لوبې

تېز توپ ویشتونکي حميد حسن دلوبو لپاره خپل تمرینات پېل کړل

۲۹ کلن حميد حسن چې د افغان کر کټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ ویشتونکی شمېرل کیږي، د تېرو څو کلونو راهیسې د ټپونو له امله د ملي لوبډلې لرې پاتې شو، خو اوس یې یوځل بیا د ډاکترانو په لارښوونه خپل پېل کړي.

دې تېز توپ ویشتونکي لوبغاړي کرکټ له ډېر وړکتوب نه پیل کړ، او د وخت په تېریدو سره يې په ملي لوبډله کې خپل ځان ډېر ژر نړیوالو ته ور وپېژاند.

د حمید حسن د خوښې لوبغاړی يې انټرف لینټاف او د خوښې لوبډله یې د انګلستان کرکټ ملي لوبډله ده.

نوموړي خپل تېر ډېر وخت کرکټ ته ځانګړی کړی او اوس ورته یو ځل بیا په ملي لوبډله کې د یوځای کیدلو چانس ورکړل شو.

د کرکټ بورډ درسنيو څانګې مسوول عزیز غروال وایی چې حميد حسن اوس مهال د ډاکترانو تر څارنې لاندي خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړې.

دکرکټ بورډ ویاند فرید هوتک رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ویسټ انډیز سره د لوبو د چمتو والي په موخه به دهند په ګریټر نويډا کې د ملي لوبغاړ لپاره یو تمریناتي کمپ جوړ شي چې په دغه کمپ کې به حميد حسن هم شتون ولري.

حميد حسن په ټوله کې دافغانستان لپاره په ۶۶ سیالېو کې ۱۵۶ لوبغاړی سوځولي دي.

دغه لوبغاړی دایم سي سي سره به لوبه کې زخمي شو، چې له نورو لوبو پاتې شو.

اوس باور دی چې نوموړی به په نږدی راتلونکی کې له ملي لوبډلې سره یوځای شي.

حميد حسن چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او تر ټولو تېز تيز توپ ویشتونکی لوبغاړی شمېرل کیږي، په انګلستان کې د ايم سي سي له خوا ډېرې ښې لوبې وکړې او په همدې لوبو کې نوموړی ټپي هم شو. تر دې ټپي کیدو وروسته ډاکترانو نوموړې ته د د خپلې خوښې د تمریناتو اجازه ورنه کړه.
حمید حسن د ١٩٨٧ کال د جون په لومړۍ نېټه په ننګرهار کې زيږيدلى دى چې اوس مهال د نهه ویشت کلنۍ په نیمايي کې دی. نوموړی د سیالۍ د ترسره کولو پر مهال یا له سر څخه د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ پوښوي او یا یې په مخ د ملي بیرغ رسامي لیدل کیږي.

حمید حسن په ښي لاس په تیز سرعت سره په ساعت کې د ١٤٠ کيلومتره په رفتار تيزه توپ اچونه کولی شي. که څه هم افغان لوبډلمشرانو ده ته توپ تر نورو توپ ویشتونکی وروسته سپارلی دی خو بيا هم نوموړي د چټکو منډو جوړونکو لوبغاړو ته توپوهنه خورا ستونزمنه کړې ده.

حميد حسن له محمد نبي عيسى خيل سره یوځای د انګلستان پخواني کپتان مايک ګيټينګ د دې وړ بللى و چې د اي سي سي له خوا په انګلستان کې لوبه وکړي، همدا وجه وه چې نوموړي يو کال د انګلستان په کلبونو کې هم لوبه وکړه او له ښې توپ اچونې وروسته وستايل شو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */