خواړه روغه سټه

تازه او خوسا هګۍ څنګه پيژندلی شو؟ دلته یې درته اسانه طریقه ښيو

لیکنه: ياران

ژباړه: مریم محمدي

هګۍ د ګټورو خوړو په ډله کې راځي چې باید د خپلې ښې روعتیا یې لپاره د خوړلو پر مهال وېش کې ورته ځای ورکړل شي.

څیړونو موندلې چې د هګیو خوړل د زړه د ناروغۍ مخنیوي کې رول لري.
ډاکتران وايي د هګۍ دوامداره استفاده کولی شي د خونریزۍ، مغزي او د زړه د سکتې د ناروغیو په مخنیوي مرسته وکړي. هګۍ د ویټامینD طبیعي سرچینه هم دی.

څیړونو ښودلې؛ هغه ښځې چې په اونۍ کې حد اقل شپږ دانې هګۍ خوري ۴۴ په سلو کې احتمال شته چې د سرطان ناروغۍ یې وده ونه کړي.

دغه ګټور خواړه د هوا په ګرمیدو سره د نورو خوراکي توکو ترڅنګ هم زر خبرابیږي.

ډير خلک په دې نه پوهيږو چې سالمه او تازه هګۍ څنګه وپيژنې، نو زيات وخت له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان وي.

که غواړئ چې تازه او سالمه هګئ وپيژنئ نو لاندى تصوير ته ځير شئ:


۱- د اولې شمیرې هګۍ چې په اوبو کې مکمل ډوبه شوې، تر ټولو سالمه او تازه هګۍ ده او دا هغه هګۍ ده چې د ۱ ورځې څخه تر ۳ ورځو وخت پر تير شوي دی .

۲- دوهمې شمیرې هګۍ چې مکمل په اوبو کې ډوبه ده خو يوه څنډه يې لږ پورته شوې، دا هغه هګۍ ده چې د ۷ څخه تر ۹ ورځو وخت پرې تير شوی.

۳- د دريمې شمیرې هګۍ چې مکمل په اوبو ډوبه شوې ده، خو يوازې يوه څوکه يې له لوښي سره نښتې او نوره برخه يې پورته ده، د ۱۴ څخه تر ۲۹ ورځو وخت پرې تير شوی دی.

۴- د څلورمې شمیرې هګۍ چې د اوبو پر سطحه قرار لري، تر ټولو خرابه هګۍ ده او نور د خوړلو وړ نه ده، دا ډول هګۍ د ۴۰ ورځو څخه زيات وخت پرې تير شوی وي.

هغه میرمنې چې په کور کې د پخلي دنده لري ورته پکار ده چې دا کار د هګۍ د پخولو نه وړاندې یو ځل تجربه کړي، ځکه کله کله ځینې میرمنې د هګۍ د پخولو نه مخکې ټولې یو ځای په یو لوښې یا هرکارۍ کې اچوي بیا یې پخوي، چې کله یوه خرابه هګۍ ورسره یو ځای شي، نو دوی مجبوریږي چې ټولې هګۍ لري کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران