ژوند او ژواک

په ژوند کې د تیروتنو د مخنیوي ۵ حل لارې!

لېکنه: نادیه ګوډمئن
ژباړه: غازي عابد

دا تر ټولو غوره ابتکار دی چې کله درځیني تیروتنه وشي او بیرته د تیروتنې له امله په سم ډول سره د بښنې غوښتلو لارې در زده وي.

د یوه رهبر له لورې د خپلو تیروتنو منل نه یوازې دا چې هغه ته یو ډول زده کړه ورکوي، بلکې دا لوی فرصت هم وي چې خپل ځان قوي ثابت کړي، ځکه د سهوې او تیروتنې منل هم اداره پیاوړې کوي، هم یې له نیمګړتیاو یې پاکوي او کارکوونکو ته هم د ښه کارکولو وړتیا ورکوي.

ګاې وینچ په نوم یو لیکوال وايي؛ د تیروتنې منل د پیاوړتیا او قوت نښه ده، چې د رهبرۍ، مشرۍ او مدیریت په ښه پرمخ بیولو کې لویه مرسته کوي.

اړینه ده چې د تیروتنې له رامنځته کیدو وروسته یې د منفي غبرګون پر ځای پر سمو لارو فکر وکړو او دا ډول له تیروتنې وروسته مثبته رویه کول په خپل منځ یو ډول کلتور کړو، چې کله تیروتنه کیږي، ورپسې نور له هر څه تیر شو، بلکې زده کړو او حل لارې ورته ولټوو.

که چیرته د تیروتنې له امله یو څوک ونه رټل شي او وهڅول شي، نو دا یو انسان ته د ابتکار او مناسبو حل لارو لټولو یو ډول خپلواکي او ازادي ورکوي، ځکه هغه به فکر کوي چې که زه له پوره هڅو او کوښښونو وروسته تیروتنه وکړم، بد راباندې نه ویل کیږي او نه تهدیدیږم.

راځئ دا پنځه لاروښوونې ولولو، څو د خپل کار، خپلې کمپنۍ یا ادارې په پرمختیا کې د تیروتنو پر رول پوه شو.

۱- مسوولیت په غاړه واخلئ

د یوه رهبر په توګه تاسې په خپله کمپنۍ یا اداره کې د ټولو ستونزو او ورته حل لارو کې اصلي مسوول یاست. وینچ وايي؛ رهبر باید هیڅکله بهانه ونه کړي، ځکه دا له رییس سره نه ښايي. یعنې کله چې کومه نیمګړتیا رامنځته کیږي، مشر، مدیر او یا رهبر به حوصله نه بایلي، بلکې هڅه به کوي چې د حل کولو مسوولیت یې په غاړه واخلي.

همداراز خپلو کارکونکو ته صلاحیت ورکړئ، څو هغوی د خپلو تیروتنو مسوولیت په غاړه واخلي. ځکه که چیرته کارکونکو ته اختیار ورکړل شي، کاري ماحول به داسې عیار شي چې که کومه غلطي کیږي، نو پرته ستا له ملامتۍ یا ګوت نېونې به یې کارکونکی مني او راتلونکې کې به یې د نه تکرار زیار باسي.

۲- رښتینی او صمیمانه اوسه

کله چې تاسې بخښنه کوئ، نو په داسې ډول سره یې وکړئ چې هغوی (مخاطبین) د رښتینې بخښنې احساس وکړي او تاسې صمیمانه او صادقه وویني، که چیرته داسې ونه کړئ نو ستا مقابل، اوریدونکي یا هم ستاسې کارکوونکي به داسې احساس وکړي چې له زړه یې زما تیروتنه نه ده معاف کړې، بلکې اوس هم رانه مشر یا رییس خفه دی.

کله چې داسې حالت برقراره وي، نو کاروونکي به د کار پر ځای تشویش کوي، چې هسې نه معاش رانه کم کړي، یا مې له دندې وشړي او داسې نور… ددې زیان بیا ادارې او کارکوونکو ته دواړو ته متوجه کیږي.

د واشنګټن پوهنتون یو پروفیسور کورټ ډایرکس وايي، دې لپاره چې د هغوی زړه لاسته راوړئ، نو د تیروتنې پرمهال په ډیره ساده او صمیمانه ډول سره چلند وکړئ، په داسې ډول سره مخ ته لاړ شئ، چې له مقابل لوري سره مو تصادم هم رامنځته نه شي، یعنې باید نارمل یې.
هر کله چې خپلو مخاطبینو (کارکوونکو) ته د هغوی د تیروتنو په اړه په صادقانه ډول ښې خبرې وکړئ، هغوی به داسې احساس وکړي چې په رښتیا هم ورنه خفه او ناراضا نه یاست او د هغوی تیروتنې د هغوی لپاره ناکامي نه حسابوئ. یعنې کارکوونکي به ستا خبرې داسې تعبیر کړي چې اصلاحي دي او ناراضایتي په کې نشته.

۳- څه مو چې زده وي نورو ته یې هم وښيئ

په مناسبه لارې د بخښنې غوښتل دا روښانه چې څه واقع شول او ولې واقع شول. ولې د تصمیم نیوونې پریکړه وشوه او دلیل یې څه دی.

که په مناسب ډول سره بخښه وغوښتل شي، نو بیا خلک پوهیږی چې څه رامنځته شوي او ولې رامنځته شوي دي. ولې یې په دې اړه د تصمیم ګام اوچت کړ او په کوم دلیل سره. یعنې دلته بیا تیروتنه معلومیږي او اصلي حل لارې په ګوته کیږي.

همدا راز د تیروتنو د حل په اړ له خبرو وروسته باید دې ته پام وکړئ چې مخکې مو پر ځینو لارو کار وکړ، ولې پرې بریالي نه شوۍ، ددې ترڅنګ که نوې لارې چارې لټوئ، باید څه ډول پرمخ لاړ شۍ چې بیا په کې تیروتنه ونه کړئ، که چیرته په دې مسایلو ځان پوه نه کړئ، بیا هم درنه تیروتنه کیږي او د تیروتنې په اړه شوېو خبرو او حل لارو نه زده کړه نه ده کړې.

وینچ وايي: تاسې باید تل پیاوړی او قوي احساس وکړئ، کنه نو له فرصتونو، خبرو او هغو سموونو چې له تیروتنو وروسته درته په ګوته شوي، سمه ګټه به وانه شۍ خیستلی.

که هر ډول غلطي رامنځته کیږي، مخینوی یې کیدای شي، ان که دا وړه او یا ‌ډیره لویه هم وي، خو مجموع کې خپلې هغه د تیروتنې په اړه ترلاسه شوې تجربې، د عبرت درسونه او نورې ممکنې لارې چارې مو له خپلو کارکوونکو یا خلکو سره شریکې کړئ، څو په راتلونکې کې مو تیروتنې د پرمختګ مخ ونه نیسي.

۴- فعاله بدلونونه راولئ

خبرې اسانه دي، هر څوک یې کولی شي، بلکې خلک غواړي په عمل کې ستاسې پرمختګ وویني، نو هر کله مو چې کوم پلان جوړ کړ، دا پلان مرحله په مرحله واضح او د بدلون وړ ترتیب کړئ، داسې یې ترتیب کړئ چې ورته ورسیږئ او ګډوډۍ له امله تیروتنې ونه کړئ. ډایرکس په دې اړه وايي، غوره پلان هغه دی چې بیخي مشخص او معلوم وي.

لکه د خپلې کمپنۍ یا ادارې د ښې مفاهمې او پرمختګ لپاره منظمې پروسې یا مرحلې جوړې کړئ، څو دا پروسې په رښتینی ډول سره مخته بوځئ او د رامنځته کیدونکو نمیګړتیاوو او تیروتنو مخه ونیسئ.

څومره چې د خپلو تیروتنو ښه مهارت ولرۍ، په هماغه دول سره به د یوه قوي موقف لرونکی شخص یاست.

۵- په مناسبه یاداښت یې پای ته ورسوئ

کله چې تاسې د تیروتنو په اړه خبرې کوئ، نو دا به هم منئ چې شاید کوم کارکوونکي ته مو د خبرو پرمهال زیان رسولی وي. ځیني وخت کې دا زیان ډیر زیات وي او ځیني وخت کې بیا ډیر کم وي، خو غوره ده چې د تیروتنې په اړه د خبرو پرمهال ډیر محتاط اوسئ او مناسبې کلمې وکاروئ.

وینچ وايي، که کوم یو کس درځیني زیانمن شو، نو همدردي ورسره وکړئ، یعنې هغه زیان ورسره په ګډه پرې کړئ، ډاډ ورکړئ او داسې ورته څرګنده کړئ، چې درد کې ورسره شریک یې.

تل مو باید پام وي چې څه مو زده کړي، له دغو زده کړو او تجربو ځینې د لا ډیر پرمختګ لپاره د یوې موقعې په توګه څنګه کار واخیستلای شئ.

پای به په دې سره ورکړو چې وینچ وايي، په هر حالت کې مو خبرې په هیله لرونکي پيغام سره پای ته ورسوئ.

R

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */