ساینس او ټیکنالوژي

توماس اډېسن ؛ د ښونځي تنبل زده کوونکی چې نړۍ د بريښنا په نور روښانه کړه

د شفیق امیرزي لیکنه

توماس الوا اډېسن امریکایي انجنیر، مخترع او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پېژندل شوې څېره ده. هغه سلګونه برېښنايي وسایل اختراع کړي دي چې تر ټولو مشهور یې برېښنايي څراغ دی. اډېسن چې د ښوونځي په ابتدایه دوره کې و، ښوونکي به یې ویل چې هغه یو ټمبل شاګرد دی او ګومان نه کوي چې څه ترې جوړ شي.

ډېری وايي، چې ښوونکي یې غوښتنه وکړه چې هغه دې نور ښوونځي ته نه راځي. بیا یې نو مور مجبوره شوه چې هغه ته په کور کې شخصي استاد ونيسي. اډېسن د خپل ژوند په اوږدو کې ۲۵۰۰ اختراعګانې په خپل نامه ثبت کړې دي. هغه په امریکا، برېټانیا، فرانسې او المان کې دغه اختراعګانې په خپل نامه ثبت کړې دي چې ډېرو ته دا د نه باور شمېره ښکاري. یوه خبره دا هم ده، چې اډېسن په خپلو ډېرو اختراعاتو کې د پخوانیو پوهانو ځينې طرحې او اختراعګانې تکمیل کړې دي.

نوموړي همدا راز د اختراعاګانو د کولو او نوو څيزونو د جوړولو لپاره یو منظم کاري ټیم هم له ځان سره درلود. دغو متخصصینو او پوهانو له اډېسن سره مرسته وکړه، چې په بریالۍ توګه د نن عصر اختراعګانې حقیقي نړۍ ته وړاندې کړي. حساب ماشین، مایکروفون، ګرامافون، دیکتافون، کنوسکوپ یا د فلم ښودلو اله هغه وسایل او توکي دي چې د اډېسن او د ده د ملګرو په لاس جوړ شوي دي.

اډېسن یوازېنی او لومړنی مخترع و، چې د خپلو اختراعاتو شمېره یې ډېره لوړه کړه او په دې برخه کې یې ډېره هڅه وکړه. هغه د لژیون په څېر نړیوالې جایزې او مډالونه هم ګټلي دي. د توماس پلار او نيکونه کډوال وو، دوی په امریکا کې مېشت شوي وو، پر اډېسن یې زده کړې پیل کړې خو هغه له څو میاشتو وروسته ښوونځی پرېښود او مور یې زده کړې ورته پيل کړې. هېره دې نه وي چې هغه هېڅ ښوونځی یا پوهنتون نه دی ویلی، خو د یوې پوره اکاډمۍ په اندازه يې کار کړی دی.

په ۱۸۶۹ کال کې اډېسن د رېل پټلۍ له ادارې ولاړ. وروسته د یوه سرپرست فني متخصص په توګه د نیویارک ښار په یوه ستره صرافۍ کې وګومارل شو. په دې ځای کې هغه وکړای شول چې لومړنۍ اختراع وکړي. نوموړي دلته د تلګراف یوه بڼه جوړه کړه. په دې به پاڼې پرېنټ کېدې او همدا اختراع یې د لومړي ځل لپاره په خپل نامه ثبت کړه. د اډېسن دغه تلګراف د پخوانیو پر خلاف، چې نښې به یې لنډې او راکښل شوې تر اپرېټره رسولې، دې نو نښې د خط او ټکي په بڼه پر کاغذ اېښودلې. هغه د دغه تلګراف د امتیاز حق یوازې د څلورو زرو ډالرو په بدل کې د صرافۍ مالک ته پرېښود. په همدې پیسو یې په نیویارک او نیوجرسي کې د خپلو څېړنو لپاره یو مرکز جوړ کړ. هغه نه یوازې د پخوانیو اختراعګانو پر تکمیل لاس پورې کړ بلکې نور نوي څېزونه یې هم جوړ کړل چې د خلکو له تاوده هر کلي سره مخ شول او اډېسن ته یې ډېرې پیسې وګټلې.

اډېسن ډېر کلونه دا فکر په سر کې درلود، چې خپل کارځای یوه ازاد او پراخ ځای ته یوسي. کله یې چې پیسې وګټلې، د نیوجرسي په منلو پارک کې یې د څېړنو لابراتوار جوړ کړ. هغه د خپل کار بنسټ همدلته کېښود.

د دغه لابراتوار جوړول د اډېسن په کارونو کې د پرمختګ او نوو اختراعګانو او نوښتونو پیل و. دا په نړۍ کې یوازېنۍ او لومړنۍ موسسه وه، چې د اختراعګانو د تکمیل او نوو علمي اختراعګانو د کولو په موخه جوړه شوې وه. دا همدارنګه په نړۍ کې د تحقیقاتي یا څېړنیزو ازمویښتونو لومړنی کار ځای دی. د توماس اډېسن تر نظر لاندې او د کار کوونکو د سخت او پر له پسې کار په پایله کې دوی بریالي شول چې نړۍ ته لسګونه اختراعاګانې ور په برخه کړي، خو هېره دې نه وي چې د دې ټولو ډله ییزو کارونو اختراعګانې د اډېسن په نامه ثبت شوې دي.

له ډېرو مودو راهیسې بشر د دې هیله لرله چې غږونه ثبت کړي. مخکې تر دې چې د اډېسن پام دې مسئلې ته ور واوړي، په ۱۸۵۷ کال کې فرانسوي مارټین ویل په دې برخه کې ځينې کارونه کړي وو. هغه په دې برخه کې ځينې څېړنې هم کړې وې. د هغه وسیله ځکه د استفادې وړ نه وه، چې په هغه کې ثبت شوي غږونه یوازې یو ځل اورېدل کېدای شول.

په ۱۸۷۷ کال کې اډېسن په دې بریالی شو، چې د غږ ثبتولو يوه نسبتاً پرمختللې اله جوړه کړي. دې الې به غږ ثبتاوه او څو ځلې به یې خپراوه. د اډېسن دې اختراع غوغا جوړه کړه. سره له دې چې ډېره ابتدايي وسیله وه خو د بشر لپاره نوې وه. په هغه وخت کې ورځپاڼو اډېسن د منلو پارک د جادوګر په نامه یاداوه. حکومت په رسمي توګه ده ته بلنه ولېږله چې ورشي او خپله دستګاه نندارې ته وړاندې کړي. لس کاله وورسته یعنې په ۱۸۸۷ کال کې په دې وسیله کې نور بدلونونه راوستل شول چې په دې توګه نو دغه اله لا پرمختللې او ښه شوه. خو یوه الماني بیا دا هر څه بدل کړل او له دې وسیلې په تقليد يې یوه نوې اله جوړه کړه، چې تر پخوانیو ډېره قوي او پیاوړې وه.

ډېر خلک په دې باور دي چې د برېښنا څراغ هم اډېسن اختراع کړی دی. هغه په ۱۸۸۰ کال کې د برېښنايي څراغونو د اختراع لپاره یوه نوې او د عملي کېدو وړ طرحه وړاندې کړه، خو د الکټرونیکي رڼا تاریخ د نولسمې پېړۍ لومړیو ته ور ګرځي. په ۱۸۵۴ کال کې هاینرېس ګوبل د برېښنا لومړنی څراغ اختراع کړی و، خو دغه اختراع يې په خپل نامه ثبت نه کړه. وروسته جوزف سووان، متيو ایوانز، ویلیم سایر او نورو هم په دې اړه طرحې جوړې کړې وې. مخکې تر دې چې اډېسن په دې برخه کې کار پيل کړي امریکايي صنعتګر والیس یو ډول الکترونیکي څراغ جوړ کړی و، چې یو دانه یې تر اډېسن هم ورسېد.

ډیری خلک په دې باور دي، چې اډېسن ته د برېښنايي ګروپ جوړولو الهام سمدستي وشو، خو اصلي خبره داسې نه ده. توماس اډېسن به د خپلو پلټنو په لړ کې زیاتره وخت هغه نندارتون ته هم ورتلو، چې نوي اختراعات به پکې نندارې ته وړاندې کېدل. په ۱۸۷۸ کال کې يو نندارتون ته ولاړ، څو د يوې نوې اختراع ننداره وکړي. دا يوه ساده او غير مؤثره اختراع وه، چې په ترڅ کې يې له يوه پياوړي برېښنايي مزي څخه د برېښنا يو غښتلی جريان د مسو يو کمزوري مزي ته لېږدول کېده. کله چې به برېښنايي سرکېټ وصل شو، نو د مسو نری مزی به تود شو او يوه سپينه رڼا يا يو ډول روڼوالی يې رامنځته کاوه. څرنګه چې د مسو د ويلي کېدو ټکی ډېر ټيټ دی، د مسو دا مزی به ژر ويلي شو او رڼا به يې په څو شېبو کې له منځه لاړه. دې پروسې ډېرې برېښنا ته اړتیا درلوده، چې په هغه وخت کې په کافي توګه نه موندل کېده. لنډه دا چې یاد څراغ په زړه پورې و، خو په عملي توګه د کارېدو وړ نه و.

اډېسن په زړورتوب اعلان وکړ چې ژر به د رڼا يوه ارزانه، دوامداره او زړه راښکونکې سرچينه اختراع کړي. میاشتې يې په تجربو او ازموينو تېرې کړې خو د ۱۸۷۹ کال د اکټوبر په ۲۱ مه يې د کاربن له پلتې څراغ جوړ کړ چې له تاوده هرکلي سره مخ شو.

مخکې مو هم وویل، چې اډېسن د خپلو اختراعاتو په لړ کې تر ډېره پخوانۍ مفکورې بشپړې کړې دي. د ده ګڼ اختراعات تر ډېره بريده د هغو کسانو د ډله ییز کار پایله هم ده چې له ده سره یې یو ځای کار کاوه او په څېړنو بوخت وو. له دې ډلې د لویس لاتیمر نوم د يادونې دی، هغه په اصل کې افریقایی دی، خو په امریکا کې یې ژوند کاوه او د برېښنايي څراغ په جوړولو کې یې له اډېسن سره د پام وړ مرسته کړې ده. هغه د اډېسن همکار او ملګری و. د اډېسن يوه همکار، پياوړي فزيک پوه نيکلا تسلا ويلي، که اډېسن غوښتي وی، چې د واښو په یوه ستر ګودام کې ستن پیدا کړي نو په نه ستړي کېدونکو هڅو سره به يې دا کار کړی و. اډېسن به هم ویل، چې نوښت یوازې یو سلنه الهام دی خو ۹۹ سلنه نور بیا ستاسو هڅه، منډې او خولې تویول دي چې موخې ته مو رسوي.

تسلا د اډېسن تر ټولو غوره کار کوونکی و. هغه یو وخت د اډېسن له لوري ګومارل شوی و چې د (DC) چارج د انتقال پر سیسټم کار وکړي. خو کله چې اډېسن له هغه سره په خپلو کړو ژمنو عمل و نه کړ، تسلا هم اړ شو چې د اډېسن له شرکته ووځي. اډېسن د تسلا د استفعا‌ء په لاسليکولو سره ستره تېروتنه وکړه، ځکه څه موده وروسته تسلا د اډېسن د (DC) سیسټم پر وړاندې (AC) سیسټم رامنځته کړ. هغه د امریکايي وسنګهاوس په ملاتړ د (AC) جریان ستره فابريکه جوړه کړه چې د اډېسن تر سیسټم څو ځله د کارېدو وړ او ګټور سیسټم و. سره له دې چې د اډېسن جنرال الکټریک د دې سیسټم پر وړاندې پراخ تبلیغات کول خو بیا هم تسلا پر مخ روان و او بازار یې ورځ په ورځ ګرمېده.

بالاخره د الکټرونیک دغه نابغه د ۱۹۳۱ کال د اکټوبر په ۱۸ مه په خپل کور کې ومړ. هغه د ډیابېټ له امله ساه ورکړه. اډېسن ومړ خو نړۍ يې په رڼاګانو روښانه کړه. د نړۍ ننني پرمختګونه د اډېسن او د هغه د ټیم د هڅو برکت دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مسیر ورځپاڼه