ټولنیز ژوند خوندیتوب کلتور او هنر

بې بندوباره سیریالونه؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ناغیړي او پر ماشومانو یې ناوړه اغیزې

لیکنه: الما افغان

لیکنه: آلما افغان

په دې وروستیو کې که څه هم د انځوریزو رسنیو ترمنځ د ډرامو او سیریالونو پراخه سیالي روانه ده، خو لیرې يې مه بولئ چې دې چارې د لویانو سره، سره د ماشومانو پر روان هم بده اغیزه ښندلی.
دا چې ولې دلته یې درته وایو:

۱- د کورنیو د غړو نافرماني
صدیقه نومې ننګرهار میشتې میرمن د دریوو اولادونو مور ده، نوموړې وايې:
«مشر زوی یې یوولس کلن، ورپسې بل زوی یې اته کلن او لور یې شپږ کاله عمر لري، درې واړه يې پر تلویزون د مختلفو چینلونو څخه بیلابیلې ډرامې ګورې.
کله چې، کومه ډرامه شروع وي، نو یو يې هم تر ډرامې خلاصیدو پورې زما خبرې پسې غوږ نه وړي چې هرڅه ورته وایم د رد ځواب راکوي او جالبه، خو يې راته لا دا وي چې کوم یو ته يې د ډرامې پر وخت د څه امر وکړم، نو راته وايې صبر مورې وقفه شي بیا يې درته کوم.
هغه وايي؛
«زه ډیره خفه یم ځکه د ډرامو له وجې زما له اوسه د خپلو ماشومانو سره اړیکې خرابې شوي، خدای خبر چې راتلونکې کې به يې په څه شکل وي؟»

۲- له زده کړو وروسته پاتې کیدل
مکه بیا د نهو اولادونو مور ده هغه هم د ترکي او هندې ډرامو په تلویزونونو خپرولو له امله شکایت کوي چې له ځینو بچیانو يې طبیعي او کسبي استعدادونه اخیستي او دا چاره يې د خپګان او ژورې اندیښنې سبب شوي.
«شپږ اولادونه مې د ننګرهار په یوې لیرې پرتې سیمې لعلپورې ولسوالۍ د طالبانو د جنګ او جګړو له وجې له ښاره یوړل، ځکه هغه وخت جلال اباد ښار ډیر نا امنه وو او زما خاوند هلته په کلینیک کې دنده لرله، موږ هملته ژوند غوره کړ، نه بریښنا وه نه تلویزون وو او نه د ډرامو کیسې، بس؛ له همدې وجې مې بچیانو په خپلو ټولګیو کې ښې درجې واخیستې او هم يې د قران کریم زده کړه د ترجمې سره وکړه، هملته مې درې نور اولادونه هم نړۍ ته راوړل.»

هغه زیاتوي؛ خاوند مې بیرته په جلال آباد ښار کې دنده واخیسته موږ هم ښار ته ګډه وکړه، دلته دوه ډوله بریښنا، تلویزون او ورسره غبرګ بلها ډرامو کتلو راته وروستې ماشومانو له هرې ښې وویستل؛ اووه کاله کیږې لور مې له (الف،ب،ت) سیپارې څخه دوهمې ته لار پیدا نه کړه، ښوونځي کې هم لکه د نورو ماشومانو مې ښه نده ځلیدلې. ځکه؛ د شپې چې، دوی باید خپل درسونه تکرار کړي د اوو تر لسو بجو يې ټول وخت په ډرامو لیدلو تیریږي او تر هغه وروسته نو خوب ځای ته ځي.

۳- د سترګو لید کمزوری کوي
زبیده دوه ماشومان لري، بلکې د دواړو يې د سترګو لید کمزوری دی، هغې يې لامل تلویزون او په تلویزون کې د ډرامو لیدل یاد کړل:
«په کور کې ځانته یم، ددې لپاره چې زه به تل د کور په کارونو بوخته وم، نو؛ ماشومانو ته به مې یوه ډرامه ولګوله او دوی به مې پرې بوخت کړل، دوی تلویزون ته دومره نیږدې کیناستل چې یو وخت به يې بیا له لیرې هیڅ هم نه لیدل څو چې به ښه نیږدې ورته نشول، دې چارې زه واقعاً اندیښمنه کړم او د دواړو ماشومانو سره یوځای د دوی د تداوۍ لپاره ډاکتر ته ولاړم.»

هغه وايي؛ ډاکتر زما د اولادونو د سترګو د لید د کمزورۍ لامل د ډیر تلویزون لیدل او ورسره نیږدې پاتې کیدل یاد کړل.

۴- او په ټوله کې منفې اغیزې
عایشه اووه لورګانې لري او خاوند يې په یوه ترافیکې پیښه کې د ملاء څو مرۍ له لاسه ورکړي، هغې راته وویل:
«دلته په ښار کې په یو کور کې په اووه زره پاکستانیو کالداروه هره میاشت کار کوم، څو میاشتې مې لږې، لږې روپۍ د خپلې تنخوا نه بچت کولې او اخر چې پینځه زره روپۍ شوې تلویزون مې واخیست. دا چاره مې ددې لپاره وکړه چې، لورګانې به مې له تلویزیونه یو څه مثبت یاد کړي او هم به بوختې شي، ترڅو زه خپله مزدوري، په سمه توګه وکړم، خو؛ ورځ تربلې مې په لورګانو کې منفي بدلونونه ګورم، جامې رانه د ډرامې په شکل غواړي، خبره مې نه مني او د ډرامو لیدلو لپاره نه د کور کار کوي او نه هم مدرسې ته ځي.»

ددې تر څنګ ماشومان له هغو ډارمو او سیریالونه هماغسې تقلید کوي څه رقم چې يې په شکل کې ویني، لکه جګړیزي وي، دوی بیا هماغسې اکټونه هم کوي، چې په افغانستان له امله ځینې پيښې ممکن ټولو لیدلي وي چې ماشومانو هماغسې کړي او ځان یا بل چا ته یې زیان اړولی وي.

هڅه وکړئ!
تلویزون لیدل مو د ماشومانو عادت مه جوړوئ، که ماشومان مو کومه ډرامه ګوري ترې د مثبتو او منفي نقاطو پوښتنه وکړئ، هغوی سمې لارې ته وهڅوئ، که پوه شوئ چې تلویزون لیدل مو ماشومانو ته مثبت پیغام نشي ورکولی، پرې يې لیدل ودروئ او تر ټولو مهمه خبره داده چې هر وخت په خپلو ماشومانو څار ولرئ او هغوی وڅیړئ څو يې له لاسه ورنکړئ.

یعنې زموږ له خبرو معنا دا نه ده چې تاسې په ماشومان ټیوي مه ګورئ یا یې کور کې مه ساتئ، بلکې هدف دا دی چې منظم یې استعمال کړئ او ماشومانو ته هغه سیریالونه او ډرامې پریږدئ چې د ماشومانو لپاره وي او دوی ته بل ډول فکر ورنه کړي.

په افغانستان کې رسنۍ یو ناڅاپي ډیرې شوې، خو کنټرول یې په مناسب ډول ونه شو. په دې برخه کې واقعاً ټول ملامت یوو؛

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مو خپله دنده اجرا نه کړه، چې له یوې رسنۍ پوښتنه وکړي چې دا ډرامه او سیریال زموږ له کلتور، عنعاتو او رواني ژوند سره اړخ لګوي کنه، دا یې چاته ونه ویل چې دا ډول سیریالیونه او ډرامۍ راوړئ او خپرې کړئ، بس خپلسري روانه ده، څوک راباندې جنګونه ګوري او څوک بې بندوباره عشقونه. دوی په دې کار ونه کړ چې په رسنیو فشار راوړي څو ماشومانو ته ځانګړي ډرامې او سیریالونه ولري یا یې زمینه برابره کړي.

بل خپله رسنیو واله هم اکثره دومره د پيسو په لالچ کې ډوب دي چې دې ټولنې ته یې فکر ونه کړ، چې حق پرې لري څو یې له روح او روان سره سم شیان له رسنیو ور خپاره کړي.

او دریم خپله دا ولس ملامت دی چې موږ که هر ډول سیریال او ډرامه وي، په خپلو بچیو ګورو هم او بیا پرې څار نه کوو، موږ دا غږ پورته نه کړ چې سالمې ډرامې او سیریالونه راته خپاره کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده