عمومي نړۍ

جان لیوس: ډونالډ ټرمپ قانوني ولسمشر نه دی

د امریکا د جیورجیا ایالات د کانګرس غړي ریپ جان لیوس وايي، چې ډونالډ ټرمپ مشروع ولسمشر نه دی او دې به يې د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.

د ډونالډ ټرمپ په اړه، د جان لیوس څرګندونې وروسته له هغې راځي، چې روسیه د متحده ایالاتو په ټاکنو کې په لاس وهنه تورنه شوه. په روسیه تور دی، چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډیموکراتانو بریښنالیکونه هیک کړي او د ټرمپ په ګټه يې کار کړی.

د کانګرس غړی لیوس وايي، دې باور لري، چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پرمهال د روسیې مداخلې د ښاغلي ټرمپ راروانه اداره بې اعتبار کړې ده.

ښاغلی لیوس د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د سپنې ماڼۍ سره د خپلو اړیکو په تړاو وویل:

”زه په بخښنه باور لرم. زه د خلکو سره په ګډ کار باور لرم. دا به سخته وي. دا به بیخي ګرانه وي. زه منتخب ولسمشر ټرمپ د یو قانوني او مشروع ولسمشر په توګه نه پیژنم. “

نوموړی زیاتوي، چې دده په اند روسیې د ښاغلي ټرمپ سره مرسته وکړه او د امریکا د ولسمشرۍ تر څوکۍ يې ورساوه. روسیې د هیلیري کلنټن نوماندي ویجاړه کړه.

لیوس زیاتوي: (( زه نه غواړم چې د ټرمپ د لوړې مراسمو ته ورشم. په کانګرس کې زما د کار له پیله تر اوسه، دا لومړی ځل دی، چې د ولسمشر د لوړې مراسمو ته نه ورځم. غلطو خلکو سره کور کلی نه کیږي.))

ښاغلی لیوس له ۱۹۸۷ کال راهیسې د امریکا په کانګرس کې دنده لري. هغه د مدني حقوقو د حرکت فعال غړی او په ۱۹۶۵ کال کې د ماترلوترکینګ تر رهبرۍ لاندې د مبارزو او تظاهراتو مهم برخوال و. په یوه مظاهر کې چې کله پولیسو په مظاهرچیانو بې رحمانه ډزې وکړې، نوموړی سخت ټپي شو.

منتخب ولسمشر ټرمپ د شنبې سهار په خپل ټویټر ولیکه، چې د ښاغلي لیوس په څیر خلک ټوله ورځ یواځې غږیږي او نور د کار نه وي.

ډونالډ ټرمپ په خپل ټویټر لیکي:

((د کانګرس غړی جان لیوس دې خپلې سیمې په رغوولو، چې اوس په ډيره بد حال ده، کار وکړي. د ولسمشرۍ په نتایجو دې له ناسمو تبصریو تیر شي. ټول غږیږي، غږیږي، غږیږي؛ نه عمل شته او نه کومه پایله. خپه یم ورته!))

ټرمپ رد کړې، چې روسیې دې دده په ګټه په ټاکنو کې لاس وهنې کړې وي.

اټکل دی، چې د ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې د کانګرس یو شمیر نور غړي هم ګډون ونه کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */