د ژوند رنګونه کلتور نړۍ وتلې څیرې

جاپانۍ شهزادګۍ سلطنت په مینه بدل کړ

د جاپان د سلطنتي کورنۍ غړې شهزادګۍ ماکو له سلطنتي امتیاز ددې لپاره تېره شوه څو له یو عادي جاپاني سره چې مینه یې ورسره لرله وداده وکړي.

دا د جاپان د امپراطور مشره لور ده چې عمر یې پنځه ویشت کاله دی. نوموړې د پنځه ویشت کلن کاۍ کومورو سره چې د عادي جاپاڼي ټولنې یو کار ګر دی نامزاد شوه. له نوموړې سره شهزادګۍ د زده کړو پر مهال مخ شوې وه.

د جاپان د امپراطورۍ قانون له شهزداګانو غواړي چې که له عادي خلکو سره واده کوي نو سلطنتي کورنۍ دې پریږدي.

د جاپانۍ شهزادګۍ دې پریکړې په جاپان کې یو وار بیا هغه بحث چې څوک به د امپراطور ځای ناستی وی تود کړی. ځکه د جاپان اوسنی امپراطور اکیختو هم ویل کیږي چې له امپراتورۍ لاس اخلي.

شهزادګۍ ماکو او کای کومورو په ۲۰۱۲ م کال کې د لومړي ځل لپاره هغه مهال سره یو ریسټورانټ کې مخ شول چې دوی دواړو د توکیو په نړیوال پوهنتون کې زده کړې کولې.

تر دې مخکې په ۲۰۰۵ م کال کې د جاپان د سلطنتي کورنۍ بله شهزادګۍ چې د امپراتور خور شهزادګۍ سایاکو لومړۍ شهزادګۍ وه چې سلطنتي کورنۍ یې د یو عادي جاپاني سره د واده کولو لپاره پرېښوده. د نوموړې واده په عادي مراسمو تیر شو. شهزادګۍ سایکو له سلطنتي کورنۍ ووتله، یو اپارتمان ته چې د خوب یوه کوټه لرله ولاړه ، موټر چلول او سودا اخیستل یې زه ده کړل او یو څه وخت یې ونیوه چې د سلطنتي کورنۍ بهر عادي ژوند سره یې ځان بلد کړ.

په داسې حال کې چې د جاپان درې اتیا کلن امپراتور وايي، د عمر د ډیروالي له کبله له امپراتورۍ لاس اخلي، جاپاني رسنۍ وايي، له سلطنتي کورنۍ د شهزادګۍ ماکو وتل به د امپرتور ځای ناستې ټاکل چې لا دمخه په جاپان کې د قانوني ننګونو سره مخ مسله ده، نور هم ستونزمن کړي.

په جاپان کې د اوسنۍ امپراتور کورنۍ په دې هېواد او شا خوا سیمو کې د واکمنۍ اوږده تاریخ لري او په جاپان کې د امپرتور کورنۍ له ځانګړې درناوي او واکونو برخمنه ده .

دلته د شهزادګۍ ماکو  ژوند په څو تصویرونو کې چې د ویډیو په بڼه جوړ شوي

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */