سیاست ګټه وټه

تدارکاتي هڅې؛ بریاوې که نېمګړتیاوې یې ډېرې دي ؟

د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله د تدارکاتو په ملي کنفرانس کې ویلي، چې د تدارکاتو ملي ادارې په نیږدې څلورو کلونو کې نیږدې درې زره تړونونه څېړلي او پنځوس میلیارده افغانۍ یې ترې سپما کړي.

ښاغلي عبدالله ویلي، چې مخکې په تدارکاتي برخو کې فساد او سو استفادې زیاتې وې، خو د ملي یووالي حکومت په هڅه په دې برخه کې د فساد ضد هڅو د مهار لپاره بنسټیز کار شوی.

د تدارکاتو ملي کمیسون، چې د ولسمشر غني په مشرۍ د حکومت د مختلفو برخو مالي قراردادونه څېړي، د حکومت پلویان یې د حکومت له ترټولو سترو لاسته راوړنو څخه ګڼي.
خو د حکومت منتقدین دا کمیسون د اقتصادي چارو د انحصار هڅه ګڼي. دوی ځينې مهال دا ادعا هم کوي، چې د دغه کمیسون په وسیله د حکومت رهبرۍ خپلو نیږدې کړیو ته د لویو پروژو د اسانه سپارلو زمینه برابره کړې.

د تدارکاتو ملي کمیسون د داسې قضاوتونو په منځ کې دا پوښتنه زېږولې، چې دا کمیسون د حکومت لاسته راوړنه که ناکامي ده ؟

پرمختګ که شاتګ ؟
د کمیسون د پرمختګ ګڼلو پلویان باور لري، چې د کمیسون په نه موجودیت کې ګڼو وزارتونو او نورو ادارو د خپلو قراردادونو په برخه کې پراخ فساد کاوه.

د دوی په نظر د اداري فساد یوه لویه برخه د قراردادونو اړوند وه. دوی د قراردادونو په برخه کې د مختلفو ادارو د مسولینو یادونه کوي، چې په لویو پانګوالو بدل شوي او د امکان او توقع خلاف یې د ژوند کچه ډېره لوړه شوې.

د کمیسون مدافعین ټینګار کوي، چې دا جوړښت د مالي چارو په سمون کې په لوړه کچه د حکومت اراده ښيي. دوی په یو لحاظ ریښتیا هم وایي، ځکه په اونۍ یا دوه اونیو کې د ولسمشر، اجرایه ریس، د ولسمشر د دویم مرستیال ، مالیې وزیر او د قرارداد اړوندې ادارې د مشرتابه په ګډون ځانګړې غونډې او د یوه ـ یوه قرارداد بحث کول په شفافیت رامنځته کولو کې فعاله رول لري.

کمیسون له مدافعینو سره منتقدین هم لري . منتقدین له یوې خوا دا کمیسون او د ولسمشر په مشرۍ یې فعالیت د قدرت انحصار او له بلې خوا د حکومت پر بنسټونو او چارواکو د هغه بې باوري څرګندوي.

د منتقدینو په خوله کې دا خبره هم ده، چې که حکومت د فساد ضد هڅو ته ریښتیا هم جدي اراده ولري په نورو بڼو یې هم مخه نیولای شي.

په دې برخه کې د مخابراتي ټیکس په برخه کې فساد او د مخنیوي لپاره یې د قانع کوونکو ګامونو تشه، د میلیوني ډالرو په فساد د تورنو معلومو کسانو د دوسیو نه څېړل کیدل او نور یادیدای شي.

وروستۍ خبرې
د تدارکاتو ملي کمیسون په واقعیت کې د فساد ضدو هڅو یوه مهمه برخه ده، خو ټولې هڅې پکې نه شي خلاصه کیدای.

که حکومت ریښتیا د فساد ضدو هڅو لپاره جدي او اساسي اراده لري، د ولسمشر په کچه په دې اړه تر پرله پسې غونډو به دا غوره وي، چې د تدارکاتي حیف و میل په برخه کې مخکینۍ دوسیې را وسپړل شي.

هغه دوسیې پرته له شکه، چې ځینې یې د میلیوني ډالرو په کچه دي او د یوې دوسیه سپړنه او صادقانه عدلي و قضایي تعقیب یې ممکن تر اوږدې مودې د فساد نیت و کوښښ مهار کړي.

سربېره پردې غوره ده، چې په حکومت کې باور جوړونه زیاته او فرد ګرایي راکمه شي څو د فساد ضدو هڅو ترڅنګ د حکومت رهبري نورو لومړیتوبونو ؛ په ځانګړي ډول امنیت او نور مسایل، چې له فساد سره مستقیمې اړیکې لري، سمه رسیدګي ورته وکړای شي .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.