افغانستان عمومي

ترکیه کې ۲۵۰ افغان ښځینه پولیسې وروزل شوې

۲۵۰ ښځینه افغان پولیس محصلانې ، د پنجشنبې په ورځ په ترکیه کې د څلور میاشتنۍ روزنې له یوې دورې فارغې شوې. ددوی د فراغت مراسم د ترکیې د اناتولي سیمه په سیواس ولایت کې ترسره شول.

دې افغان پولیس محصلانو په سیپټمبر کې د ترکیې د پولیسو په دې مسلکي ښوونځي کې زده کړې پیل کړې وې. د دوی په روزنیزه دوره کې د قانون په اړه پر روزنې سربیره، د وسلو کارول، د ترافیکو رهبري کول، د جرمونو د صحنې څیړنې، موټرچلول، تالاشي، دفاع او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې موضوعات شامل وو.

ترکي چارواکي وايي، افغان پولیسو ته د افغانستان سره د همکارۍ د هغه تړون له مخې روزنه ورکوي چې په ۲۰۱۱ م کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

له ۲۰۱۱ م کال راهیسې په ترکیه کې درې زره افغان پولیسو روزنه ترلاسه کړې. ددې تر زرو زیاتې ښځینه پولیسې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال تاج محمد جاهد په ترکیه کې ددې افغان پولیس محصلانو د فراغت په غونډه کې له افغانستان سره د پولیسو د روزنې په برخه کې د ترکیې هڅې وستایلې.

افغانستان چې یوه عنعنوي ټولنه ده، د ښځینه پولیسو شتون په کې ډیر ضرور بلل کیږي ځکه دلته نارینه پولیس نه شي کولی ښځې تالاشي کړي. همدارنګه د کورنو د تالاشۍ او نورو جرمونو په پلټنه کې هم ښځینه پولیسې ډیره مرسته کولی شي.

که څه هم په افغانستان کې لا هم د ښځینه پولیس شمیر له هغې اندازې ډیر کم دی چې په دې هیواد کې ورته اړتیا ده، خو افغان چارواکي وايي، هڅه کوي څو د اړتیا وړ ښځینه پولیس د پولیسو په لیکو کې وګماري.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */