بریا او پرمختګ

پر یو څه تمرکز ( فوکس) د بریا کیلي ده؛ خو څنګه؟

لیکنه: جان الن
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

“څه چې غواړې، لاسته یې راوړلی شې، خو که چیرې د نه درلودلو پلمو ته یې د پای ټکی کیږدې.”

ګهیځ کې څنګه له خوبه پاڅيږې؟ ایا خپل د خوب له تخت څخه اوچت پاڅیږې او د ورځې د پیلیدو لپاره چمتووالی نیسې؟ او یا هم که د خوب له تخت څخه دې زړه نه کیږي چې پورته شې او په وار وار سره د عیار کړي ساعت ټنۍ کیکاږې او بندوې یې، ترڅو بل څوک دې په زور سره جیګ کړي؟ او یا هم کله چې له خوب څخه جیګ شې، د ستړیا احساس کوې؟

بیا کله چې له خوب څخه پاڅیږې، نو ډیری وخت د کومو شیانو په اړه فکر کوې؟ ایا منظم مهال ویش لرې او یا هم که داسې یو نامنظم لیست دې ځان ته جوړ کړی، چې بې حده زیات شیان پکې دي او وړاندې له دې چې د خوب له بیسترې څخه جیګ شې، د نهیلۍ احساس کوې؟ یا هم کله چې سهار له خوب څخه پاڅیږې، د هغو ټولو ننګونو په اړه فکر کوې، چې په ژوند کې به ورسره مخ شې؟

ښه نو، که چیرې له ستونزو سره مخ شې، بیا څه کوې؟ ایا په حل لارو یې فکر او تمرکز کوې او که په هماغو ستونزو؟

په ننۍ بوختې نړۍ کې ډیری وخت انسانان خپل د ژوند چارې ناخود اګاه مخ پر وړاندې بیايي او ډیر لږ ځان ته دا وخت ورکوي، ترڅو له ځان څخه یو څو اړینې پوښتنې وکړي. ډیری وخت بیا په دوامداره توګه په ځینو معلوماتو لکه، تازه خبرونو، د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، وټز اپ، وایبر…) په پیغامونو او بریښنا لیکونو بمبارد کیږي او پر وړاندې یې غبرګون ښيي. همدا ده چې، ډیری وخت د انسانانو ژوند د چاپیریال د بهرنیو عواملو په واسطه کنټرولیږي او د ژوند ساده مانا او مفهوم یې له یاده وځي.

غواړم پورتنیو پوښتنو ته لاندې په مختصره توګه ځواب ووایم:

· زموږ فکرونه

په یوه شپه او ورځ کې د هر انسان په سر کې له ۵۰،۰۰۰ څخه تر ۷۰،۰۰۰ فکرونه تاویږي، چې په دې فکرونو کې ناسنجش شوې خبرې، انځورونه او فلمونه هم شامل دي. د دغو فکرونو پنځه نوي سلنه (۹۵٪) یې د تیرو ورځو تکراري فکرونه دي او بیا د دغې اټکل شوې فیصدۍ اتیا سلنه (۸۰٪) یې اعتیادي منفي فکرونه دي.

خو اوس خبره دا ده، که چیرې زموږ موخه بریا ته رسیدل وي، نو باید په دغو فکرونو باندې تمرکز کول زده کړو، ترڅو پر دې فکرونو کنټرول تر لاسه کړو.

“خپل ننګونې مه محدودوه، بلکې محدودیتونه دې وننګوه.”

· کیسه ګۍ

یوه ورځ د غشي ویشتنې یوه ښوونکي وغوښتل خپلو زده کوونکو ته د غشي ویشتلو نوې طریقه وروښيي. ښوونکي خپل سترګې په یوه ټوکر باندې وتړلې او له کمان څخه یې غشی د نښې (موخې) په لور وار کړ. کله یې چې له سترګو ټوکر لرې کړ او سترګې یې پرانیستې، نو غشی د نښې (موخې) په ځای کې نه وو او کله یې چې خپل زده کوونکو ته وکتل، نو هغوی هم ډیر خجالت ښکاریدل، ځکه چې ښوونکي یې نښه نه وه ویشتلې.

په همدې اساس، دغه ښوونکي له خپلو زده کوونکو وپوښتل: “څه فکر کوئ، چې نن ورځ ما غوښتل کوم درس در زده کړم؟” زده کوونکو یې په ځواب کې وویل: “موږ فکر کوو چې نن ورځ ته موږ ته په پټو سترګو نښه ویشتل رازده کوې.” دغه هوښیار ښوونکي داسې ورغبرګه کړه: “نه، ما نن ورځ غوښتل تاسې ته دا در زده کړم، چې که غواړئ په ژوند کې بریالي شئ، نو باید موخه هیره نه کړئ. که چیرې سترګې مو نښې (موخې) ته نه وي، نو په ژوند کې به مو ستر چانس له لاسه ورکړی وي.” د ښوونکي په دې خبرې سره زده کوونکو یو بل ته ځير ځیر وکتل او د ښوونکي دې ستر درس پرې خورا زیات اغیز وکړ.

جوشو جي مرین وايي: “ننګونې هغه څه دي چې ژوند ښکلی کوي او په ننګونو برلاسي کیدل بیا هغه څه دي چې ژوند ته مانا ورکوي.”

· په خپلو فکرونو تمرکز څنګه کنټرول کړې؟

کله چې له یوې ننګونې او یا هم ستونزې سره مخ شوې، نو خپل پنځه سلنه (۵٪) وخت د ستونزې په اړه په فکر کولو تیر کړه او پاتې نور پنځه نوي سلنه (۹۵) وخت دې په ابتکاري حل لارو یې تیر کړه.

په یاد ولره چې، “ستونزه هیڅ ستونزه نه ده، بکلې د ستونزې په اړه ستا چلند ستونزه ده.”

· هر ورځ د لاندې کارونو ترسره کولو ته ژمن اوسه:

هره ورځ یو نوی شی زده کوه. د پوهنتون د دیپلوم، ماسټرۍ او یاهم دوکتورا له لاسته راوړلو وروسته هم د زده کړې پروسه پای ته نه رسیږي. د ژوند سفر د زده کړې پروسه ده. بریالیو خلکو ناکامیو ته د درسونو په سترګه کتلي او له خپلو ناکامیو څخه یې درس اخیستی او مخ پر وړاندې تللي. کله چې په یوه کار پیل وکړې او پوه شې چې څه ناڅه ستونزمن دی درته، نو هڅه مه کوه چې ترې څټ ته شې، بلکې ښه لار ورته ومومه.

که د منفي فکرونو تمه دې وکړه، نو ذهن ته دې پخپله لار مومي. په همدې اساس، که غواړې په ذهن کې دې منفي فکرونه ځای و نه نیسي، نو دغه یوه پوښتنه دې له ځان څخه کوه: “که چیرې د ژوند وروستۍ ورځ مې نن وی، نو څه به مې کړي وو؟”

په پای کې، خپل د موخې منزل ته په رسیدو کې ځنډوالی مه راوله. له هرې شونې لارې کار واخله؛ که له یوې لارې ور ونه رسیدې، نو بله لار غوره کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل