سیمه عمومي نړۍ

ترکیش الوتکه قزاقستان کې پر کورونو غورځیدلې

 
د ترکیش ایرلاین یوه باروړنکې الوتکه د دوشنبې په ورځ په قزاقستان کې پر کورونو غورځیدلې چې ۳۷ کسان یې وژلي دي.

د قزاقستان خبري ادارې وايي، الوتکې د نسکوریدو پر مهال د ژنګ ژنګ کلي کې څو کورونه نړولې دي.

د ژغورنې او بیړنیو مرستیو ټیمونه دا مهال په سیمه کې د ماتو ګوډو لاندې د بندو کسانو په رایستلو بوخت دي.
بل خوا، ۲۰۰۹ م کال کې په همدې ورځ یعنې د جنورۍ پر ۱۵مه نیټه د امریکا د متحدو ایالاتو د هوايي کرښې A320-214 ایربس الوتکې ماشین د نیویارک له یو هوايي ډګر څخه تر پورته کیدو درې دقیقې وروسته، بیخي ګل شو.

الوتکه هیڅ هوايي ډګر ته د رسیدو جوکه نه وه. پیلوټ چیسلي سولینبرګر او همکار یې جیفري سکیلز الوتکه د منهاټن پر سر د هوډسن په سیند کې راښکته کړه چې په کې سپاره ۱۵۵ کسان ټول په سنید کې د نژدې کښتیو له خوا وژغورل شول چې څو کسان په کې سخت ټپیان شوي.

دې پېښې ته د ( هوډسن د سیند د معجزې ) نوم ورکړل شوی او د امریکا د ټرانسپورټ د خوندیتوب ادارې دا د هوايي چلن په تاریخ کې په سیند کې د یو پیلوټ له خوا د الوتکې د کینولو تر ټولو بریالۍ پېښه بللې ده.

پیلوټ او د الوتکې عملې ته د هوايي چلن تر ټولو غوره مډالونه ورکړل شوي دي.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */