مالکیت په شخصي عبارتونو چې په” زه “ شخصي ضمیر سره پیليږي – څرګند او ښکاره کړئ. لکه: ددې پر ځای چې تاسې تېروتنه کوئ ووایاست، داسي ووایئ چې: زه ستاسې سره همنظره نه یم.

– د فیدبک غوښتنه
د: آیا زما خبري ښکاره دي؟ تاسې څه کول غواړئ؟ عبارتونو څخه ګټه واخلئ. د فیدبک غوښتنه نور تشویقوي چې ستاسې ناهمږغي او سوء تفاهم لېري شي. همدارنګه د نورو سره دا مرسته کوي څو پوه شي چې ستاسې بیان کړی باور؛ احساس او عقیده د پوره میل او ذوق سره مل دي نه دا چې د سلطې یا حاکمیت په معنا دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي