خواړه

ترکي بولاني به مو سیریالونو کې لیدلي وي، خو راځئ چې نن یې درته د پخولو طریقه وښيو

لیکنه: ياران

لارښوده: مریم محمدي

بولاني ته چې ځینې خلک پیراکی هم وايي ډیر خوندور خواړه دي. بولاني له کچالو، ګنډې، کدو او له داسې نورو بیلابیلو خوراکي توکو پخيږي، ځينې خلک یې خاصو میلمنو یا په ځانګړو ورځو کې پخه وي. بولانې د چکني تر څنګ له تروو یا شړمبو سره هم خوړل کیږي.

دا چې افغاني بولانې به تاسو حتمي خوړلي وي، نن غواړم چې درته د ترکي بولاني د پخولو لارې چارې زده کړوم، راسره اوسئ.

د اړتیا وړ مواد:

– نیمه کیلو د کوفتې غوښه
– درې زغالې وړه
– درې دانې پیاز
– درې دانې هوږې
– تازه مرچ یو دانه
– تازه گشنیز یا دڼیا نیمه دسته
– دلمه مرچ یو دانه
مالګه، تور مرچ، وچه دڼیا، چارمصاله د اړتیا په اندازه

د پخولو طریقه:

دیګ په ګاز یا نغري کیږدئ، لږ غوړي ور واچوئ، بیا له کوفته شوې غوښې سره د اړتيا وړ مواد مو چې مخکې درته وویل سره یو ځای کړئ، له ۳ نه تره ۵ دقیقو لپاره یې سره کړئ.

یادونه کوم چې د کوفتې غوښې ته له یو ځای شویو موادو نه مخکې یو بخار ورکړئ ځکه چې خامه پاتې نشي.

کله چې ټول مواد سره یو ځای شول، بیا زغالې ورته د عادي بولانیو په څیر هواره کړئ، وروسته په کې جوړ شوي مواد واچوئ، مخ یې په غوړیو غوړ کړئ. له ۵ نه تر ۱۰ دقیقو لپاره یې په داش کې کیږدئ. که چیرې دا نه وي، نو تاسې کولی شئ په غوړیو کې د معمولي بولانیو په څیر یې پاخه کړئ. له افغاني بولانیو نه ترکي بولاني نسبت لوی وي.

اممممممم دا بولاني هم پخه شوه، له دې سره هم تاسو کولی شئ چې له چکني یا تروو (شړومبې) نه استفاده وکړئ، د خپلې کورنۍ له غړو یا ملګرو سره یې نوش جان کړئ.

یادونه: ستاسو په سېمه کې له څه نه بولاني پخیږئ او په کوم نوم مشهور دي؟ راته یې ولیکئ !

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران