ژوند او ژواک

تیروتنه، تجربه او نیوکه

ليکوال: عبدالرحمن ذکي . محصل

ليکوال: عبدالرحمن ذکي . محصل

تیروتنه دانسان یو طبيعي اړخ دی , هرڅوك تير وتنه کوی , خو بیا بيا تیروتنه په انسان کی د تکامل جوهر له منځه وړی . انسان باید خپله تیروتنه درك کړی . هر انسان دبل انسان لپاره د آیني په څير دی چې دخپلو تیروتنو انعکاس پکښي وینی.

انسان په اسانۍ سره دحق او باطل ترمنځ توپیر نشي کولی , او د يو لړ تیروتنو مرتکب ګرځی , په تدریجې ډول د بيلا بيلو تيروتنو او تجربو څخه ډک یو قوي ځواک ترلاسه کولای شی. څو په دې توګه د ستونزو په وړاندې د باور لړۍ رامنځ ته کړي.
خو ددغو تيروتنو څخه د خلاصون لپاره کلك هوډ او استقامت ته اړتیا ده . همداراز په عملی ژوند کښي له بیلا بيلو منفي تیروتنو څخه نه زدکړه انسان د ناکامۍ په ایبولا اخته کوی .

له مثبتو تیروتنو زده کړه به د کامیاب ژوند په لور ستر قدم وي . د ريښتینې ژوند د تیرولو لپاره له خپلو تیروتنو زده کړه ځانګړی بدلون رامنځ ته کوي او انسان دې بدلون ته اساسي ضرورت لري.

هر انسان په انفرادي اوټولنیز ژوند کښې له یو لړ نيوکو سره مخامخ کیږي.

ځینی وخت یوه وړه تیروتنه د ناقد يا حسد کونکي لخوا په یوه لویه مبارزه بدله شي , چې هغه د مقابل لوري په شخصیت او د هغه په ځانګړي نیت او په عملي کړنو پورې تړاو لري ؟

انسان باید په خپل عملي ژوند کښې د اهدافو پياده کولو لپاره دمقابل لوري هر ډول عکس العمل د زغملو لپاره جدي اوسي , او د خپلو تیروتنو سمونې لپاره مټې راوبډوهي . څو د بغض او حسد لرونکي او يا له منفي ډوله اشخاصو د غلط پريکړي عملي کولو څخه ځان وژغوري .

په ټولنه يا چاپيريال کښې هر قسمه افرادي قوت موجود وی , چه انسان باید له هغوی سره په خپل روزنيز ژوند کښي د قواعدو او د اصولو له مخي ښه ژوند

ترسره کړي , اودښه ژوند تیرولو لپاره په انفرادی او ټولنيز نظام کښي ځانګړي اصول اومقررات جوړ کړي .

څو په دې توګه د مقابل لوري د حسد کينه او يا منفي افکارو د غبرګون مخه ونيسي , او دهغوی نیوکو اوګوت څنډنو ته ځانګړي ځواب پيدا کړي .

همداراز د مقابل لوری څخه د حسد او يا کينه کولو په ترڅ کی چه کومه تیروتنه ترسره کيږي دهغی په درک اوزغملو سره ورو ورو ستا تيروتنه ورکیږي. او د نورو د اصلاح په تړاو ستا اصلاح منځ ته راځي؟

په ټولنيز چاپيريال کې که يو څوک د چا په شخصي موضوعاتو کښي کی لاس وهنه کوی , او د هغه په کړنو نيوکي کوی , د داسي بار بار نیوکو په ترڅ کښي د انسان اجتماعي سياسي او ټولنيز بصیرت له منځه ځي .

په داسي حال کښي انسان په خپله تیروتنه نه پوهیږی او د نورو ښيګڼي ورته تیروتنی ښکاری هيڅوک هم د ښه او بد تر مينځ توبير نه شي کولاي , او د خپلو تيروتنو څخه زده کړه يو ناشوني عمل ورته ښکاريږي.

له بده مرغه دغه ډول سلوک په انفرادی او ټولنيز ژوند کی د اړيکو تر منځ سمون نشی راوستلي , اوپه ټو لنه کې د ښه والی او يا د ښه سيرت جوهر له منځه وړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */