ياران
له ژوند سره تړلې خبرې

ولې بیت المقدس د اسرایلو پایتخت نه دی

  • لیکوالانې: زینا تهان او فرح نجار
  • ژباړه : یاران

د امریکا ولسمشر د چارشنبې په ورځ بیت المقدس د اسرایلو پایتخت په توګه په رسمیت وپیژنده او له تل ابیب څخه یې دې ښار ته د امریکا د سفارت د انتقال پریکړه اعلان کړه.
د ټرمپ دا اقدام د نړۍ د اکثریت مشرانو، سازمانونو او هیوادونو له خوا وغندل شو.
اسرایلو په ۱۹۶۷ م کال کې د سوریې، اردن او مصر سره د جګړې په پای کې ختیځ بیت المقدس اشغال کړه. ددې ښار نیمايي لویدیځه برخه په ۱۹۴۸ م کال کې د عربو او اسرایلو په جګړه کې اسرایلو لاندې کړې وه.

په اندریوډ ټیلفون کې له دې ځایه یاران اپ ښکته کولی شئ. او د انټرنیټ په کمه ډیټا د یاران لیکنې لوستلی شئ

کله چې اسرایلو ختیځ بیت المقدس اشغال کړ، له دې سره ټول بیت المقدس په نامنل شوې توګه د اسرایلو تر کنټرول لاندې راغی.
خو د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول نړیوالې ټولنې د اسرایلو هغه دعوه نه وه تایید کړې چې وايي، بیت المقدس د دوی ملکیت دی.

بیت المقدس په ځانګړې توګه ختیځ بیت المقدس چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکې دولت پایتخت بولې په سیمه کې د اوږده کړکیچ اصلي ټکی دی او همدارنګه د سولې د خبرو په وړاندې مهم خنډ دی.

د بیت المقدس په اړه د نړیوالې ټولنې دریځ
د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۷ م کال د ویش د پلان له مخې چې تاریخي فلسطین د یهودي او عرب دولتونو ترمنځ ویشي، بیت المقدس ته ځانګړی موقیعت ورکړل شوی دی، او ویل شوي چې دا تاریخي ښار به نړیوال مالکیت وي او په نړیوال کنټرول کې وي.
ملګرو ملتونو بیت المقدس ته دا ځانګړی دریځ او موقیعت ددې لپاره ورکړی دی چې دا ښار د درې ادیانو پیروانو ته دیني ارزښت لري. دغلته هم د مسلمانانو، هم د یهودانو او هم د عیسویان تاریخي مذهبي اماکن دی.
خو د فلسطین د ویش په اړه د ملګرو ملتونو له سپارښتنې وروسته، د ۱۹۴۸ م کال جګړه کې، صیهونیستي ځواکونو د بیت المقدس د نیمايي لویدیځ کنټرول خپل کړ او دا برخه یې د خپل دولت سره الحاق شوې اعلان کړه.
د ۱۹۶۷ م کال په جګړه کې اسرایلو د بیت المقدس ختیځ هم چې هغه مهال د اردن په کنټرول کې و، ونیوه. او د نړیوالو قوانینو خلاف یې د بیت المقدس ختیځ هم د یهودي دولت برخه وګرځوله.

په ۱۹۸۰ م کال کې اسرایلو د بیت المقدس په اړه یو قانون تصویب کړ چې وايي، بشپړ او متحد بیت المقدس د اسرایلو پایتخت دی او په دې توګه یې له اسرایلو سره د ختیځ بیت المقدس الحاق هم رسمي کړ.
په ځواب کې یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ۱۹۸۰ م کال کې 478 شمیره پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې یې دا یو پوچ او بې معنی قانون بلل شوی او ختیځ بیت المقدس یوه اشغال شوې سیمه ګڼل شوې ده.
د امریکا د متحدو ایالتونو په شمول نړیواله ټولنه لا هم ختیځ بیت المقدس د اسرایلو له خوا یوه اشغال شوې سیمه بولي.
پر دې سربیره د نړۍ هیڅ هیواد تر اوسه پورې د بیت المقدس هیڅ برخه د اسرایلو د پایتخت په توګه په رسمیت نه ده پیژندلي. روسیه په دې برخه کې استثنا وه ځکه روسیې ددې کال په پیل کې لویدیځ بیت المقدس د اسرایلو د پایتخت په توګه اعلان کړ. همدارنګه تر اوسه پورې د اسرایلو لپاره د ټولې نړۍ سفارتونه په تل ابیب کې دي.
خو اوس د امریکا ولسمشر ټرمپ لومړنی ولسمشر شو، چې ټول بیت المقدس یې د اسرایلو پایتخت وباله.
د اسرایلو له خوا د اشغال شوي ختیځ بیت المقدس له ځان سره یو ځای کول او خپله خاوره ګڼل د ګڼو نړیوالو قوانینو له مخې غیرې قانوني کړنه ده.

په بیت المقدس کې فلسطینیان
سره له دې چې اسرایلو ختیځ بیت المقدس په یو اړخیزه او غیرې قانونې توګه د خپلې خاورې برخه اعلان کړې. هغه فلسطینیان چې دغلته اوسیږي، ورته اسرایلي تابیعت نه ورکول کیږي.
دا مهال په ختیځ بیت المقدس کې میشت نژدې نیم میلون فلسطینیان په خپله خاوره د دایمي اقامت کارتونه یا ویزې لري. دوی همدارنګه موقت اردني پاسپورټونه لري، خو د اردن تابیعت او د اردني وګړو د پیژندنې ټاکلې شمیرې نه لري.

دوی که غواړي اردن کې کار وکړي باید د کار جواز ولري او همدارنګه د اردن هغو حکومتي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري چې اردن یې خپلو اتباعو ته برابروي ، لکه روغتیايي، تعلیمي او نورې اسانتاوې .

د بیت المقدس فلسطیني اوسیدونکي دا مهال بې هیواده دي، دوی نه د اسرایلو، نه د اردن او نه هم د فلسطین وګړي ” اتباع“ بلل کیږي.

اسرایل په ختیځ بیت المقدس کې د میشتو فلسطینیانو سره د بهرنیو مهاجرو په توګه تعامل کوي. دا خلک چې د همدې سیمې دي، د اصلي استوګنو له حقونو بې برخې دي. دوی باید یو لړ معیارونه پوره کړي څو دغلته د خپل اقامت کاغذونه وساتلی شي، کنه اقامت یې لغوه کیدای شي.
د بیت المقدس هر فلسطیني اوسیدونکی چې د یو ټاکلي وخت لپاره کوم بهرني هیواد کې و اوسي او یا لویدیځې غاړې کې و اوسي، بیرته په بیت المقدس کې د استوګنې او اقامت حق له لاسه ورکولی شي.
خو په عین حال کې د اسرایلو د” ستنیدو قانون “ لاندې هر یهود چې د نړۍ د هر ګوټ څخه وي، کولی شي په اسرایلو کې و اوسي او د اسرایلو تابیعت تر لاسه کړي.
د اسرایلو د بشري حقونو د یوې ډلې په وینا له 1967 م کال راهېسې اسرایلو د شا او خوا ۱۴۰۰۰ فلسطینیانو څخه په اسرایلو په ځانګړې توګه بیت المقدس کې د اوسیدو او اقامت اجازه اخیستې.

یهودي میشت ځایونه

په ختیځ بیت المقدس کې د اسرایلو له خوا د یهودي میشت ځایونو جوړول چې په ختیځ بیت المقدس کې د اسرایلو د کنټرول د دایمي کولو هڅه ده هم د نړیوالو قوانینو له مخې غیرې قانوني دی.
ملګرو ملتونو په څو پریکړه لیکونو کې په ختیځ بیت المقدس کې د یهودي میشت ځایونو جوړول غندلې او له اسرایلو یې غوښتي چې د یو اشغالي ځواک په توګه دې خپلو خلکو ته په دې سیمه کې چې فلسطینیان یې د خپل راتلونکې دولت پایتخت بولي میشت ځایونه جوړ نه کړي.
د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې هم ددې میشت ځایونو په اړه له اسرایلو چارواکو سره پرلپسې ناندرۍ درلودې او له همدې کبله یې اړیکې خرابې وې.
خو اسرایلي دولت د نړیوالو د انتقادونو سربیره په ختیځ بیت المقدس کې زرګونه یهودي میشت ځایونه جوړ کړي دي او دا مهال د اسرایلو دوه سوه زره یهودي اتباع په ختیځ بیت المقدس کې اوسیږي.

خپرونکې: الجزیره

تبصرې
Loading...