کلتور او هنر

جاکولین فرننډز ته د سریدیوي د مړي مراسمو کې په خندا کولو خلک غوسه دي

د هندي سینما اکټره جاکولین فرنندیز وايي، د کیک۲ فلم که به بیا هم د سلمان خان سره یو ځای کار وکړي.

د نوموړې په وینا فلم جوړونکی ساجد نادیادولا په کیک ۲ (Kick 2 ) فلم کې ددې حضور تایید کړی او دا به بیا هم د سلمان خان تر څنګ به په دې فلم کې مخکښ ښځینه رول تر سره کړي.

جاکولین په ۲۰۱۴ م کال کې هم د کیک فلم کې د سلمان خان سره یو ځای برخه لرله، خو وروسته داسې اوازې خپرې شوې چې نوموړې په ددې لړۍ په دویم فلم کې ونه اوسي. د کیک فلم په ۲۰۱۴ م کال کې تودبازار کړی و.

جاکولین همدا اوس په ( ریز ۳ ) فلم کې د سلمان خان سره شریک رول لوبوي. ددې فلم په اړه نوموړې ویلی چې د فلم ثبت روان دی او په دې لړ کې دوی راتلونکې اونۍ ابوظبۍ ته ځي څو د فلم پاتې صحني ثبت کړي.

بل خوا د هندي په دې ځوانې فلمي اکټرې جاکولین وروسته له هغې د هند په ټولنیزو رسنیو کې پراخې نیوکې وشوې، چې د سریديوي د مړي په مراسمو کې یې داسې یو عکس خپور شو چې نوموړې په کې له خندا ډکه خوله ښکاري.

که څه هم په خپاره شوي عکس کې ښکاري چې جاکولین کوم همکار سره په موسکا روغبړ کوي، خو د سریدیوي مینه وال وايي” دې ځوانې اکټرې د نامتو فلمي ستورې سریديوي مړی ته درناوی نه دی کړی. “

د تویټر ګڼو کارونکو د نوموړې دا خندان عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي چې، که د ویر په مراسمو کې د ګډون اداب یې نه وي زده نو ګرد سره دې ګډون په کې نه کوي.

خو د خبریالانو سره په خبرو کې جاکولین دا انتقادونه بې بنسټه وبلل او ویې ویل، داسې اوازو او انتقادونو ته باید پام ونه شي او څوک باید خپل ژوند او کار ته دوام ورکړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند