کلتور او هنر

جالب؛ سلمان خان د خپل فلم لپاره شعر لیکلی او عاطف اسلم به يې په خپل غږ ثبت کړي

لیکنه: ابوبکر علیزی

د جادوګر غږ لرونکی مشهور پاکستانی سندرغاړی عاطف اسلم د سلمان خان د ريس۳ (Race3) لپاره د دبنګ خان لیکلې سندره وایي.

رسنیو راپور ورکړی، چې د سلمان خان راتلوونکي ریس۳(Race3) فلم کې د عاطف اسلم سندره هم شامله شوه.

خو جالبه خبره دا ده چې سندره په خپله سلمان خان لیکلې.

د ریس(Race) د فلمونو د لړۍ لومړی فلم په کال ۲۰۰۸م کې نندارې ته وړاندې شو چې ډیر مینوال یې پيدا کړل.

دا چې دا فلم د ګرم بازار څخه برخمن و نو یې ادامه پیدا کړه او دویم یې [ریس۲(Race2)] هم په کال ۲۰۱۳ کې د مینوال تنده خړبه کړه، چې اوس یې په دریم فلم هم کار روان دی او اټکل دی چې د سلمان خان دا فلم به د روان کال کوچني اختر ته د خپلو مینوال د انتظار شېبو ته د پای ټکی کیږدي.

یادونه باید وشي چې دغه فلم په مخکنیو داړو برخو کې د بالیوډ مشهور اداکار سیف علي خان د ستوري رول لوبولی، خو په ریس۳ کې سلمان خان ته مرکزي رول ورترغاړی شوی.

یو هندوستاني خبري ویب پاټې ممبئ مرر د خبر له مخې د ریس۳(RACE3) لپاره د پاکستان مشهور سندرغاړی سندره وایي کوم چې الفاظ یې په خپله سلمان خان سره پيېلي دي.

د دغه رومانوي سندرې کمپوز کووشال مشرا کړی.

فلم جوړوونکی رمیش ترانی وایي څنګه چې د ریس او ریس۲ لپاره عاطف اسلم سندرې ویلي نو همداسې ورته د ریس۳ کې هم برخه ورکړل شوه، تر څو په خپل غږ سره دغه فلم ته لا ښکلا وروبخښي.

عاطف اسلم په ریس(RACE) فلم کې “پهلي نظر می کیسا جادو کردیا” او په ریس۲(RACE2) ‘بی انتها’ او ‘الله دهایی هی’ سندرې ویلې وې.

عاطف اسلم یوازې په دغه فلم کې د بالیوډ لپاره سندرې نه دي ویلي، بلکې په ډېر شمېر نورو هندې فلمونو لپاره یې هم سندرې ویلي دي.

یادونه باید وشي چې پاکستاني سندرغاړي عاطف اسلم د سلمان وروستي فلم (ټائګر زنده هی ) لپاره هم ‘دل دیا ګلا’ سندره هم ویلې وه.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی