ژوند او ژواک

له بیکاره ورځې او ساعتونو څنګه کار واخلو ؟

 

د کارنو ډیریدل او یا دا چې په یو وخت څوکارونه در له غاړي وي ډيره کله د ستریس او رواني فشار سبب کېږي. خو کله کله داسې ورځې وي چې ډیر کار په کې نه وي .

که یو څوک دغه کم کارې ورځې سمې وکاروي ، په بوختو ورځو کې د کار فشار کمولی او خپل ورله غاړې کارونه په منظمه توګه پر ورځو ویشلی شي . تاسو که هر کار کوئ ، که کوم دفتر کې دنده لرۍ، که درس وايئ او که شخصي کار کوئ، د اوزګارو ورځو او ساعتونو څخه په غوره استفادي په خپل کار او ژوند کې لوی بدلونونه را وستلی شئ او خپل ټولنیز روابط سمولی شئ.

کله چې څو ساعته بې کاره وخت لرئ لاندې څو شیان په کې ترسره کړئ:

راتلونکې کارونه مو پلان کړئ

وايي ښه پلان جوړول د کارونو د نیمايي ترسره کیدو په مانه دی ، زموږ ډیر کارونه ځکه ګډو وډ وي ، چې ورته ښه پلان نه لرو، ښه دا ده چې تل ځان سره په مخ کې د پرتو دفتري او شخصي کارونو یو لیست ولرئ ، او چې کله مو هم وخت درلود نو پر دې لیست کار وکړئ ، مهم او د وخت سره تړلي کارونه په کې په نښه او په ترسره کولو یې فکر وکړئ.

خپل میز پاک کړئ

په بوختو ورځو ،ستاسو میز یا د کار ځای له بیلابیلو کاعذونو ، دوسیو ، پاکټونو ، پیالو ، او نورو شیانو ډکیږي ، په یو ګډوډ میز کارکول ، او پر میز او یا کار ځای کې د اړتیا وړ شیانو موندل د کار سختي دوه چنده زیاتوي . ان که د یادښت لیکلو لپاره مو قلم هم پکار وي ، په یو له ګډوډۍ ډک میز یا کار ځای کې یې موندل ګران دي او وخت نیسي . نو کله هم چې وخت لرئ خپل میز او د کارځای پاک کړئ. غیرې ضروري شیان لرې واچوئ، او اړین شیان هر یو په خپل ځای کېږدئ.
دیل کارنګي وايي د یو پاک او منظم کاري ځای لرل ، د کارونو ترسره کول نیمه په نیمه اسانوي . نو ښه دا ده چې په هغو ورځو یا ساعتونو کې چې بیکاره یئ د خپل کار میز يا ځای پاک کړئ.

دوستانو سره اړیکه ونیسئ

زموږ له ډيرو بوختو دوستانو نور شکایت کوي چې له ټولنیزو اړیکو لرې شوی ، د چا پوښتنه نه کوي ، بوخت کسان یوازې خپله ډيره بوختیا د معذرت په توګه یادوي ، خو که د بیکاره ساعتونو څخه سمه ګټه پورته شي نو دا ستونزه هواریدی شي، کله چې لږ فرصت په ګوتو درشي ،نو تیلفون را وخلئ هغو خپلو خپلوانو او دوستانو زنګ ووهئ چې باید پوښتنه یې وکړئ او له حاله یې ځان خبر کړئ. په ایمل، لیکلي تیلفوني پیغام بسنه مه کوئ. له چا سره خبرې بیل ځای لري . نو په دې توګه تاسو کولی شي د بېکاره ساعتونو څخه په ګټې خپلې ټولنیزې اړیکې پیاوړې کړئ.

کتاب یا بله کومه معلوماتي لیکنه ولولئ

په اوسنۍ نړۍ کې ډير داسې شیان او معلومات شته چې ترې خبریدل ضروري دي ، خو ډير کله یې موږ سره وخت نه وي چې نوي شیان ولولو او ځان پرې پوه کړو، که د کاري ورځو په منځ کې لږ فرصت پیدا کوئ نو ښه دا ده چې یو څه نوي معلومات ولولئ . په دې سره به مو نه وخت ضایع شوی وي او نه به له نوي معلوماتو څخه بې برخې شوي اوسئ .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */